لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: نه افغانستان يواځې پرېږدو نه ورسره مرستې بندوو


واشنګټن ـــ د امریکې صدر جوبایډن د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره په وایټ هاوس کې په داسې وخت کې لیدلي دي چې طالبانو په وروستو کې خپل بریدونه سېوا کړي او د طالبانو سره د سولې په مزاکراتو کې هم څه پرمختګ نه لیدل کیږي.

بایډن د افغانستان مشرانو ته د امریکې د مرستو ډاډ ورکړو او زیاته يې کړه چې امریکا افغانستان نه پریږدي خو د افغانستان راتلونکی به څنګه وي، وایي دا به افغانان فیصله کوي.

د جمعې په ورځ په وايټ هاوس کې د افغانستان صدر اشرف غني، د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو چاراکو سره د خبرو په وخت د امریکې صدرجو بایډن وویل چې د افغانستان د راتلونکي فیصله به افغانان په خپله کوي او دا چې مرستې کول به ورسره د امریکا نه پاتې نه وي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن وويل “مونږ به د تاسو سره یو. مونږ به تر د خپل وسه پورې کوښښ کوو او په هرڅه به نظر ساتو. تاسو سره د ضرورت سامان موجود دی”.

په دې موقع د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکې د مالي او جاني مرستو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د بدلېدونکو حالاتو په مهال داسې غټې مخې راپېښېږي خو د عزم، اتفاق او همکارۍ سره به د دې نه په کامیابۍ سره تېر شي. افغان ولسمشر وويل:

“دا د ارزښتونو د انتخاب خبره ده. د ځانګړي نظام او یا بیا د باشموله نظام د ارزښتونو خبره ده. مونږ د اتفاق، د همغږۍ، قامي قربانۍ د شعور لپاره تيار یو. مونږ به تر خپله حده پورې د دې کوښښ کوو”.

اشرف غني د امریکې د پخواني صدر ابراهم لینکن مثال ورکړو او ويې ویل چېدا وخت د افغانستان لپاره د کال 1861 حالات دي. په دغه وخت لنکن ویلي وو چې دوی د جمهور د دفاع لپاره را یو ځای کیږي او پرعزمه دي چې د جمهور دفاع به وکړل شي.

د افغانستان نه د ځواکونو راویستلو او په افغانستان کې د سولې لپاره د طالبانو سره د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ یوه لوظنامه لاسلیک کړې چې په هغه وخت يې هم په تګلاره ټاکلو کلکې نیوکې شوې وې.

خو د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د سولې عمل به اوږد او ګران وي خو د دې نه پرته په افغانستان کې د سولې بله یوه لاره نه لري.

دا وخت هم دا اندیښنې ښودل کیږي چې افغان دولت به د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره رانسکور شي او طالبان به لکه د پخوا په شان په ټول هیواد د ټوپک په زور قبضه وکړي. د امریکې استخباراتو همداسې اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو اشرف غني دغه اندېښنې رد کړې او ویې ویل چې وړاندې هم داسې اندېښنې غلطې ثابتې شوي دي. ولسمشر غني وويل:

“طالبان او د دوی ملاتړو ته پوهېدل پکار دي چې په زور افغانستان نه شي تسلیمولای. مونږ وس هم په دوی د اوربند اعلانولو او په سیاسي عمل کې د شاملیدلو غږ کوو ځکه چې د جنګ ختمولو اخري لاره د سیاسي جوړجاړۍ وي”.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې سېوا شوي دي او دواړه خوا یو بل ته د لویې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي. تر دې دمه د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې هیڅ کوټلی پرمختګ نه لیدل کیږي.

د امریکې د خارجه چارو وزیر اینټوني بلینکن د افغانستان نه د ځواکونو ویستل ښې خوا ته د حالاتو د د تللو خبره کوي او که په افغانستان کې دوی پاتې شوي وو نو جګړې به سېوا شوې وای، خو بلینکن زیاته کړه چې په افغانستان کې په حالاتو کلک نظر ساتي.

ښاغلي بلنکن وويل “زمونږ په دې هم کلک نظر دی چې ایا طالبان د شخړې په پرامنه لاره حل کولو کې سنجیده دي. مونږ به سفارتي هلې ځلې جاري ساتو، خو په زور په هېواد کې واک تر لاسه کول د سولې پلو د حل د پرامنه لارې سره سمون نه خوري”.

امریکه وايي طالبانو باور ورکړی القاعده او نورو ترهګر شبکو ته به ځای نه ورکوي چې په امریکا یا د امریکا په ملګرو بریدونه وکړي او زیاتوي افغانستان بیرته د ترهګرو مرکز جوړېدلو د څار لپاره به ټول وسایل کاروي.

خو د ملګرو ملتونو او امريکا د بېلابېلو استحباراتي ادارو تازه رپورټونه وايي سره د لوظنامې او ژمنو طالبانو ځان د القاعده او نورو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه بېل کړی نه دی.

د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره ځنې څېړونکي د خانه جنګۍ او یو وارې بیا افغانستان د ترهګرو د مرکز جوړېدلو ویرې څرګندوي.

په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې د حکومتي ډلې مشر عبدالله عبدالله ای پي خبري ادارې ته ویلي که نړۍ ورسره مرستې ونه کړي نو داسې کېدلای شي. ښاغلي عبدالله وويل:

“ستونزه اوس هم موجود ده. که افغانستان بېخي د پامه وغورځول شو، مرستې او کومک ورسره ختم کړل شو نو دا د خطرې خبره ده. افغانستان یو وارې بیا کېدلی شي د ترهګرو مرکز جوړ شي”.

د افغانستان مشرانو په واشنګټن کې د امریکې د کانګرس غړو، د دفاعي او استخباراتي او نورو اعلي امریکني چارواکو سره د افغانستان په راتلونکو کې د بشري حقونو، په خاصه توګه د ښځو د تعلیم او ژوند، د ولسي ازادیو او د اقتصادي چارو غوندې په مهمو ټکو خبرې کړي دي.

د صدر ډانلډ ټرمپ په وخت کې د امریکې د قامي سلامتیا لپاره مشاور جان بولټنوي او اې ته ویلي دي چې د طالبانو له وروستيو بریدونو ښکاري دوی د سولې په خبرو کې دلچسپي نه لري.

ښاغلی بلټن وايي “دا اوس ښکاره شوې ده چې دوی په قامي کچه یوه منصوبه لري. دې کې هیڅ شک نه دی پاتې چې دوی په زور بیا واک ترلاسه کول غواړي او دا امکان نه لري چې دوی ګنې د حکومت سره په ښه نیتخبرې کوي او زما په خیال د ټرمپ انتظامیې په وخت کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کول یوه غلطي وه”.

هغه زياته کړه “دا اوس چې د بایډن په ايښودل شوې نېټه کې هم لږ موده پاتې شوې ده، نو امریکې ته نور ګامونه پورته کول پکار دي چې وښيي دوی افغانستان نه پریږدي او د ویتنام په رنګ حالات به نه جوړوي”.

امریکه نه یواځې په افغانستان کې د سولې ترلاسه کولو لپاره سفارتي هلې ځلې کوي، بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د تربیې، مالي مرستو او په پراخه کچه د افغانستان سره خپلو مرستو ته د دوام ورکولو ژمنې یې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG