لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز: د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه دې قوم ته ریښتیا وویل شي


واشنګټن ـــ د پاکستان مسلګ لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د پوځي قيادت له خوا د افغانستان په اړه د پارليمان د قامي سلامتيا کمېټۍ ته په ورکړى شوي بريفنګ باندې غبرګون کې ويلي که پاکستان موثره خارجه تګلاره خپلول غواړي نو لومړى به ورته د خپل کور دننه ترتيب په ځاى کول وي.

د نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد هايکورټ ودانۍ کې له مېډيا سره د خبرو په وخت مريم نواز غوښتنه کړې چې حکومت دې د دروغو په ځاى اصل تګلاره ولس ته وړاندې کړي او په دې اړه دې له دوه مخه تګلارې نه ډډه وکړى شي.

د جولای په لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرل فيض حميد د تړلو دروازو تر شا د پارلیمان د قامي سلامتيا کمېټۍ غونډې ته د افغانستان په اړه بريفنګ ورکړى وو.

د حکومتي اعلاميې ترمخه په دې غونډه کې شريک د مسلم ليګ نواز ګوند صدر او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف په ګډون پارليماني او سياسي مشرانو د پوځي جرنيلانو په ځوابونو او برېفنګ اطمينان څرګند کړى وو.

خو مريم نواز د پاکستان لومړۍ لويه سياسي ليډره ده چې د پارليماني کمېټۍ په کاروايي یې سوالونه راپورته کړي دي.

د سياسي او دفاعي چارو څېړونکي امتياز عالم دا په ځای بولي. هغه وي او اې ډيوه ته ويلي پاکستان په تېرو وختونو کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې سره مرستې کړي دي او اوس اندېښمن دى که طالبان کابل قبضه کړي او هلته اړى کړى زياتيږي نو دا لانجه به څوک هواروي.

څرګنده دې وي د پاکستان حکومت د افغان طالبانو سره د مرستو او دوی ته د پناه ورکولو تورونه ردوي خو د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په وروستیو کې دا منلې وه چې د دوی کورنیو په پاکستان کې دي او علاج ته هم پاکستان ته راځي.

البته د پاکستان پوځ او حکومت دريځ خپلوي پاکستان د ترهګرۍ په ضد تاريخي مبارزه کړي ده او ترهګرو ته یې ماتې ورکړې ده.

له مېډيا سره په خبرو کې مريم نواز د پاکستان له پوځي ايسټېبليشمنټ سره د ډيل يا جوړجاړى امکان هم رد کړی دی.

په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو ایتلاف پي ډي ايم له نهه مياشتو راهیسې په سياست، عدالتي او انتخابي نظام کې د پوځ د لاسوهنې په ضد تحريک چلوي، خو د پاکستان پوځ د مخالفه ګوندونو دا تورونه بېځايه بولي.

له دې وړاندې په اسلام اباد هايکورټ کې د مريم نواز او د هغې خاوند کېپټن صفدر له خوا دوی ته د احتساب لاندې عدالت له خوا ايون فيلډ يا په برتانيه کې د پټ جايداد لرلو په تور اورول شوې سزا په ضد د اپيلونو اورېدنه وشوه.

دوه کسيز بينچ د جولای مياشتې له 15مې نېټې څخه د اپيلونو باضابطه اورېدنه پيل کولو پرېکړه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG