لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په وسله والو بريدونو کې يو ځايي مشر وژل شوی


د خېبربښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د تيرې شپې راهسې په هدفي وژنو کې یو ځایی مشر وژل شوی او يو بل تن ټپي شوی دی.

د پوليس چارواکو په وېنا دغه پېښې د شمالي وزيرستان په میرعلي او میرانشاه تحصيلونو کې شوي دي.

د میرعلي تاڼې پوليس وايي لومړۍ پېښه تیر ماښام په مرعلي بازار کې شوې چې یو ځايي تن د نا مالومو کسانو په ډزو ټپي شوی دی.

د پولیسو په وېنا دغه تن رامبیل نومیږي او تر ټپی کیدو وروسته میر علي روغتون ته وړل شوی چې درملنه یې روانه ده.

بله پېښه نن په 8 جولايۍ د میرانشاه په تپیي سیمه کې شوې او یو ځايی مشر ملک عبدالرحمان په ډزو وژل شوی دی.

د میرانشاه پوليس دغه پېښه تاييدوي، خو وايي خپلوانو يې په چا دعوه نه ده کړې، د تاڼې يو چارواکي صلاح الدین وویل مړی نن روغتون ته راوړل شوی او دغه تن به ډز لګېدلی دی.

هغه وايی دغه پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې نوموړی د کور نه د میرانشاه په لور په خپل ګاډي کې روان وو چې نامالومه کسانو پرې ډزې وکړې.

په روانه د جولايۍ په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ رامنځته کېدل سېوا شوي دي.

د تیر ګل/ دوشنبې په ورځ (5 جولايي) په شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو وسله وال بريدونو کې درې پاکستاني پوځيان او یو ځايی مشر وژل شوي وو.

پوځ په لومړۍ جولايۍ ويلي وو د شپې په مهال د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی او دوه پاکستاني پوځي سرتيري پکې وژل شوي وو. هم په لومړۍ جولايي په دته خېل تحصيل کې د عملیاتو په مهال نښته شوې دوه پوځي سرتيري پکې وژل شوي او درې ژوبل شوي وو، په دغه نښته کې د درېو ترهګرو د وژلو دعوه هم شوې وه.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره وي او اې ډيوه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د مې په میاشت کې پښتون ژغورنې غورځنګ په يوه ولسي غونډه کې په علاقه کې د بدامنۍ د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

په علاقه کې د پي ټي اېم فعال جمال داوړ وايي د تیرې يوې مودې نه بيا په امنیتي ځواکونو د بريدونو سره د هدفي وژنو پېښې هم سېوا شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر د اپریل په میاشت کې ویلي وو په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي وو په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG