لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ پاکستان ته:که طالبان هوښیار اؤ‌ځېرک دي نو دخپل هیواد واک ور وسپارئ


دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او دشمالي وزيرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تور لګولى چې پاکستان دخپو تيرو تګلارو نه څه زدکړه نه ده کړې اؤ اوس هم افغانستان کې خپل پردى کوي او طالبانو ته په نورو ډلو ارزښت ورکوي.

د دوشنبې په ورځ دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې هغه ویلي که دپاکستان رياست ګڼي چې افغان طالبان دومره هوښياره او ځېرک دي نو پکار ده چې د پاکستان واک هم هغوئ ته وسپارلى شي.

محسن داوړ د پاکستان دصدر عارف علوي د هغه ټويټ حواله ورکړې ده چې پکې صدر علوى ويلي وؤ پاکستان لپاره د کرونا وايرس سره دويم ستر خطر دا وخت افغانستان کې بدامني ده او هيله ده چې افغان طالبان او د دوئ وطن والو ته به امن نصيب شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د باندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سينيټ قايمه کميټي ته ويلي وؤ افغان طالبان ډير هوښياره او ځېرک دي.

دپاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد هم وايي اوسني افغان طالبان ډير مهذب دي او په ټوپک دخپلو فیصلو کولو پرځائ په خبرو اترو باور لري.

قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې محسن داوړ زياته کړې چې دحکومتي وزيرانو دا بيانونه دافغان دولتي چارواکو له خوا په پاکستان افغانستان کې دلاس وهنې تورونو ته وده ورکوي.

هم تيره ورځ دسينيټ غونډې ته خپله وينا کې دحکومت مخالفه پيپلز ګوند غړې سينيټر بهره مند تنګي پيښور کى د طالبانو د لاریون په خبر انديښنې ښودلې وې.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې سینیټر بهره مند تنګي وويل که د پاکستان حکومتي وزيران افغان طالبان دومره هوښيار او مهذب ګڼي نو پکار ده چې بيا دا بيان هم ورکړي چې افغان طالبان دې د تشدد لاره پريږدي،د پارليماني نظام برخه دې جوړه شي او د ووټ د لارې دې واک تر لاسه کړي.

بهره مند تنګى زياتوي له بده مرغه پاکستان کې ځني ډلې چې جمهوريت غواړي هغوئ د افغانستان لپاره دا لاره نه خوښوي او غواړي چى طالبان په زور واک تر لاسه کړي.

خو څيړونکى احمد بلال محبوب د حکومتي وزيرانو د افغان طالبانو د ستاينې بيانونه مثبت او د سفارتکارۍ برخه بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي د هند په ګډون د نړۍ نور ستر هيوادونه دا ګڼي چې طالبان د افغانستان يو لویې قوت دى او راتلونکي کې واک کې هم راتلى شي ځکه داحمد بلال محبوب په خبره پاکستان او نور هيوادونه غواړي چي طالبان رضا وساتي.

د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې دهيواد دتر ټولو لویې حکومت مخالف مسلم ليګ نواز ګوند پارليماني مشر خواجه آصف ويره څرګنده کړې که افغانستان کې بد امني زياته شوه نو پاکستان دومره توان نه لري چي دا بدو اغيزو نه یې خوندي پاتى شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG