لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دښځو دملکیت دقانون په ضد هایکورټ ته عریضه شوې


اختر الیاس ایډوکیټ وایي قانون کې دا هم ویل شوي دي چې د صوبایي محتسب فیصله به هیڅ کوم عدالت کې نه شي چیلنج کیدی چې دا د مقننې اختیار انتظامیې ته د ورکولو معنا لري.

پیښور هایي کورټ کې دخیبر پښتونخوا د زنانه و د ملکیت د حق قانون 2019م يا (Khyber Pakhtunkhwa Enforcement of Women’s Property Rights Act, 2019) باندې اعتراض شوی دی او عدالت کې اختر الیاس ایډوکیټ ددې په ضد خپله عریضه جمع کړې ده.

نوموړي وایس اف امریکا ډیوه سره د خبرو په وخت وویل. صوبایي حکومت د میرمنو د حق خوندي ساتلو لپاره ډیر موثره قانون جوړ کړی دی. خو د یاد قانون دوه مادې یعني اوومه او دولسمه د پاکستان د وړاندې نه موجود قانون او ائین سره په ټکر کې دي.

هغه وایي دقانون له مخې چې یو عدالت کې کومه قضیه روانه وي نو بل عدالت کې په هغې اوریدنه نه شي کیدی. خو وایي صوبایي اومبډ پرسن یا محتسب ته دغه قانون کې واک ورکړی شوی دی چې دا قسمه معاملې په خپل سر هوارې کړي.

اختر الیاس ایډوکیټ وایي قانون کې دا هم ویل شوي دي چې د صوبایي محتسب فیصله به هیڅ کوم عدالت کې نه شي چیلنج کیدی. وایي دا د مقننې اختیار انتظامیې ته د ورکولو معنا لري.

"په قانون د نظرثانۍ واک یوازې عدالتونو سره دی. اومبډپرسن انتظامي اختیاراتو کې راځي نو ځکه اومبډ پرسن ته د مقننې اختیار نه شي ورکړی کیدی. بل میرمنې اومبډ پرسن ته دغه قانون کې اختیار ورکړی شوی چې سول کورټ کې د وراثت کومه مقدمه روانه وي. هغه اومبډ پرسن ځنډولی شي. زما په فکر دا ائین سره متصادم ده"

اختر الیاس ایډوکیټ وایي عریضه کې ما د صوبې چیف سیکرټري، د قانون وزارت او داسې نورې متعلقه ادارې نامزد کړې دي.

هغه وایي عریضه یوازې هایي کورټ ته شوې ده. کله چې د اوریدنې نیټه وټاکل شي. نو امکان لري عدالت د سپیناوي لپاره د متعلقه ادارو چارواکي راوغواړي.

بل پلو ته هم د پیښور هایي کورټ وکیل او د میرمنو وراثت کې د برخې په معاملو ژور نظر لرونکی ثابت الله خان خلیل ایډوکیټ دریځ لري. ډیره موده وروسته د زنانه و د بنیادي حق خوندي ساتلو قانون مخې ته راغلی خو وایي قانون کې دوه مادې د وړاندې نه موجودو قوانینو سره ټکر کې دي.

"دا قانون ډیر ښه جوړ شوی دی. د میرمنو د ملکیت د تحفظ لپاره پکې آسانه طریقه ده. خو ددغه قانون دوه مادې یعني اوومه او دولسمه چې اومبډ پرسن عدالتي کاروایي ځنډولی شي او فیصله یې بل عدالت کې نشي چیلنج کیدی. دا د قانون خلاف دي"

ثابت الله خان وایي دا اختیار خو صرف معزز عدالت ته ترلاسه دی چې په یاد قانون کومه فیصله ورکوي. خو وایي د قانون د زده کونکي په حیث ویلی شم. که صوبایي حکومت د ټول قانون بدلولو په ځائ صرف دغو دوؤ مادو کې بدلون وکړي نو قانوني پیچلتیا به ختمه شي.

په کال 2019 کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ښځو ته په وراثتي جايداد کې د حق ورکولو قانوني مسوده په متفقه توګه منظوره کړې وه.

په دغه قانون کې ښځو ته د ملکيتي جايداد ساتلو او ملکيتي حقونو تحفظ ورکړل شوی دی.

د قانون ترمخه به میرمنې به د جايداد د قبضې يا ملکيت په اړوند محتسب ته شکايت کولی شي او په جايداد کې منقوله او غېرمنقوله دواړه شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG