لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا سره غوره اړیکو لپاره پاکستان اوس له افغانستان پرته هیڅ په لاس کې نه لري،دڅېړونکو نظر


د پاکستان د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف پرون د ګل په ورځ د امريکا په مهم سفر تللی دی او څېړونکي وايي ددې سفر مقصد د امريکا او پاکستان ترمنځ د ګنګل شوؤ دوه اړخیزه اړیکو بيا پرځائ کول دي.

دپاکستان دقامي سلامتيا دمشاور د دفتر لخوا جارى شوي بیان کې ویل شوي چې معيد يوسف به دخپل سفر په مهال د خپل امريکايي سیال جېک سولېن سره ملاقات کې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې شوي پرمختګ ته بيا کتنه کوي او په دې کې به د افغانستان په امنیتي وضیعت هم خبرې کوي.

څېړونکي وايي پاکستان به غواړي چې د امریکا سره خپل تعلقات پراخه کړي خو اوس د افغانستان نه علاوه د پاکستان سره امریکا ته د ورکولو نور څه نشته.

دپاکستان سرکاري رېډيو د خبر له مخې د قامي سلامتيا مشير معيد يوسف به د خپل سفر په ترڅ کې د خپل امريکايي هم منصب جېک سولېن او د امريکا د صدر جو باېډن د انتظاميې د نورو چارواکو سره هم ويني.

د قامي سلامتيا د مشاور له دفتر څخه جاري شوي بېان کې وېل شوي چې معيد يوسف به دامریکا دقانون سازانو سره د لیدنو ترڅنګ په امریکا کې د پاکستاني ټولنې د غړو، امريکايي څېړنيزو ادارو او مطبوعاتو سره هم ليدل کتل کوي.

امریکا ته دپاکستان دقامي سلامتيا دمشير دا سفر د هغه د مئ مياشتې په 24مه نېټه د خپل امريکايي هم منصب جېک سولېن سره د شوي ملاقات کړۍ ده.


دپاکستان دانګرېزۍ اخبار اېکسپرېس ټريبيون ددې پرمختګ څخه دخبر سرچینو له قوله ليکلي چې د معید يوسف سره به په دې سفر کې د هېواد د خفيه ادارې ایي ایس ايي ډاېرکټر جنرل ليفټننټ جنرال فېض حميد هم ملګری کېږي خو ایي ایس پي ار په دې اړه څه نه دي ویلي.

د معيد يوسف د دفتر په بيان کې ویل شوي چې ددې سفر په اېجنډا کې د افغانستان وروستی وضعیت، دوه اړخیزه اړيکې، د سیمې او نړۍ چارې هم شاملې دي.

د قامي سلامتيا د مشاور په څوکۍ د ناستې وروسته دا د معيد يوسف د امریکا لمړۍ رسمي سفر دی.

نوموړي د تېرې مئ په 24 نېټه جنېوا کې د خپل امريکايي سيال جېک سولېن سره هم لېدلي وؤ چې په کې هغه د خپل امريکايي هم منصب سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په اړه يو پلان هم شريک کړې ؤ.

د پاکستان او امريکا ترمنځ اړیکې مدام په ځانګړو چارو کې تر لېن دېن پورې محدودې پاتې شوې دي خو پاکستان هڅه کوي چې دا اړېکې د افغانستان او امنيتي چوکاټ نه بره لاړ شي.

څېړونکي وايي پاکستان اوس د امریکا سره په اړيکو کې ژورتيا راوستل غواړي ولې چې د پاکستان او چین ترمنځ د سټراټيجکي اړيکو باوجود اسلام اباد د واشنګټن سره تعلقات مهم ګڼي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي پاکستان دا وخت په جلا حالاتو کې راګېر دی. که يو خوا امریکا د هند سره خپلې اړیکې لا نورې پراخوي نو بل خوا د افغانستان په معامله هم پاکستان د نړیوال فشار لاندې دی. او پاکستان به د امريکا نه غواړي چې په افغانستان کې د هند ممکنه کردار کې توازن راولي.

هغه وايي که پاکستان د امریکا سره تعلقات پرځائ کول او ګڼ اړخيز کول غواړي نو ددې لپاره به په کور دننه د طاقت توله بدلول وي.

"زما په اند نړۍ نور د هېواد په ډيپ سټېټ یا پوځ اعتبار نه کوي. امریکا ته معلومه ده ترڅو چې دلته په چارو کې د پوځ لاس بالا وي نو اړېکې ځائ ته نه شي راتلی"

خورشید خان وايي که خبره پارلیمان ته لاړه شي او د طاقت او اختيار توله پځائ شي نو بیا نړۍ په پاکستان اعتماد کولی شي.

هغه زیاتوي امریکا سره داړیکو پیاوړتیا دپاره پاکستان سره له افغانستان پرته بل څه نشته.

"پاکستان سره امريکا ته د ورکولو نور څه نشته څنګه چې مخکې وؤ او زه نه ګڼم چې دا اړیکې به پرځائ شي"

د پاکستان او امریکا دوه اړخیزه اړيکې دا وخت د سوړوالي لاندې کچې ته راغلي او امریکا تر اوسه پورې د تعلقاتو ښه کولو د پاکستان هڅو ته کوم مثبت ځواب نه دی ویلې او د امریکا صدر جوبایډن له منتخب کیدو راپدېخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته ټېلفون قدرې نه دی کړی.

معيد يوسف دا سفر په داسې حال کې کوي چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ويستلو عمل پیل کړي چې ورسره په افغانستان کې د تشدد کچه هم زياته شوې ده او طالبان د هېواد په 85 فيصدى مزکه د قبضې ادعاوې کوي.

خو افغان دولت دطالبانو دا دعوې عبث اؤ له حقیقت لرې ګڼي اؤ پوښتنه راولاړوي چې که طالبان ریښتیا هم دافغانستان ۸۵ فیصدي خاوره په لاس کې لري نو ولې بیا د دوئ مشران له هیواده بهر ژوند کوي؟

پاکستان وايي د امریکا سره د افغانستان په امن کې ملګرې دی خو په جنګ کې نه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG