لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دسعودي دخارجه وزیر سفر،په افغان کشاله اؤ دوه اړخېزه اړېکو یې خبرې کړي


د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود په داسې حال کې د پاکستان یو ورځنی سفر کړی چې دتیرې څه مودې راپدیخوا د دواړو هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی لیدل کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت له اړخه دخپور شوې بیان له مخې پاکستان ته د سعودي دبهرنیو چارو د وزیر دا سفر دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په بلنه شوی دی.

دا دیو کال دننه پاکستان ته د شهزاده فیصل دویم سفر دی. هغه له دې وړاندې تیرکال په دسمبر کې پاکستاني مشرانو سره د خبرو د پاره داسلام اباد په سفر راغلی ؤ.

اسلام اباد ته د راتګ او د ډلو په کچه له خبرو ورسته ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې وویل د سعودي وزیر سره یې داقتصادې اړیکو د لا ښه کولو او د افغانستال په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې موقعه دسعودي دبهرنیو چارو وزیر وویل سعودي عرب دپاکستان سره اړیکې پراخول غواړي اؤ په دې اړه سعودي پاک سپریم کوارډینیشن کونسل جوړ کړی شوی دی.

هغه وویل هیله لري چې دغه کونسل به د پاکستان او سعودي عرب اړیکې پر نوې کچه راوستلو اؤ ښه کولو کې ګټور ثابت شي.

هغه دټیکنالوژۍ او چاپیریال په ځانګو کې دمرستو په پراخولو هم ټینګار وکړو.

پاکستان ته دسعودي عرب دبهرنیو چارو د وزیر دغه سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو د بیرته غوره کولو لپاره د هڅو یوه برخه ګرځول کیږې چې په وروستیو کلونو کې د ځینو مسلو په اړه د اختلافاتو له سببه ترینګلې شوې دي.

دپاکستان اؤ سعودي عرب اختلافات په دې وروستیو کې تر دې حده زیات شوي چې د پاکستان حکومت دې ته وهڅول شو چې د بیلیونو ډالرو پور بیرته سعودي ته ستون کړي.

سعودي عرب دا پور عمران خان حکومت ته دهیواد داقتصادي بحران کمولو د پاره ورکړی ؤ.

دواړو هیوادونو د اسرایلو په اړه د عرب هیوادونو په پالیسیو کې د بدلون ،د هند لخوا کال ۲۰۱۹کې د اګست په میاشت کې د کشمیر د ځانګړې حیثیت ختمولو په کشاله کې دسعودي عرب دملاتړ په نه لیدل کیدو اؤ ځېنو نورو مهمو مسلو باندې له یو بلا جلا نظر لرلو.

د نړیوالو اړیکو څېړونکی پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وي او ای ډیوه ته وایي د پاکستان او سعودې عرب اړیکې ډیر زړې او ډېرې ښه پاتې شوي او په سوړ جنګ کې پاکستان او سعودې عرب د امریکا ملګري وؤ.

هغه وایي پاکستان سره سعودې عرب ډیره اقتصادې مرسته کړې،دسعودي عرب له اړخه داعلان شوي اسلامې اتحاد دپوځ مشري دپاکستان دپوځ پخواني مشر راحیل شریف ته ورکړل شوې ده.

خو ددې ترڅنګ پروفیسر اعجاز خټک وایي د تیرې څه مودې راهسې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې څه سوړوالې لیدل کیدو، د اړیکو ښه کولو د پاره وزیراعظم عمران خان د سعودي سفر وکړو او اوس د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر هم د پاکستان سفر وکړو.

پروفیسر خټک وایي دا نه شي ویلی چې اړیکې زاړه وخت ته راغلې دي "ځکه چې د دواړو خواؤ څخه پر یو بل شکونه شورو شوي دي او ددې سره سیمه ییز حالات هم بدلیږي- پاکستان د چین، ایران او روس سره هم اړیکې جوړول غواړې او دا یو بل بلاک جوړیږي"

هغه دا هم وایي چې پاکستان ته دسعودي دبهرنیو چارو د وزیر دا تازه سفر ښایي چې دواړه هیوادونه د یو بل په ارزښت پوهه دي او غواړې چې اړیکې تر یو خاص حده خرابیدو ته پرې نه ږدې.

تر دې وړاندې دسعودي ولي عهد شهزاده محمدبن سلمان په فرورۍ کال ۲۰۱۹ کې د اسلام اباد د سفر په مهال سعودې عرب دپاکستان سره په بیلا بیلو څانګو کې د۲۰ اربو ډالرو د سرمایه کارۍ لوظنامې لاسلیک کړې وې.

دسرکاري مطبوعاتو ترمخه پاکستان ته د سعودي دبهرنیو چارو د وزیر دسفر په مهال د دغه لوظنامو دپرمختګ جاج اخستل شوی او د دواړو هیوادونو تر منځ راتلونکي کې د دوه اړخیزه مرستو په اړه خبرې اترې شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG