لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلندن عدالت پاکستان ته امر کړی چې براډشیټ ته نور نهه لکه اؤ 20 زره پونډونه ورکړي


دلندن هايکورټ دپاکستان حکومت او داحتساب ملي ادارې ته د اثاثو په لټون کار کوونکې بهرنۍ کمپنۍ براډ شيټ ته د نورو نهو لکو اؤ شل زره پونډونو ورکولو حکم کړی دی.

دپاکستان داحتساب دملي ادارې (نیب)له خوا د براډشيټ سره دلوظنامې نه دپشا کيدو له امله تر اوسه دپاکستان ملکي خزانې ته د ٦٥ مليينه ډالرو زيان رسيدلی دی.

پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه د لندن هايکورټ پريکړه د پاکستان لپاره شرمونکې بولي او دعدالتي پريکړې پسر د نيب دمشر او د وزير اعظم دسلاکار شهزاد اکبر دنومونو د سفري بنديزونو په نوملړ کې د اچولو غوښتني کوي.

لندن هايکورټ د براډ شيټ نومې بهر ملکي فرم په عریضه دپاکستان داحتساب ادارې د وکيلانو اعتراضونه رد کړي او د احتساب ادارې ترڅنګ دپاکستان حکومت ته یې د روان اګست مياشتې ديارلسمې نپټي پورى براډ شيټ ته دنهو لکو اؤ شل زروه پونډونو د ورکولو امر کړی دی.

دپخواني پوځي آمر جنرل پرويز مشرف په واکمنۍ کې نيب د هغې وخت دحکومت مخالفه سياستمدارانو اصف علي زرداري اؤ نواز شريف په ګډون دنورو لوړ پورو حکومتي چارواکو بهرنيو هيواد کى د اثاثو دلټون لپاره براډ شيټ سره لوظنامه کړې وه.

خو بيا هم د مشرف په واکمنۍ کې نيب دغه لوظنامې نه پشا شوى ؤ او براډ شيټ دا قضيه نړيوالو عدالتونو ته وړې وه چې له امله یې تر اوسه دپاکستان خزانې ته د جرمانې د رقم په مد کى ٦٥ ملينه ډالر زيان رسيدلى دى.

د نيب په ضد دلندن هایکورټ دا تازه پريکړه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چى پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه او اعلى عدليه هم د نيب په کارکردګى ټکونه کوي.

دستر حکومت مخالفه پيپلز ګوند د اطلاعات سيکتر فيصل کريم کنډي د لندن ها یکورټ پريکړه دپاکستان د بدنامۍ سبب بولي.

پخپل يو بيان کې هغه غوښتنه کړې ده چې دعدالتي پريکړې پسر باید د احتساب ادارى دمشر جاويد اقبال او د وزير اعظم داحتساب دسلاکار شهزاد اکبر نومونه دسفري بنديزونو په نوملړ کې واچول شي.

فيصل کريم کنډي دا غوښته هم کړې ده چې پارلیمان ته باید دنیب دچارواکو دهغه بهرنیو سفرونو پسر دشوؤ لګښتونو جذئیات هم وښودل شي چې هیواد نه بهر یې داثاثو معلومولو په نوم کړي دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې دبل ستر حکومت مخالفه ګوند مسلم لېګ( نواز) د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر عباد وويل د بهر ملکي عدالت د احتساب ادارې په ضد فيصله د پاکستان حکومت لپاره د شرم مقام دى.

پاکستان کې وړاندى نه دحکومت مخالفو سترو ګوندونو مشران اؤ مرکزي غړي داحتساب د ادارې له لوري کارروایو سره مخ دي.

خو په دې وروستیو کې دنيب مشر جاويد اقبال د مالي درغليو سره تړلې دمالم جبې اسکینډل باندې د کارروايۍ ودرولو اعلان کړی دی چې پکي د واکمن تحريک انصاف ګوند دخيبر پښتونخوا دپخوانی اعلا وزير پرويز خټک او نورو لوړ پورو حکومتي چارواکو نومونه شامل وؤ.

دپاکستان سپريم کورټ هم وخت په وخت د نيب په کارروايو نيوکى کوي.

مخالفه ګوندونه هم په مرکزي حکومت او نيب د احتساب په نوم د مخالفو سياستمداران د ځورؤلو تورونه لګوي خو نيب او حکومت دا تورونه بيځايه بولي او دا ردوي.

د نيب مشر جاويد اقبال د خپلې ادارې د کارکردګۍ دفاع کوي اؤ وایي دا اداره یوازې د درغلیو په ضد فعالیتونه کوي.

تيره ورځ په خپل يو بيان کې جاويد اقبال دعوه کړې وه چې د کال ٢٠١٨ نه کال ٢٠٢٠ پورې داحتساب ادارې د درغله کسانو نه نه لوټلى شوې ٥٠٢ میلينه روپۍ بيرته قامي خزانه کې جمع کړې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG