لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: په رحيم يار خان کې قهرجنو خلکو د هندوانو په مندر بريد کړی


د پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې ګڼ قهرجن خلک ورغلي د هندوانو په مندر يې بريد کړی مندر ته يې زیان رسولی دی.

د رحیم يار خان د بونګ په علاقه کې چې خلکو په مندر بريد کړی د دغه بريد ویډيو په ټولنيزو رسنیو خپره کړی شوې ده.

په ويډيو کې ليدل کيږي ګڼ خلک په مندر ورغلي په مندر کې د ګټو/ ډبرو ګوزارونه کوي، د ډنډو ګوزارونه کوي او هر څه ماتوي.

د هندو ټولنې سره تعلق لرونکي فعال کپل دېو په ټويټر دغه ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي،

ايا تاسو په ازاده کولی شې چې مندر ته لاړ شئ؟ وګورئ په رڼا ورځ په مندر باندې بريد شوی. د هندوانو دپاره بله بده ورځ ده چې د رحیم يار خان په بونګ کې خلکو په مندر بريد کړی او په فېس بک يې دغه ويډيو نېغ په نېغه خپره کړې ده.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د پوليسو يو افسر اصف رضا ویلي په مندر د بريد نه وړاندې خلکو سړک بند کړی وو.

پولیس افسر ويلي ځايي خلکو سړک وروسته له هغې بند کړی چې يو اته کلن هندو هلک د مدرسې سپکاوی کړی هلته يې متيازې کړې وې هغه بيا نيول شوی او پرضد يې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړی شوې وه خو دغه ماشوم هلک بيا عدالت په ضمانت خوشی کړی وو.

د پاکستان هندو کونسل مشر ډاکټر رمېش کمار ویلي په رحيم يار خان کې چې په مندر بريد شوی هلته په 24 د هندو هلک يوه پېښه شوې او بيا دوه ورځې وروسته دغه شخړه ختمه شوې وه.

هغه ویلي پرون بيا تن بيا پوسټ کړی پولیس دغه تن غوښتی او ويډيو يې پرې لرې کړې خو بيا خلک راټول شوي د سي پېک سړک يې بند کړی او بيا د 50 کسان ماښام راټول شوي او بيا خلک نور سېوا شوي وو.

هغه زياته کړې د لوړ پوړو چارواکو سره يې رابطه کړې او بيا پوليس راغلي چې حالات قابو کړي خو پولیسو حالات نه وو قابو کړي او بیا رېنجرز ځواک راغوښتل شوی او هغوی حالات سمبال کړي دي.

نوموړي د پاکستان د سپريم کورټ د مشر قاضي نه د پېښې د پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د وزیراعظم مشاور شهبازګِل په ټویټر ویلي دا افسوسناکه پېښه شوې وزيراعظم د پېښې خبر اخستی او ضلعې انتظاميې ته يې لارښوونه کړې چې د پېښې پلټنې وکړي او په پېښه کې ککړو کسانو ته سزا ورکړی شي.

هغه ويلي د پاکستان ايين لږکيو ته په خپلو مذهبي ځايونو کې د عبادت کولو د ازادۍ ضمانت ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG