لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د امریکې او برتانیې سفارتونو خپلو وګړو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د خرابو امنیتي حالاتو له کبله په کابل کې د امریکې او برتانیې سفارتونو له خپلو وګړو په ټینګار سره غوښتي چې سمدستي له دې هېواده په تجارتي الوتکو کې ووځي.

په کابل کې د دغو دواړو هېوادونو سفارتونو نن د اګست په اوومه په خپلو بیانونو کې لیکلي چې د افغانستان حالات په خرابېدو دي او ترهګر کولای شي پر دوی بریدونه وکړي.

طالبانو او افغان حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو طالبانو تر دې مخکې له هېواده د بهرنیو ځواکونو او د دوی د هر ډول کارکوونکو د وتلو د اعلان هرکلی کړی وو.

د امریکې د سفارت په بیان کې خپلو وګړو ته ویلي، د جون د میاشتې هغه خبرداری لا هم پر ځای دی چې وایي د جرمونو، ترهګرۍ، ټولنیزې ناارامۍ، تښتونو، جګړې او کورونا وایرس له کبله دې افغانستان ته سفر نه کوي.

د برتانیې سفارت پر خپله ویبپاڼه په افغانستان کې موجودو برتانویانو ته ویلي، په بیړه دې د تجارتي الوتکو په وسیله دا هېواد پرېږدي او دې ته دې انتظار نه کوي چې د خارجه وزارت په مرسته له دې هېواده و ایستل شي.

د برتانیې سفارت خپلو وګړو ته ویلي چې په افغانستان کې هغه هوټلونه او مېلمستونونه چې بهرني وګړي او افغان حکومت ورڅخه کار اخلي هره ورځ له خطر سره مخ دي او دوی دې پکې د شپې لپاره نه پاته کېږي.

د امریکې او برتانیې سفارتونو دا اعلانونه په داسې وخت کې کړي چې طالبانو د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د دې هېواد د نیمایي ولسوالیو تر نیولو وروسته اوس د نیمروز او جوزجان ولایتونو د مرکزونو د نیولو دعوې کوي.

بل لور ته افغان ځواکونو تر یوې اوونۍ د زیاتې جګړې په نتیجه کې له طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د بیرته نیولو دعوه کړې او وایي په هوایي بریدونو کې یې لسګونه طالبان وژلي دي.

په کابل کې د امریکې سفارت د شنبې- خالي په ورځ په یو جلا بیان کې پر ښارونو د طالبانو بریدونه غندلي او له هغوی یې غوښتي چې جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي. سفارت وایي‌ طالبان د خلکو خیرښېګړې او حقونو ته پام نه کوي او په دې هېواد کې بشري ناورین زیاتوي:

"د طالبانو دغه بریدونه چې په زور خپل واک تر لاسه کوي د منلو وړ نه دي او د دوی د هغو دعوو خلاف دي چې وایي په دوحه کې د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي".

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز وویل، چې په دې هېواد کې جګړه خونړي پړاو ته داخله شوې او وایي یواځې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په تېرو لسو ورځو کې 104 عام خلک وژل شوي دي.

د افغانستان پر جنوب لوېدیځ ولایت نیمروز د طالبانو بریدونو او وروسته د مرکز زرنج نیولو د دې ولایت زرګونه خلک مجبوره کړل چې څنګلوري هېواد ایران ته واوړي خو ایراني سرحدي عسکرو هغوی ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG