لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکو د جوزجان د سقوط خبر منلی او په ګڼو نورو ولایتونو کې یې طالبان په شا تمبولي


د جوزجان د والي مرستیال ویلي، طالبانو د دغه ولایت مرکز شبرغان نیولی دی.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه امریکا غږ ته ویلي، چې ټول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ښار څخه وتلي او ښار اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.

د جوزجان د ولایتي شورا ریس بابر ایشچي هم ویلي، چې اوس مهال ټولې دولتي ادارې د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې دي.

دې ته ورته له نیمروز ولایت څخه هم د جګړې راپورونه راغلي، خو افغان امنیتي ځواکونه وايي، چې طالبانو ته یې سخته ماتې ورکړې او په لسګونو مړي یې د جګړې په ډګر پاتې دي.

بل پلو افغان چارواکو ویلي، طالبانو په کندز او فیض اباد ښارونو باندې بریدونه کړي خو د افغان ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي.‌

د طلوع نیوز د خبر له مخې، افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په شمال کې په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې له طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي.

په کندز کې د عامې روغتیا ریاست ویلي،‌ چې د کندز له جګړې څخه ورته د جمعې د ماښام راهیسې د یولسو ملکي وګړو مړي او ۳۹ ټپیان رسېدلې دي.

د کندز اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې په ښار کې سخته جګړه روانه ده او ټول خلک بې ځایه شوي دي.‌

د افغان ځواکونو یو قومندان حاجي محمد ویلي، طالبانو غوښتل چې د ښار زاخېل او خاکاني سیمې ونیسي خو د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.

د کندز مرستیال والي نجیب الله عمرخېل وویل، د طالبانو جګړه په شا تمبول شوې او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بدخشان کې پولیسو ویلي، طالبان په سرښار فیض اباد باندې برید وکړ چې افغان ځواکونو په شا وتمبول شول.

د بدخشان والي عبدالبصیر صمیم ویلي، "د طالبانو ۴۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور یې ژوبل شوي دی."

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره، په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې څومره ژر چې ممکن وي په سوداګریزو یا کمرشل الوتکو کې له دغه هېواد څخه وځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG