پاکستان له خپله اړخه د چمن پولې د پرانیستلو اعلان وکړ او د پولې خلاص ساتلو لپاره کاري ساعتونه یې زیات کړل. د چمن مرستیال کمیشنر جمعداد خان مندوخېل وایي د چمن پوله افغان طالبانو بنده کړې، که هغوی غواړي پوله خلاصه کړي د دوی له خوا هیڅ خنډ نه شته خو وایي افغان تذکره او پاکستانی شناختي کارډ به لازمي وي.
افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. دغه پوله پینځه ورځې وړاندې د افغان طالبانو له خوا په دې خاطر تړل شوې وه، د دوی غوښتنه دا وه چې له پاکستان سره د پولې د پرانیستلو موده دې وغزول شي. تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال نعمت الله سرحدي په رپوټ کې: