لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزیرستان چلغوزي پخ شوي خو دپرېکولو اجازه یې نه ورکړل کیږي


د شمالي وزیرستان دچلغوزو ځنګلونه پاخه شوي خو د علاقې خلک وايي باوجود ددې چې چلغوزي یې د ټول کال د ګټې يوازینۍ لار ده خو دوئ ته اجازه نه ورکړل کیږي چې دغه فصل واخلي او د اربونو روپې تاوان سره مخ کیږي.

دشمالي وزيرستان ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې هم د اربونو روپو دامدن چلغوزي پېدا کېږي.

دغه دچلغوزو ځنګلونه د افغان پولې سره نزدې د شمالي وزیرستان دته خیل او شوال تحصیلونو کې موفیعت لري.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو په ضد دضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل شوي وؤ چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي کډو کولو ته اړ شوي وو.

که څه هم د شمالي وزيرستان د زياتو برخو خلک بيرته خپلو علاقو ته ستانه شوي خو شوال او دته خیل تحصیلونو ته لا بيرته خلک نه دي تللي.

شیر بهادر وویل دتیرو اوؤ کالو نه بې کوره دي،دکډولو په نوملړ کې نه دي شامل او د بنو په دایمي پل سیمه کې په خیمو کې ژوند کوي.

هغه وویل په دې کډوالۍ کې دکور ضرورتونو پوره کولو لپاره ټول کال په پور شیان اخلي په دې هیله چې بیا به دچلغوزو په پیسو دا پورونه پرې کوي.

هغه وویل د لکونو روپو فصل لري اوس یې وخت دی، فصل پوخ شوی او که اجازه نه ورکړل کیږی بیا به دا فصل خراب شي او د دوئ مشکلات به نور سیوا کړي.

د چلغوزو د سوداګرو د اتحادیې مشر لایر خان وویل په شمالي وزیرستان کې هر کال نزدې اتیا زره منه چلغوزه پیدا کیږي چې یو من د دوؤ لکو روپو نه زیاته بیعه لري.

هغه وویل چلغوزي نه یوازې ددې ځائ خلکو د معاش مهمه سرچینه ده بلکه دا بهر ملکونو چین او اروپا ته هم لیږل کیږي چې ورسره ملکي معیشت ته ګټه رسي.

هغه وویل دوئ د بهر ملکونو سره د وړاندې نه لاس لیکونه کړي چې په خپل وخت هغه مقرر چلغوزي ونه رسي بیا پرې جرمانې لګول کیږی چې د ملک په اقتصاد بدې اغیزې کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي دا علاقې د پوځ په واک کې دي په دې اړوند یې خبر کړي دي خو لا څه ځواب نه دی ویل شوی.

خو په سیمه کې د امنتي چارواکو یوه مشر د نوم نه اخستو په شرط وویل دا علاقې لا پوره نه دي پاکې کړی شوي د کليرنس يا د پاکوالي عمليات پکې روان دي او دتيرې څه مودې نه پکې د پولې پورې غاړې نه هم بریدونه سیوا شوي دي.

هغه وویل تیر کال هم دوئ ته اجازه ورکړل شوې وه سږ کال هم په هغه طریقه کار عمل روان دی. او هفته نیمه کې به اجازه ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG