لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سدګي قام دچلغوزو دفصل پرېکولو داجازت نه ورکړل کیدو په ضد احتجاج پیل کړو


د شمالي وزیرستان سدګی قوم دچلغوزو دفصل مالکانو د میرانشاه پریس کلب مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی اؤ وایي دوئ ته دچلغوزو دفصل پریکولو اجازه نه ورکړل کیږي.

خو انتظامیه وايي د اجازې عمل پیل شوی او ځینې قبیلو ته اجازه ورکړل شوې او نورې قبیلې دې خپل وخت پورې انتظار وکړي.

د سدګي قبیلې یوه مشره ګل بت خان وویل چې زیات چلغوزي د دوئ په سیمه کې پیدا کیږي خو دوئ ته اجازه نه ورکول کیږي چې دچلغوزو پخ شوی فصل واخلي.

هغه زیاته کړه دوئ احتجاجي پرلت پیل کړی د انتظامیه چارواکي دوئ سره خبرو کولو ته رارسیدلي دي خو له دوئ څخه وخت غوښتل کیږي. چې دا ستونزه به زر هواره کړي.

هغه وویل ضرب عضب عملیاتو کې ځپل شوي تر اوسه د بې کورۍ ژوند سره مخامخ دي او په دې کډوالۍ کې دچلغوزو فصل د دوئ د معاش یوازینۍ سرچینې ده. چې په دې کډوالې کې پرې خپل مشکلات را کم کړي.

وي او ډیوه ته ګل بت خان وویل دچلغوزو فصل پخ شوی دی او چې څومره نا وخته کیږي دا تاوان کوي او فصل ضایع کوي.

نوموړي زیاته کړه د دوئ یوه غوښتنه ده چې د چلغوزې فصل اخستو لپاره دې علاقې ته پریښودل شي او که دغه غوښته دلته نه منل کیږي بیا به دوئ د صوبې مرکز پېښور ته لاریون کوي او هلته به احتجاج ته پاخه کیښني.

د چلغوزې کاروبار کونکي او حکومتي چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې نزدې یو لک نه یو نیم لک منه چلغوزي په قدرتي کچه پیدا کیږي او دا نه یوازې د ځایي خلکو بلکې په ملکي کچه د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده چې ملک ته په کروړونو ډالر راوړي.

دحکومتي او پوځي چارواکو په خبره په علاقه کې حالات اوس هم ښه نه دي او عملیات پکې روان دي چې له وجې یې ځايي خلک د بې کورۍ ژوند سره مخ دي او د چلغوزو دفصل په ټولولو کې دا لویې خنډ دی.

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دیو پلان لاندې خلکو ته دفصل اخستو اجازه ورکړل کیږي.

هغه وویل پوځ سره رابطه کې دی چې کومې علاقې دوئ ته پوځ په ګوته کوي هلته دفصل اخستو اجازه ورکړل کیږي او دا عمل روان دی ،او اوونۍ نیمه کې به سدګي قوم ته هم اجازه ورکړی شي.

د چلغوزو کاروبار کوونکی لایر خان وايي د ضرب عضب عملیاتو وروسته د چلغوزې کاروبار نیم په نیمه کم شوی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه زیاته کړې دوئ دا چلغوزه منځني ختیز، اروپا او چین ته وړي خو که په وخت ونه رسي بیا پرې جرمانې لګي بل چې دافغانستان چلغوزي راشي هغه مارکیټ ته زر رسي نو بیا بیعه ورسره ټیټه شي .

هغه وویل یو من چلغوزي نزدې 1500 ډالر بیعه لري.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د وسله والو په ضد ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل شوي چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي کډه شوي وو.

پاکستاني چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړی شوې دي او په سیمه کې یې امنیت پرځای کړی دی.

خو دشوال اوسېدونکي اوس هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، د کډوالۍ ژوند تېروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG