لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رایټرز: د کابل په چاودنه کې د نورو کسانو تر څنګ 12 امریکایي وګړي وژل شوي


واشنګټن ـــ پېنټاګان تایید کړه چې د کابل په نننۍ چاودنه کې امریکایي پوځیان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي مګر د دوی د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی ویلی، خو رایټرز خبري ایجنسۍ د دوو امریکایي چارواکو له خولې وایي چې 12 امریکایي وګړي وژل شوي دي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي په خپله تازه خو لنډ بیان کې ویلي "موږ تاییدوو چې په کابل کې نن د ترهګرۍ په برید کې د امریکایي‌ میشن یو شمېر غړي هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي چې درملنه یې روانه ده".

نن مازیګر د افغانستان په پایتخت کابل کې له هوایي ډګره سره یو په بل پسې دوې چاودنې شوې دي چې د عیني شاهدانو په وینا لسګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، د حملې ذمه واري لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

رایټرز خبري ایجنسۍ د یو طالب چارواکي له خولې لیکلي چې په چاودنه کې لږ تر لږه 13 تنه وژل شوي او تر دېرشو زیات ټپیان شوي دي، چې وایي په مړیو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

طالب چارواکي رایټرز ته ویلي چې په چاودنه کې طالب وسلوالو ساتونکو او بهرنیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکې دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي لومړۍ چاودنه له هوایي ډګر دباندې شوې او بله هم هغه ته نیژدې شوې چې وایي امریکایي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. کربي پر ټویټر لیکلي:

"موږ تاییدولای شو چې له ابې دروازې سره د ترهګرۍ په برید کې یو شمېر امریکایانو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . موږ بارن هوټل ته نیژدې لږ تر لږه یوه بله چاودنه هم تاییدوو".

د دویمې چاودنې په اړه لا تر اوسه نور معلومات مخې ته نه دي راغلې. د دغو چاودنو ذمه واري هم لا تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې. له کله چې طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی دا لومړۍ چاودنې دي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د کابل نننۍ چاودنه په کلکه غندلې او دا یې وحشیانه ترهګر برید بللی دی. ښاغلي سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي:

"څومره ژر چې کېدای شي زموږ لومړیتوب باید په خوندي توګه د ډېرو خلکو را ایستل وي".

طالبانو هم دا چاودنه په کلکه غندلې ده. د دې ډلې د قطر دفتر یو ویاند سهېل شاهین پر ټویټر لیکلي، دا چاودنه په هغه سیمه کې شوې چې د امنیت ذمه واري یې د امریکایي ځواکونو په لاس کې ده. سهېل شاهین لیکلي:

"اسلامي امارت د خپلو خلکو امنيت او ساتنې ته کلک متوجه دی، د شر غوښتونکو کړيو مخه به په کلکه سره ونيول شي".

له کابل هوایي ډګر دباندې او دننه زرګونو کسان چې بهرنیان هم پکې شامل دي له تېرو څه دپاسه یوې اوونۍ راهیسې انتظار کوي او غواړي چې له خپل هېواده ووځي. امریکایي پوځیانو د دغو خلکو امنیت ساته.

پرون د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن خبرداری ورکړی وو، چې کېدای شي داعش ډله پر کابل هوایي ډګر برید وکړي ځکه یې له خپلو خلکو غوښتي وو چې هوایي ډګر ته دې نه ورځي.

نور معلومات وروسته...

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG