لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې اؤ غربي هیوادونو سره دپاکستان دښو اړېکو دار ومدار به دافغانستان په راتلونکي وي،څېړونکي وایي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي دطالبانو لخوا د ټول شموله حکومت د جوړښت، دبشري حقونو د ساتنې او د خپلې خاورې د بل کوم هېواد پرضد د نه کارولو د ژمنو وروسته باید چې نړۍ د طالبانو په خوله اعتبار وکړي او د افغان حکومت سره مرستو ته تیاره شي.

څېړونکي وايي دپاکستان د امریکا او غربي هېوادونو سره د ښو اړیکو دارومدار د افغانستان په راتلونکي دی او دوئ نه ګڼي چې اوس نړۍ د پاکستان د مشرانو په تشو بېانونو باور وکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړښت لپاره د طالبانو هڅې روانې دي خو په دغه هېواد کې هره ورځ بدلېدونکي صورتحال د نړۍ په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم په يو ازمېښت کې اچولې دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرله پسې په نړيواله ټولنه ټينګار کوي چې نړۍ د افغان حکومت سره مرستې وکړي.

پرون د زيارت په ورځ اسلام اباد کې يوې غونډې ته وزیر اعظم عمران خان د افغانستان په اوسني صورتحال وویل، د پاکستان بهرنۍ پاليسي اوس دا ده چې په امن کې به شراکت دار وي او د چا په جنګ کې به شراکت نه کوي.

نوموړي وویل، طالبانو ویلي چې ټول اړخونه به حکومت کې شاملوؤ او دا ښه خبره ده، د دوحې په خبرو کې هم دا غوښتنه کېده.

په افغانستان کې روان وضعیت او د هلته نه د بهر ملکي ځواکونو وتل د غريبې نړۍ هېوادونه هم په تشويش اخته کړي او د پاکستان سرکاري رېډيو په يو خبر کې وايي چې د برطانيې د خفيه ادارې مشر رچرډ مور نن د جمعې په ورځ د پنډۍ په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې د پاکستان دپوځ دمشر جنرل قمر جاويد باجوه سره لیدل کتل کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه وايي پاکستان د افغانستان د شخړې په هواري کې د افغانستان سره هر ممکن همکارۍ ته تېار دی.

د پاکستان د سرکاري رېډيو ترمخه دواړو مشرانو د خپل منځي عسکري اړيکو ترڅنګ د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تناظر کې په مخې ته راتلونکي وضعیت هم خبرې کړي دي.

څېړونکي وايي دکابل د امنيتي چارو واک حقاني شبکې ته سپارل او د افغان طالبانو په اړه د پاکستان د مشرانو تش بیانونه به نړۍ نور ونه مني.

دپېښور پوهنتون دنړیوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي د امريکا او غربي نړۍ سره دپاکستان د ښو اړیکو دارومدار اوس د افغانستان په مسقبل دی.

هغه وايي نړۍ به اوس دې ته ګوري چي د افغانستان په معامله کې د پاکستان رښتونې ونډه څه ده او کتل به دا وي چې ایا پاکستان په افغانستان کې داسې حکومت خو نه جوړول غواړي چې پکې يوازې د پاکستان دفاعي او سياسي ګټې خوندي وي بلکې نړۍ داسې حکومت غواړي چې په حقیقت کې د ټولو افغانانو استازیتوب ولري. او نړۍ ته هم د منلو وړ وي

نوموړی زیاتوي که داسې حکومت جوړ شو چې ټول شموله او پراخه وي نو بیا پکې د پاکستان خیر دی خو که چېرې داسې حکومت جوړ نه شو نو بیا به نړۍ ته پاکستان خپل هدف جوړول اسان شي.

پاکستان په سفارتي کچه هم د افغانستان په حواله د افغانستان د ګاوندي هېوادونو سره سلا مشورې پېل کړي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم د تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او ايران سفرونه کړي.

پاکستان وايي په افغانستان کې جوړېدونکی حکومت به د ګاونډي او نړیوالو هېوادونو سره د سلا مشورې وروسته په رسميت پېژني.

اخوا ډان ورځپاڼې په يو خبر کې د مقامي سرچینو له قوله ویلي چې د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې انتظاميې د افغانستان نه د بهرملکي ځواکونو د انخلا وروسته د راتلونکو بهر ملکي سفيرانو او نورو وګړو د لنډ مهاله استوګنې لپاره د پایه تخت دټولو هوټلونو واک پخپلو لاسونو کې اخستی دی.

ورځپاڼې ليکلي چې د اسلام اباد د هوټلونو بهر د امنیت تدابیر لا نور سخت کړی شوي دي او پولیسو او نیم پوځي سرتیرو ته هم د چمتو اوسېدو غږ شوی.

اخبار وايي، چې په راتلونکو څو اوونیو کې دافغانستان څخه د غیر ملکي سفيرانو، مشنونو د غړو په ګډون د زرګونو په شمېره کې د صحافيانو اسلام اباد ته تګ امکان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG