لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ښځو دکېدونکو تېریو په اړه دعمران خان نوي بیان بیا دخلکو غصه راپارولې ده


فرزانه باري وایي دلته په ښځو د زیاتي پرضد قوانین شته ، خو سزا چاته نه ورکول کیږي او د تورن پر ځائ د هر څه ذمه واره ښځه ګرځول کیږي-

د روان اګست د میاشتې په ۱۴مه نیټه د لاهور مینار پاکستان ته نزدې ښځینه ټک ټاکرې عائشه اکرم باندې په سوو خلکو برید کړی ؤ او جامې یې ورشلولې وې-

خو دمیا توصیف په نوم یو تن دلاهور هایکورټ څخه خواست کړی چې دمینار پاکستان د پیښې وروسته د ټک ټاک جوړونکې عائشه په ضد دې کاروایي وکړی شي ځکه چې ټولنیزو رسنیو کې مخې ته د راغلو ویډیوګانو تر مخه عائشه اکرم خپل فالورز یا مینه وال مینار پاکستان ته وربللي او پر ځان یې برید ته پارولي وؤ.

درخواست کې ویل شوي چې ددغه پیښې څخه په نړۍ کې د پاکستان بدنامي شوې ده-

خو ټيک ټاکرې عائشه اکرام بیا پخپله یوه ویډيو کې دا دعوې دروغ بللي چې ګنې هغې خپل مینه وال مینار پاکستان ته وربللي وؤ اؤ پوښتنه یې کړې که چرې هغې خپل مینه وال دغلته وربللي هم وؤ نو ایا غوښتنه یې ترې کړې وه چې په هغې برید وکړي؟

د څیړونکو وینا ده چې د ښځو په اړه به د ټولنې په فکر کې بدلون راوستل وي-

د بشرې حقونو کارمنده فرزانه باري وایي تر څو چې مونږ دا یوازې پیښې ګڼو، حالات نه شې بدلیدلی مونږ ته به په دې خبره څان پوهول وي چې په پاکستان کې دغه شان پیښې چې پرله پسې کیږې دا د طاقت څرګندولو یو داسې ویروونکی فکر دی چې ذمه وار یې ریاست خپله هم دی-

فرزانه باري وایي دلته په ښځو د زیاتي پرضد قوانین شته ، خو سزا چاته نه ورکول کیږي او د تورن پر ځائ د هر څه ذمه واره ښځه ګرځول کیږي-

په دغه ښځینه ټیک ټاکرې د برید وروسته وفاقې کابینې پریکړه کړې چې د یوې کمیټې په جوړولو سره لویې بحث پیل کړي چې په راتلونکې کې ددغه رنګه پیښو مخنیوی وکړی شي-

وزیراعظم عمران خان تیره ورځ یوې غونډې ته د وینا په مهال ویلي وؤ چې دا پیښه خواشینونکې وه او دا ډول پیښې زموږ د کلتور او مذهب برخه نه ده-

خو هغه دا هم ویلي وؤ چې د موبايل فون غلط استعمال له امله جنسي جرمونه مخ په زیاتیدو دي-

ددې څخه وړاندې تیره میاشت یو بهرملکې خبرې اژانس سره مرکه کې وزیراعظم عمران خان دجنسي تیریو پېښو کې د زیاتوالي لامل دښځو لنډې جامې ګرځولې وې-

وزیراعظم که څه هم وروسته خپل دغه بیان رد کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې ښځې هر رنګه جامې واچوي خو د جنسې تیري کوونکی مجرم دی-

د وزیراعظم دغه وروستیو څرګندونو خلک سخت غصه کړي او د ټولنیزه رسنیو فعالینو تحفظات څرګند کړي چې وزیراعظم د اصل مجریمینو ذمه واره ګرځولو پر ځائ د جنسي تیریو سبب یوځل بیا نور څه ښایي-

یو فعال فرحان پوښتنه راولاړه کړې چې ایا موبایل یوازې پاکستاني ټولنه خرابوي نوره نړۍ د ې څخه بچ ده؟

یو بل ټولنیز فعال لیکې که چرې داسې ده نو پکار ده چې ټوله ټیکنالوژې ذمه واره وګرځوؤ.

ردا جعفرې په پسخند لیکي کله د ښځو جامې، کله موبایل فون او کله روبوټ ، وزیراعظم به هر څه ذمه واره وګرځوي خو د جنسې تیریو اصل ‌ذمه واره نارینه باندې به یې سترګې پټې وي-

د هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان په شمول دبشري حقونو دځېنو نورو ادارو له اړخه د راغونډو شوو شمیرو تر مخه په هیواد کې هره ورځ قابو یوولس د جنسې تیریو پیښې رامختې ته کیږي او مزکنۍ شمیرې د دغه راپور شوو شمیرو څخه څو چنده زیاتې دې ولې چې په لویې شمیر پیښې د سره رپورټ کیږې هم نه-

د دغه شمیرو تر مخه تیرو دشپږو کالو راهسې ۲۲ زره د جنسې تیریو پیښې راپور شوي خو پکې یوازې ۷۷ کسانو ته سزا ورکړی شوې ده

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG