لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زیارت دپېښې په ضد دبلوچستان پښتون میشتو سیمو کې کاربندیز شوی


د بلوجستان دزیارت سیمې د لیویز د چارواکو د وژنې پر ضد نن د شنبې په ورځ د بلوچستان په ټولو پښتون میشتو سیمو کې کاربندیز شوی دی۔

دبلوچستان ټولو سیاسي او مذھبي ګوندونو او د تجارانو تنظیمونو داحتجاجي پرلت دکمیټې لخوا دکاربندیز دشوي اعلان ملاتړ‎ کړ‎ی اؤ نن په ټولو پښتني سيمو کې ټول بازارونه اؤ کاروباري مارکیټونه تړل شوي وؤ.

د انجمن تاجرانو په نامه د تنظيم جنرل سېکرټري عمران خان ترين وي او اې ډيوه ته وويل"د زيارت د مانګي ډيم سیمه کې چې کومه پېښه شوې وه اؤ زموږ د ليويز درې ځوانان پکې شهيدان شوي وو، نو په هغه هکله چې د دهرنې کومې مطالبې وې په هغه اړه نن په توله جنوبي پښتونخوا کې هړتال دی"

دعمران ترین له مخې سبا یکشنبه یا اتوار به پر لويو لارو پايه جام هړتال وي "تر څو چې غوښتنې نه وي منل شوې موږ د آل پارټيز او د نواب اياز خان جوګيزي چې کومه فيصله وه د انجمن په حيث د هغې کلک ملا ټر کوو"

په عین حال کې کوټه کې د پوليسو له لوري د پښتنو زده کونکو دسازمان پي ايس ايف تر اتلسو پورې غړي نيول شوي او د قايد اباد په تاڼه کې بند کړی شوي دي،

د تاڼې مرستيال مشر نويد وايي نيول شوو ځوانانو په ښار کې د خلکو دوکانونه په زوره بندول ځکه يې نيولي دي۔

ډيوه ته هغه په دې اړه وویل"له ميشن روډ او علمدار روډ څخه مو داکسان نيولي دي ، د اتلسو تنو نومونه مو ليکلي دي اوس چې د لوړ پوړو چارواکو کوم حکم وي هغه به منل کېږي، ګوره په زوره خو څوک د چا دوکانونه نشي بندولاي"

خو د عوامي نېنشل ګوند او پي ايس ايف غړي د پوليسو تورونه ردوي ,

د عوامي نېشنل ګوند ځوان غړي عبدالقدوس مندوخېل وي او اې ډيوه ته وويل"دا ناحقه ګرفتاري ده، په دې وجه يې ونيول چې موږ ته په دې رياست کې پر خپلو مړو باندې د احتجاج حق هم نشته،موږ ته د خپلي غم راضۍ حق هم نشته،چې موږ خپل اولس ته دا خبره ورسوو چې له موږ سره دا ظلم شوی دی،په دې کې ټول ښار زموږ ملګری دی، قطعا زموږ ملګرو نه چا ته لاس اچولی دی او نه يې له چا سره بد تميزي کړې ده"

بل لوري ته د ژوب کوټې پر لوی سړ‎ک زیارت کراس باندې نن لسمه ورځ ھم احتجاجي پرلت روان دی۔

د لیویز د وژل شوو درېوؤ چارواکو مړ‎ي د احتجاج په توګه په پرلت کې لا ھم پراته دي۔

د وژل شوو د کورنیو غړي او پرلت کونکي وايي چې تر هغه مړي نه ښخوي تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې۔

احتجاج کونکي له ضلع زیارت او ھرنایي څخه د ایف سي ځواک د بیرته ایستلو غوښتنه کوي،

د پرلت د کمېټۍ مشر نواب اياز جوګيزی وایي که غوښتنه یې ونه منل شي خپل احتجاج نور غځوي,

"زموږ دا احتجاج روان دی، هغه کورنۍ چي د چا بچي شهيدان شوي دي هغه دېر په کلکه او ټينګه ولاړ دي، هغه دا وايي چې تر دې ايمبولنسونو چينجي هم را ووځي موږ د خپلو بچو جنازې وړلو ته تيار نه يو تر څو زموږ له وطنه دا تکليف ليري شوی نه وي"۔

د پرلت د کمېټۍ او د حکومتي وزيرانو او چارواکو تر ميان څو ناستې هم شوي خو لا هم کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي،

د احتجاج کونکو د غوښتنو په اړه دبلوچستان ګورنر ظھور آغا تيره ورځ وي او اې ډیوہ ته وويل که له یادو سیمو ایف سي ځواک وویستل شي دا ویرہ شته چې بیا به په دې سیمو کې حالات نور ھم خراب شي.

دګورنر په خبره "چې دا ايف سي ليرې کړې نو په دې سيمو کې خو ددې خلکو(اورپکو) وجود شته، د بي ايل ای او د نوﺭو ډلو په شدت سرہ وجود شته، ﺯه نه پوهېږم چې څوک به دا څنګه کنټرولوي دا خو د عامو خلکو کاﺭ ندی".

د اګست پر شپږ‎ویشتمه د زیارت په مانګي ډیم سیمه کې بمي برید د لیویز ځواک درې چارواکي وژلي او درې ټپیان کړ‎ي وو۔

د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې (بي ایل اې) منلې وہ۔

حکومت وايي چې د وژل شوو و کورنيو ته به ضرور انصاف ورکول کېږي او د هغوی له کورنيو سره به مالي مرستې هم کېږي خو د وژل شوو د کورنيو غړي له حکومت څخه د ايف سي ځواک د ليري کولو پر غوښتنه ټينګار کوي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG