لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي:که پاکستاني طالبان وسله وغورځوي حکومت ورته په عامه بخښنه غور کولی شي


د پاکستان صدر عارف علوي وايي دپاکستاني طالبانو ډله اوس هم د هېواد امنيت ته يو ګواښ دی خو زياتوي که چرې ددغې ډلې مربوط هغه کسان چې مجرمانه هلوځلو کې ککړ نه وي وسله وغوځوي او د هېواد دستور ومني نو حکومت هغوؽ ته په عامه بخښنه غور کولی شي.

دجمعې په ورځ د ډان ټى وي چېنل سره مرکه کې ښاغلي عارف علوي ویلي په هېواد کې د امن پرځاؽ کولو هم دا يوه غوره لار ده.

څېړونکي وايي حکومت هله دتحريک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ته عامه معافي ورکولی شي چې دپارليمان او دټي ټي پي د لاسه د اغېزمنو شوٶ خلکو سلا پکې شامله وي.

د ډان ټي وي چېنل سره مرکه کې د صدر عارف علوي وینا وه چې لاقانونه تحریک طالبان پاکستان اوس هم د هېواد امنیت ته يو لوى ګواښ دی.

دی وايي دافغان طالبانو دلاندې کچې د مشرانو لخوا دا خبره شوې چې هغوئ به ټي ټي پي ته وايي چې په افغانستان کې استوګنه کولی شي خو د پاکستان پرضد به فعالیتونه نه کوي.

صدر عارف علوي وايي، داسې خلک چې په مجرمانه هلوځلو کې ککړ نه وي پاتې شوي او د تحريک طالبان پاکستان خپله نظريه پرېږدي، ټوپک کېږدي او د هېواد اساسي قانون ومني نو حکومت هغوئ ته په عامې بخښنې کولو غور کولی شي.

د پاکستان د صدر دې څرګندونو ته دتحريک طالبان پاکستان له لوري کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

لاقانونه ډله تحریک طالبان پاکستان د کلونو راهيسې پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او عامو وګړو پرضد ترهګرو فعالیتونو کې ښکېل پاتې شوې ده او راپورونه وايي چې دا ډله د نړیوالې ترهګرې شبکې القاعده سره هم نزدې اړيکې لري.

تحريک طالبان پاکستان په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد پړه هم په غاړه اخیستې وه. په دغه خونړي برید کې د ماشومانو او استاذانو په ګډون د150نه زیات تنان په بې دردۍ وژل شوي وؤ.

هم ددغه برید وروسته په کال 2014 کې دپاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو پرضد دهیواد په قبایلي سیمو کې پراخه پوځي عملیات پیل کړي وؤ چې د پوځ د ادعا ترمخه پکې د ټي ټي پي دمنظمو بریدونو توان له منځه وړل شوی خو ددې باوجود اوس هم دا ډله پرله پسي په امنیتي ځواکونو درنې حملې کوي.

تېره اوونۍ دبلوچستان په سر ښار کوټه کې د اېف سي په چيک پوسته د بريد پړه یې په غاړه اخیستې وه. په دغه برید کې د اېف سي څلور عسکر وژل شوي وؤ.

د پېښور پوهنتون د شخړو د مطالعې د څانګې انسټیټیوټ اف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز پروفيسر جميل چترالي ډيوه ته وايي دامن لپاره به دا يو غوره ګام وي خو په دې کې به شرطونه د عوامو اعتماد وي. د پارليمان قرار داد به وي.

هغه وايي د عوامو لخـوا د بخښنې او داسې قانون سازۍ واک د پارليمان سره وي او د پارليمان لخوا چې هر کار وشي د هغې هرکلی پکار دی.

اخوا د هېواد په سياسي او امنيتي چارو نظر لرونکی څېړنکار ډاکتر سرفراز خان ډيوه ته وايي د پاکستان واکداران اکثر تندروه او لا قانونه ترهګرو ډلو ته د عامې بخښنې او پخلاینې خبرې کوي خو دوئ چيرې هم بلوڅانو او پښتنو لپاره د عامې معافۍ یا پخلاینې خبره نه کوي چې څوک خپل سياسي حقونه غواړي او ځپل شوي دي.

هغه وايي ترهګر او مذهبي تندلاري د پاکستان د رياست پېداوار دی او دوئ سره اړيکې لري او تل یې د خپلې خارجه تګلارې د ګټو لپاره د وسيلې په توګه استعمال کړي دي نو ځکه صدر هغوئ ته دعامې معافۍ ورکولو خبره ډیره په اسانه کوي.

دی وايي رياست اوس داسې ډلې قامي او سیاسې بهير ته راوستل غواړي چې په انتخاباتو کې یې دنورو سياسي ګوندونو د ووټ د تقسیمولو لپاره وکاروي.

پاکستان کي د امنیت يوې څېړنيز غير دولتي ادارې پاکستان انسټي ټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي راپور کې ویلي د روان کال د اګست په میاشت کې د کال 2016 وروسته په يوه مياشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زیات بریدونه شوي دي.
رپورټ کې ويل شوي چې د بد امنۍ تر ټولو زیاتې پېښې د خيبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي.

په دغو بریدونو کې 64 کسان وژل شوي چې پکې 34 عام وګړي او 22 امنیتي عسکر شامل دي.

په خيبر پښتونخوا کې د زياترو بریدونه پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده. او دا ډله دعوه کوي چې د اګست په میاشت کې یې 32 حملې کړي چې پکې د دوئ په وینا امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو ددې دعوؤ پخلې ازادې سرچينې نه کوي.

په دې وروستیو کې په کابل دطالبانو د قبضې وروسته د افغانستان په جېلونو کې بند د تحريک طالبان پاکستان د يو مشر مشرانو په ګډون په لوئ شمېر کې ترهګر خوشې کړی شوې وؤ.

د تحريک طالبان پاکستان ازاد شوي مشر ویلې وؤ چې دوئ به د پاکستان قبایلي سیمې ازادوي او هلته به شریعت نافذوي.

دلا قانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان زياتره غړي په افغانستان کې پټ دي او د پاکستان حکومت تور لګوي چې هغوئ د افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګر بریدونه کوي.

پاکستان بيا بيا د افغانستان په پوله د پاکستاني طالبانو په فعالیتونو اندېښنې ښایي او وایي دوئ د افغان طالبانو نه غواړي چې د تحريک طالبان پاکستان مخه ونیسي خو افغان طالبان دا د پاکستان مسله ګرځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG