لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر کې پر ماهي نیولو بندیز لګولی، لس زره ماهي نیوونکي له ستونځو سره مخ


کوټه ـــ د بلوچستان د ګوادرسمندر ماهيان نيوونکي وايي په سمندر کې د ماهيانو پر نيولو حکومت نيم بنديزلګولی، چې له امله يې شاوخوا لس زره ښکارکوونکي له ستونځو سره مخ دي.

د ګوادر د ماهيانود نيوونکو د تنظيم (ګوادر ماهي ګير اتحاد) مشرخدايداد وي او اې ډيوه ته وويل چې حکومت هره ورځ سهار له ۷ بجو څخه تر ۱۱ او بيا د ماشپښېن له ۳ څخه د ماښام تر ۷ پورې د دوی ماهي نيوونکي ښکار کولو ته نه پرېږدي.

د خدايداد واجو په خبره دغه بنديز په ګوادر کې د سي پېک پروژې برخه "ايکسپريس وې" باندې د پلونو جوړوونکو چيناياني کارمندانو د امنيت په موخه لګول شوی دی:

"که چېرې زموږ د روزګار لاره له دې وجهې محدوده کيږي چې دلته چينايي کمپنۍ کار کوي نوبيا زموږ بنيادي او انساني حقوق چيري دي؟ زموږ د پاکستاني شهريت حقوق چېرې دي؟ دا روزګار خو موږ ته زموږ مشرانو راکړی، که چېرې رياست موږ ته دا روزګار راکړی وای بيا به هم موږ پوهېدو، که چيري دوی زموږ د مشرانو راکړل شوی روزګار محدوده کوي نو دا بيا زياتی دی".

خدایداد زياتوي چې حکومتي چارواکي د امنيت په نامه دوی ته بېلا بېل خنډونه جوړوي، په کوم کې چې هر سهار امنيتي چارواکي د دوی شناختي کارډونه او نورو ضروري اسناد سمندر ته د تلو او راتلو په وخت ګوري او دوی تنګوي.

د خدایداد په خبره چې کله هم دوی د داسې خنډونو پر ضد احتجاج او يا هم د بلې کومې قانوني لارې په مرسته د خپل غږ پورته کولو کوښښ وکړي نو د دوی د غږ د بندولو هڅې کيږي:

"موږ وايو چې د ماهيانو نه وي معلومه کله له ورځي او کله ماښام راوځي او تاسو [مځکنی پوځ] ياست، تاسو د سمندر په حقله معلومات نه لرئ، موږ له زرګونو کالو راهيسې دغه کار کوو، که چېرې تاسو موږ داسې تنګوئ او زموږ د معيشت په لار کې خنډونه جوړوئ نو پکار وو چې حکومت موږ ته د دې پر ځای نور سهولتونه راکړي وای، خو په دغه ډول موږ نورهم دپسماندګۍ او معاشي بد حالۍ وخواته روان يو".

د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د بي اين په مېنګل ګوند د ګوادر غړي حمل کلمتي د ماهي نيوونکو او د ګوادر د ښاريانو د ورځنيو ستونځو په اړه تېره ورځ په ايالتي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت وويل، نور په خبرو ستړي شوي دي، د ګوادر د خلکو ژوند له ستونځو سره مخ دی، خو وايي چې څوک يې پوښتنه نه کوي او نه يې ږغ اورېدل کېږي.

حمل کلمتي وويل ګوادر د ګوادر د خلکو دی خو دګوادر د خلکو پر خپل تګ راتګ هم اختيار نه شته. وايي هلته د امنيت خوندي ساتلو په موخه جوړ کړل شوي چيک پوسټونو له وجهې د ګوادر زيات شمېر ماهي نيوونکو ته زياته ستونځې جوړې شوې دي:

"چې کله چينايان پر سړک کار کوي، ټوله علاقه وتړل شي، يو ماهی نيوونکی له خپل ځای څخه بيا حرکت نه شي کولای، دا د چينايانو ملک دی که زموږ ملک دی؟ ګوادر زموږ وطن دی، د بل چا نه دی".

د حمل کملتي د خبرو او پوښتنو په ځواب کې د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو وويل، دوی د ا مني چې په بلوچستان ايالت کې زياتره امنيتي څوکۍ تر ضرورت زياتې دي، چې له امله يې ځايي خلکو ته ستونځې پېښېږي:

"دا چېک پوسټونه نن نه دي لګول شوي، دا ډېر پخواني دي، موږ پر دې کار شروع کړی دی، موږهم دا محسوسه کړې ده، چې څومره چيک پوسټونه اوس په بلوچستان کې جوړ کړل شوي دي، دا تر ضرورت زيات دي".

بلخوا د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ اسپيکر قدوس بزنجو هم د ګوادر د خلکو د ستونځو او د هغوی د حل په اړه د ځانګړې کمېټۍ د جوړولو اعلان وکړ.

ياده دې وي چې په ګوادرسمندر کې پر ماهي نیوونکو ياد بنيديز وروسته له هغې لګول شوی چې تېره مياشت په ۲۱م اګست په ګوادر ښار کې د چينايي کارمندانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی وو، چې پکې څلور ځايي ماشومان وژل شوي او يو چينايي کارکوونکی ټپي شوی وو. د دې بريد زمه واري بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې "بي ايل اې" منلې وه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG