د انټرنيت د ازادۍ لپاره کار کوونکې امریکايي ادارې فريډم هاوس ویلي پاکستان په هغو هیوادونو کې يو دی چرته چې خلک د انټرنيت په برخه کې ازادي نه لري.
دفريډم هاوس ادارې په فهرست کې د انټرنيت په حوالې سره تر ټولو زیاتې خپلواکۍ لرونکيو هېوادونو کې ایس لېنډ تر ټولو مخکې دی خو د انټرنيت په برخه کې د ازادۍ نه لرونکيو هېوادونو په دغه فهرست کې پاکستان په 25م نمبر راغلی دی.
پاکستان کې د انټرنيت د صارفينو د حقونو مبارزين وايي پاکستان کې دا وخت د انټرنيت کارونکي د انټر نیټ ته دلاس رسي، د موادو د رامحدود کولو او د قانوني محدودیتونو سره مخ دي.
په نړيوال کچ د انټرنيت د ازادۍ په اړه فريډم هاوس ادارې په خپل دغه تازه راپور کې پاکستان د انټرنيت د ازادۍ د نا سم کارونکيو هېوادونو په فهرست کې په 7م نمبر اچولی دی.
په دغه رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان په ځینو چارو کې د ډېټا د لوکلايزېشن ضرورتونه د موادو د رېګولېټ کولو په تناظر کې معرفي کړي دي.
رپورټ وايي د غېرقانوني انلاین موادو د لېرې کولو او د هغې د محدودولو قانون کال 2020 نومبر کې شایع شوی ؤ چې پکې د سوشل مېډيا کمپنيو ته په هېواد کې دننه زيات نه زيات د ډېټا د سرورز په جوړولو ټینګار شوی دی.
فريډم هاوس په دغه رپورټ د پاکستان دننه په مجوزه رېګولېشن باندې هم اندېښنې ښودل شوي او اداره وايي داسې ګامونه به د ټولنیزې مېډيا په صارفينو او کمپنیو هم منفي اغېزې ولري.
د فريډم هاوس رپورټ وايي ددغه نوي رولز تر مخه د سوشل مېډيا کمپنۍ او خدمات ورکونکې ادارې د 5 لکو څخه د زياتو صارفينو مالومات د پلټنو مرکزي ادارې اېف ایي ای په خواست هغوئ ته د ورکولو پابند دي.
پاکستان کې د انټرنيت د صارفينو دحقونو لپاره د کار کوونکې غير دولتي ادارې بايټس فار ال غړی هارون بلوچ ډيوه ته وايي د فريډم هاوس رپورټ ترمخه پاکستان د يوې اوږدې مودې راهسې د انټرنيت د ازادۍ په حواله يو غېر ازاد هېواد ګڼل کېږي.
هغه وايي پاکستان کې دا وخت د انټرنيت کارونکي د لاس رسي د مسلې سره مخ دي. او پاکستان اوس مهال د ډېجټل تقسیم سره هم مخامخ دی.
دی وايي "د ښاري سیمو په پرتله دهېواد په کلیوالو سيمو کې انټرنيت ته لاس رسی ګران دی. او موږ دا هم وليدل چې په هېواد کې په يوه او بله پلمه انټرنيت بندېږي او د سوشل مېډيا اېپليکېشن هم په يو اړخیز ډول او په زور تړل کېږي"
د هارون بلوچ په وینا کال 2016 کې د هېواد دننه د سوشل مېډيا د موادو د محدود کولو او څارنې لپاره د پيکا په نوم قوانین معرفي کړی شول چې ورسره په پاکستان کې د وېب پاڼو د څارنې، چاڼ کولو او تر دې چې د تړلو رجحان هم زيات شو.
د رپورټ ترمخه پاکستان د هغه 24 هېوادونو په نوملړ کې هم شامل دی چرته چې د سوشل میډيا د څارنې لپاره داسې ګامونه اخستل شوي چې مقصد یې د موادو رېګولېټ یا دقاعدو ،ضابطو لاندې راوستل دي.
پاکستان کې د صحافيانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکتر ناصر زيدي ډيوه ته وايي چې د پاکستان حکومت په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغنونو لګولو لپاره په دې وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر اقدامات پورته کړي دي.
هغه وایي حکومت د مطبوعاتو ازادي محدوده کړې ده او اوس یې وروستی برید په سوشل مېډيا کړی دی.
دی زیاتوي حکومت د سوشل مېډيا د اړونده خلکو او صحافيانو سره د مشورې پرته داسې قوانین معرفي کړي دي چې ښايي په سوشل مېډيا بندیزونه ولګوي خو دوئ دغه مجوزه قوانین په اسلام اباد هایکورټ کې چلینج کړي او حکومت په وقتي توګه وروسته شوی دی.
د فريډم هاوس په دې رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان د نړۍ په هغه لسو هیوادونو کې يو دی چرته چې د انټرنيت ازادي مخ په ښکته راروانه ده.
دغه ادارې په پاکستان کې د حکومت لخوا د سوشل مېډيا لپاره په تجویز شوؤ قوانینو هم فکر مندي څرګنده کړې او وایي دغه مجوزه قوانین د انټرنيت ازادۍ ته نور زيان رسولی شي.
هم دا ډول په دې رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په هغو 38 هېوادونو کې هم شامل دی چې پکې د چارواکو د معرفي کړی شوو اصلاحاتو له کبله د انټرنيت د کمپنيو د ډېټا په انتظام هم بد اثر غورځېدلی شي.
د فريډم هاوس د رپورټ په اخر کې ویل شوي يوازې پاکستان نه بلکې په ګرده نړۍ کې د انټرنيت ازادي د سختو ننګونو سره مخامخ ده.