لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيوزي لينډ د لوبډلې بېرته تګ دهند سازش ٶ که دپاکستان خپله ناکامي؟


دپاکستان مرکزي حکومت د نيوزي لينډ کرکټ ټيم پاکستان نه دبيرته تلګ پشا د هند سازش ګرځوي خو مخالفه سياستمدران دا د پاکستان د خارجه تګلارې او امنيتي ادارو ناکامي بولي ـ

حکومت مخالف سياستمداران وايي په نورو د تورونو لګولو په ځاؽ پاکستان ته خپل ګريوان کې کتل پکار دي چې ولې د سفارتي تنهايۍ ښکار دى او د نيوزي لينډ نه وروسته دبرتانيي ټيم هم پاکستان ته راتلو نه انکار کړى دى ـ

اسلام اباد کى تېره ورځ خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د اطلاعات مرکزي وزير فواد چوهدري دنيوزي لينډ د کرکټ ټيم د پاکستان څخه بيرته دتګ دپريکړى تر شا د هند سازش ګرځولى ٶ ـ

هغه تور لګولى ٶ چې دهند څخه د نيوزي لينډ سرکاري چارواکو او د کرکټ ټيم کورنيو غړو ته ليږلى شوٶ ايميلونو يا بريښنا ليکونو کې پاکستان ته راغلي د نيوزي لينډ ټيم لوبغاړو باندې د ترهګرو دحمملو دړکي ورکړى شوې وې ـ

د روانې ستمبر مياشتې په ١٧ نيټه پاکستان ته د لوبو لپاره راغلي نيوزي لينډ کرکټ ټيم د امنيتي انديښنو له امله پاکستان نه بيرته دتللو پريکړه کړى وه او بيا د برتانيه کرکټ ټيم هم د پاکستان خپله دوره ځنډولې ده ـ

يو خوا که د کرکټ مينه وال او ماهرين دا د پاکستاني کرکټ لپاره زياتى بولي نو بل اړخ ته مخالفه ګوندونه دا د پاکستان د خارجه تګلارې او امنيتي ادارو ناکامي ګرځوي ـ

د عوامي نيشنل ګوند وياند زاهد خان وايي په هند د تورونو لګولو په ځاٸ پاکستان ته خپل ګريوان کې کتل پکار دي چې ولې د نورو هيوادونو د کرکټ ټيمونه پاکستان ته د راتلو نه اوس انکاري کيږي ـ

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل ايران او روس د افغان طالبانو مخالفت کوي خو پاکستان اوس هم افغانستان کې د خپل کردار جاج نه اخلي چى له امله ېې ورځ تر ورځه د سفارتي تنهايۍ ښکار کيږى او که داسى وي نو راتلونکي کې لل نور هم د بدو نتيجو سره مخ کيدلى شي ـ

مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري نيوزي لينډ کرکټ ټيم ته د دړکو ايميل سوشل ميډيا باندې دجعلي خبرونو بل يو لويې مثال ګرځولى دى او هغه سره ناست د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد د پاکستان د سفارتي تنهايۍ تاثر رد کړى دى ـ

خو دهيواد تر ټولو لويې حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د پنجاب صوبى صدر رانا ثناء الله د بهرنيو کرکټ ټيمونو د پاکستان نه تيښته کول دامنيتي ادارو او شيخ رشيد ناکامي ګرځوي ـ

لاهور کى ميډيا سره دخبرو په وخت هغه ويلي حکومتي چارواکي اوس ژاړي چې دنيوزي لينډ او انګلينډ ټيمونه پاکستان ته نه راځي نو وړاندې نه دوٸ فکر نه کولو چې دشيخ رشيد په څېر د نااهله وزير په موجودګۍ کې به دپاکستان د امنيىت هم دا حال کيږي ـ

هم تيره ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته وينا کې د هيواد صدر عارف علوي هم د نيوزي لينډ ټيم د بيرته تګ لامل جعلي خبر ګرځولى ٶ ـ

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت د جعلي خبرونو د مخنيوي لپاره د پي ايم ډي اى په نوم يوه نوې اداره جوړول غواړي خو پاکستان کې مخالفه ګوندونه، د خبريالانو ،وکيلانو او بشري حقونو تنظيمونه دا ګام ميډيايي مارشل لا ګرځوي او ددې په ضد يې ګرد هيواد کې په احتجاج لاس پورې کړى دى

۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG