لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: حکومت سرکاري افسرانو ته پر موبایل د «پاکستان زنداباد» ګنټۍ لګولو امر کړی


کوټه ـــ د بلوچستان حکومت د ایس اینډ جي اې ډي ادارې د ټولو سرکاري ادارو مشرانو او افسرانو ته امر کړی چې د ټیلیفون پر وخت په موبایل کې د «پاکستان زنداباد» ګنټۍ ولګوي.

دا حکمنامه د ستمبر پر 28مه خپره شوې چې د ادارې د سیکشن افیسر بھادر خان دستخط ورباندې شوی دی.

په حکمنامه کې لیکل شوي چې دا فیصله د بلوچستان د چیف سیکرېټري په مشرۍ په یوه غونډہ کې شوې دہ. په حکمنامه کې لیکل شوي چې ټولې اړوند ادارې دې پر دې پریکړہ ضرور عمل وکړي.

په حکمنامه کې د موبایل د څلورو شخصي کمپنیو نومونو او د ھغوی له لوري پر خپلو موبایلونو د پاکستان زنداباد ګنټۍ د لګولو لارہ ھم ښوول شوې ده. حکومت د ای ټي (انفارمېشن ټیکنالوجي) ادارې ته د دې پرېکړې د عملي کولو امر کړی دی.

د حکومت پر دې پریکړہ پر ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوې دي، د مختاراڅکزي په نامه تن پر خپل فېسبوک پاڼه د حکومتي امر خبر خپور کړی او ورسرہ لیکلي یې دي:

"موږ به د پاکستان زنده باد ګنټۍ هم ولګوو ، موږ به پر هر موټر د پاکستان بیرغ هم ځوړند کړو، موږ به د موټرو شاته د مارخور عکس هم ولګوو، مګر د دې ضمانت به څوک راکوي چې له دې پس به د ایف سي ځواک پر څوکیو زموږسپکاوی نه کېږي او له وطن سرہ زموږ پر مینه محبت به شک نه کېږي؟".

د بلوچستان د تعلیم د ادارې یوہ افسر د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډیوہ ته په خپګان سرہ وویل چې د حکومت له لوري دغه ځانګړي امر دوی په زړہ خفه کړي او وایي له ملک سره د یو چا د مینې څرګندولو لپارہ حکومتي پرېکړې یا امر ته ضرورت نه وي:

"د دې حکمنامې مطلب خو دا دی چې یا خو حکومت موږپاکستاني نه ګڼي او یا له دې ملک سرہ زموږ پر وفادارۍ شک کوي، د حکومت دې کار په زړہ خفه کړي یو".

دا حکومتي پریکړہ په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې تر دې څو ورځې وړاندې د بلوچستان په ګوادر ښار کې د پاکستان د جوړوونکي محمد علي جناح لګول شوې مجسمه په بم الوزول شوې وہ.

یادہ دې وي چې تر دې وړاندي حکومتونو د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو ښارونو کې د دوکانونو پر دروازو (شټر) باندې د پاکستان بېرغونه جوړکړي وو. پر دوکانونو د بېرغونو جوړولو کار ته د پوځي آمر جنرل پرویز مشرف په حکومت کې زیات زور ورکول شوی وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG