د پاکستان مرکزي بینک د ډالر او غېر ملکي کرنسۍ دغېرقانوني بهير د مخنیوي د ګامونو په ترڅ کې افغانستان ته د تلونکي هر تن لپاره د 1000 امریکايي ډالرو د وړلو شرط اېښودلی دی.
د پاکستان د مرکزى بینک لخوا جارى شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې اوس به د هر هغه تن بايو مېټرک تصديق کېږي څوک چې په خلاص مارکيټ کې تر 500 او یا ددې نه زياتې ډالرې اخلي.
د پاکستان مرکزى بینک لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اېکسچېنج کمپنيانو لپاره به لازم وي چې هغوئ د 500 امریکايي ډالرو څخه د زياتې کرنسۍ خرڅون او ترسيلات زر باندې د بايو مېټرک تصديق وکړي.
د مرکزى بینک ترمخه له دې وړاندې کوم يو تن د قامي شناختي کارډ د نقل په ورکولو سره به د اېکسچېنج کمپنیو څخه ډالرې تر لاسه کولې خو اوس به د اخستونکي تن بايو مېټرک تصديق کېږي.
دا شرط به د روانې میاشتې په 22 نېټه لاګو کېږي.
مطبوعاتي رپورټونه وايي ددې ګام مقصد په ظاهره د هېواد نه افغانستان ته د ډالرو د اخراج مخنيوی کول دی ځکه چې ددې له کبله د هېواد په پرانستي مارکيټ کې د ډالر په طلب کې اضافه او د تبادلې کچه ورسره غېر مستحکم شوې وه.
له دې مخکې د کرنسۍ د تبادلې کمپنيانو دا خبره په داګه کړې وه چې افغانستان ته د ډالر بهیر زيات شوی او په دې وروستیو کې فچ رېټنګ هم دا مسله د تبادلې د شرحې د غير مستحکم کولو لوي علت ګرځولی ؤ.
د پاکستان د مرکزى بینک ترمخه افغانستان ته تلونکی هر تن ته به يوه پېره کې زيات نه زيات د 1000 امریکايي ډالرو د وړلو اجازه وي اؤ ددې کليز حد 6000 امریکايي ډالر ټاکل شوی دی.
پاکستان کي د اېکسچېنج کمپنيانو د اتحاديې مشر ملک بوستان ډيوه ته وايي ددې شرط له کبله به په پرانستي مارکيټ کې د ډالر په خرڅ کې کمی راشي.
هغه وايي شرط ايښودل اړين شوي وؤ چې مقصد یې د تبادلې کچه مستحکم کول او د ډالرو اخستونکو ريکارډ ساتل دي.
پرون په پاکستان کې د يو ډالر نرخ 171 روپو ته رسېدلی ؤ چې دا په تېرو ورځو کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر تر ټولو لوړه کچه وه.
ملک بوستان وايي د زرو ډالرو د وړلو دا شرط د افغانستان لپاره ځکه ايښودل شوی چې د هلته نه روزانه د 30 نه تر 40 زرو پورې خلک ځي راځي.
دی وايي مخکې افغانستان ته د لس زره ډالرو د وړلو اجازت ؤ خو اوس د پاکستان په مارکیټ کې ډالر کم شوې دي.
هغه وايي ددې ګام له کبله په پرانستي مارکيټ کې د ډالر طلب کم شوی. مخکې دا طلب 50 فيصده زيات وو. او بله دا چې څوک 500 ډالره اخلي نو اوس به د هغو بايو مېټرک تصديق کېږي او ددې يو مقصد د فنانشل اېکشن ټاسک فورس غوښتنه هم پوره کول دي.
په کراچۍ کې د ريسرچ انسټیټیوټ اف اسلامک بېنکنګ اېنډ فنانس چېرمېن او اقتصاد پوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي دا ګام ولې له دومره په ځنډ واخستل شو باید چې مرکزي بانک ددې ځواب وکړي.
هغه وايي د پاکستاني روپۍ ارزښت د تېرې مئ مياشتې په مېنځ کې راغورځېدل شروع شوي وو او په افغانستان د طالبانو قبضه له هغې څو مياشتې وروسته وشوه.
هغه بيا وايي په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ د ارزښت کمیدو علت د افغانستان په وضعیت پسې تړل غلط سوچ دی.
نوموړي وويل تېر کال دستمبر په میاشت کې دا اټکل کېدو چې د هېواد تجارتي خساره سېوا کېږي.
اخوا مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای هم د ډالر دمخ په زیاتیدونکي قيمت د مخنیوي لپاره د پلټنو عمل پېل کړی دی.
شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز د سرچينو لخوا ویلپ چې ايف ايي ای د انټرنېشنل اېکسچېنج پرايوېټ لمټډ کمپنۍ مالک ظفر پراچه څخه پلټنې کړي او له هغه څخه یې د امریکايي ډالرو د اخستونکو رېکارډ هم ترلاسه کړی.
چارواکي وايي د پلټنو مرکزي اداره ايف اي اې د ډالر د قاچاق او ذخيره کولو خلاف پلټنې کوي او راتلونکي ورځو کې به د لا نورو شخصي کمپنيانو څخه تحقیقات وکړي.