لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت ته دګني دفصل ختمولو اؤ دچینو دملونو تړلو وړاندیز شوی


د پاکستان پبلک اکاونټس کمیټۍ مرکزي حکومت ته وړاندیز کړی چې باید پاکستان نور چیني د بهر نه راغواړي او هڅه دې وکړي چې په ملکي کچه د ګني کرونده ختمه اؤ دچېنو کارخانې بندې کړي.

یاده کمیټی وایي چې دچینو د کارخانه دارو په وجه حکومت دبحران سره مخ شوی.

خو په خیبر پښتونخوا کې د چینو دکارخانو کارکوونکي وایي د وړاندې نه صوبه کې دچینو کارخانې بندې دي چې له اله یې په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي اؤ حکومت باید دا دبحران سره مخ کارخانې بیا فعاله کړي.

اقتصاد پوهان وایي که دچینو کارخانې تړل کیږي نو له امله به یې نه یوازې دچینو پیداوار کم شي بلکې دخلکو روزګارونه به ورسره هم داغېزو لاندې راشي اؤ درامدي بل به هم زیات شي.

روانه میاشت دپبلک اکاونټس کمیټۍ مشر تنویز حسین دغې کمیټۍ ته ویلي وؤ چې دچینو کارخانه دارو نه یوه مافیا جوړه شوې ده ترڅو چې دا مافیا موجوده وي د چینو نرخونه نه شي راغورځیدلی.

هغه ویلي وړاندیز کړی ؤ چې پاکستان کې باید دچینو ملونه وتړل شي اؤ هیواد ته دې چیني دبهرنیو هیوادونو څخه راغوښتل کیږي.

نوموړي دا هم ویلي وؤ چې د ګني دفصل کرونده هم باید ختمه کړل شي ځکه چې هیواد د اوبو کمي سره مخ دی اؤ دګني فصل زیاتې اوبه غواړي.

په خیبر پښتونخوا کې د مزدورانو د اتحادیې( متحده ورکز فیډریشن) دمطبوعاتو سکتر مسلم صابر وایي وړاندې نه خیبر پښتونخوا کې د چینو درې ملونه تړل شوي اؤ ددې له امله د ۱۳ زرو نه زیات خواریکښ بې روزګاره شوي دي.

نوموړي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د چینو کارخانو نه د بې روزګاره شوؤ مزدورانو اولادونه در په در شوي اؤ دتعلیم لړۍ یې هم اغېزمنه شوې ده .

دنوموړي په وینا تر اوسه یو حکومت هم ونه کړی شول چې دبحران سره مخ دغه کارخانې بیا فعالې کړي اؤ مزدورانو ته روزګار ورکړي.

دمسلم صابر په خبره وړومبی دچارسدې د چینو مل وتړل شو ،بیا په تخت بهایي سیمه کې دچینو مل فعالیت پرېښودو اؤ اوس دمردان پریمیر شوګر ملز بند شو چې له امله ی په زرګونو مزدوران بې روزګاره شوي دي.

هغه وویل باید حکومت دچینو دملونو تړلو پځائ دا دبند ملونه بیرته فعال کړي تر څو خلکو له روزګار په لاس ورشي.

دنوموړي په وینا پاکستان کې نزدې اتیا د چینو ملونه دي چې زیاتره پکې په پنجاب اؤ سندهـ صوبو کې دي اؤ په خیبر پښتونخوا کې یوازې اته ملونه وؤ چې هغې کې هم اوس دمردان اؤ تخت بهایي ملونو تړل شوي دي.

کرونده ګر وایي پاکستان کې دنورو صوبو په پرتله خیبر پښتونخوا صوبه کې پیدا کیدونکی ګنی مختلف دی اؤ زیاتره کرونده ګر چې ددې ګني پیدوار کوي هغوئ ملونو ته دګني ورکولو پځائ غوره دا ګڼي چې له دغو ګنو ګوړه جوړه کړي

په مردان ضلعه کې د ګني د بورډ پخوانی غړی اؤ زمیدار اخترعلي خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا مهال ملونه بند دي خو زمیدار د ګنو نه ګوره وباسي اؤ په زیاته بیعه یې خرڅوي.

هغه وایي چقندر به د صوبې په څلورو ضلعو کې پیدا کیدو اؤ زیاته چیني ترې جوړیده خو دملونو لګښت پرې زیات راتلو نو اوس ملونه دچقندرو نه چیني نه جوړوي

ښاغلی اختر علي وایي حکومت د کارخانه دارو نه ۱۷فیصده جنرل سیلز ټیکس اخلي ملونه یوازې په ۱۸۰ روپۍ من ګنی اخلي ،باید د چینو دنرخ په حساب دګني نرخ هم وټاکل شي.

هغه زیاتوي که دجي ایس پي پځائ کرونده ګرو ته ګټه ورکړل شي نو کارخانې به فعاله پاتې شي اؤ خلک به نه بې روزګاره کیږي.

اقتصاد پوهه اؤ دکالج استاد ارسلان اقبال وایي دچینو په ملونو کې زیات خلک په روزګار وي اؤ که چرې دا وتړل شي نو زیات خلک به ورسره بې روزګاره شي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دګني دفصل ختمولو پرېکړه به هم بې روزګاري سیوا کړي اؤ که چیني دبهرنیو هیوادونو نه راغوښتل کیږي نو دپاکستان درامدي بل به هم ورسره سیوا شي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې داقتصادي مرکزونو جوړولو اعلان کړی اؤ دهغې خلکو ته د روزګار دپاره دبینکونو نه پورونه هم ورکوي خو پوهان وایي کومې کارخانې چې تړل شوي دهغې سلګونه جریبه زمکه شاړه پرته اؤ په دغو زمکو د استوګنې دمنصوبو جوړولو پځائ اقتصادي مرکزونو جوړولو ته اړتیا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG