لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا دعمران خان وینا کې دمدینې د ریاست اؤ "ښه جنرال"مثالونه دپاکستان پوځ ته اورؤنې لپاره وؤ؟


د وزير اعظم عمران خان وايي د مدينې رياست کې به د قانون واکدارۍ او وړتیا ته لومړيتوب ورکول کيدو او هغه به هم تل پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.

نوموړی زیاتوي دمدینې په ریاست کې چې به کوم جنرال ښه کار کولو هغه به دلاندې نه بره راوستل کیدو

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات داستخباراتي ادارې ایي ايس ایي دنوي مشر د ټاکنې پسر د وزير اعظم او د پوځ دسر لښکر جرال قمر جاويد باجوه ترمنځ داختلافاتو دعوې کوي.

د وزیراعظم عمران خان دسیاسي چارو سلاکار عامر ډوګر په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې وزیر اعظم عمران خان غواړي چې د افغانستان په تناظر کې د ایي ایس ایي مشر جنرال فېض حميد د څه نور وخت لپاره پخپله څوکۍ پاتې شي.

جنرال فیض حمید په دې وروستیو کې دپوځ لخوا دپېښور کورکمانډر ټاکل شوی خو دعمران خان حکومت لا دهغه پځائ د ایي ایس ایي دنوي مشر دټاکنې اعلامیه نه ده خپره کړې چې دې عمل ته څېړونکي اؤ مطبوعات دپوځ دمشر قمرباجوه اؤ عمران خان ترمنځ داختلافاتو په معنا ګوري

څيړونکي وايي د وزير اعظم تقرير کې شوې اشارې او د تيرو څو ورځو واقعات ښايي چې د وزير اعظم عمران خان او د پو ځ دسر لښکر جنرال قمر جاويد باجوه ترمنځ اړيکې سمې نه دي.

تيره ورځ اسلام اباد کې عيد ميلاد النبي کانفرنس ته د وينا په وخت وزير اعظم عمران خان یوځل بیا دا هوډ تکرار کړی پاکستان نه به د مدينې د رياست په څير فلاحي رياست جوړوي اؤ دلته به دقانون عملدارۍ او اهليت ته لومړيتوب ورکولو دپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.

وزير اعظم ويلي وؤ له بده مرغه پاکستان کې قانون د طاقتوره تنانو په وړاندې کمزورى او بې وسه پاتې شوى دی.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په شپږم اکتوبر د يو شمير پوځي جرنيلانو تبادلې کړې وې چى پکې د ایي ايس ایي دمشر جنرال فيض حميد په ځائ د جنرال نويد انجم د ټاکنې پريکړه شوې.

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وايي حکومت غواړي د ایي ایس ایي دنوي مشر ټاکنې لپاره دې قانوني لاره خپله کړى شي.

که څه هم حکومتي وزيران دعوه کوي چې دا معامله به روانه اوونۍ کې هواره شي او دوئ د پوځي او سياسي قیادت ترمنځ د اختلافاتو خبرونه هم ردوي خو د سياسي چارو څيړونکى احمد بلال محبوب دې رایې سره اتفاق نه لري او وايي د وزير اعظم عمران خان د تيرې ورځې تقرير او دتیرو څو ورځو واقعات ښايي چې د وزير اعظم او پوځ دسرلښکر ترمنځ اړيکې سمې نه دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياتوي که دا شخړه زر حل نه کړى شوه نو بدې نتيجې مخې ته راوړلى شي.

بل څيړونکى کنور دلشاد د وزير اعظم لخوا د مدينې رياست مثالونو ورکولو باندې نيوکي کوي اؤ وایي وزير اعظم دې وړومبی پخپله د هغې وخت د خليفه کړه وړه خپل کړي او د هغوئ تعليمات دې عملي کړي او خپل ګريوان کې دى وګوري بيا دې د مدينې د رياست خبرې کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وویل چې د ایي ایس ایي دنوي مشر ټاکنه کې وزير اعظم رسمي کردار لري.

څيړونکى احمد بلال محبوب هم دا پخلى کوي چې دایي ایس ایي دمشر دټاکنې په اړه ملکي دستور او قانون دومره واضحه نه دي خو زياتوي که رواياتو ته وکتل شي نو د ایي ایس ایي دنوي مشر دټاکنې اختيار تل د ناست وزير اعظم سره پاتې شوی دی.

د تېرې نهې په ورځ د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د مشر ترمنځ د ملاقات پخلی کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې د ايي اېس ايي د مشر ټاکل د وزير اعظم اختيار دی او د ایي اېس ايي د مشر ټاکنې لپاره به ټولې دستوري او قانوني تقاضې ترسره کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG