لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دمذهب نوم خپلو سیاسي ګټو دپاره کاروي،څېړونکي وایي


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه او څيړونکي په وزير اعظم خان دخپلو سياسي ګټو لپاره د مذهب دنوم کارولو تورنه لګوي او وايي عمران خان دمدينې د رياست هغه مثالونه ورکوي کوم چې موجوده حالاتو کې د وزیراعظم د دريځ سره سمون لري.

دوئ وایي د مدينې رياست لویه خبره ده عمران خان او د پاکستان رياست خو ميثاق مدينه عملي کولو کې هم پاتې راغلى دکوم په اساس چې هغه وخت پيغمبر اسلام اقليتونو ته د برابرۍ دحقونو ضمانت ورکړى ؤ.

وزير اعظم عمران خان زیاتره وخت پاکستان کې دمدينې د رياست دفلاحي نظام راوستو خبرى کوي اؤ مثالونه ورکوي چې دغه نظام لاندى به د قانون واکدارۍ ته لومړيتوب ورکول کيدو او د اهليت په اساس به دجرنيلانو ټاکنې کيدلې.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ دسر لښکر جنرال قمر جاويد باجوه له خوا د جنرال نويد انجم داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي دنوي مشر په توګه دټاکنې په پریکړه دوه اوونۍ تیرې شوې خو وزیراعظم لا دهغه دټاکنې منظوري نه ده ورکړې.

مطبوعات اؤ څېړونکي د وزیراعظم لخوا دایي ایس ایي دنوي مشر دټاکنې اعلامیه کې ځنډ ته دپوځ دسرلښکر اؤ عمران خان ترمنځ داختلافاتو په معنا ګوري.

د حکومت مخالفه پيپلز ګوند مرکزي ليډر قمر زمان کایره خو دا تور هم لګوي چې وزير اعظم عمران دخپلو سياسي ګټو لپاره د مدينې د رياست هغه مثالونه ورکوي کوم چې موجوده حالاتو کې د وزير اعظم دريځ سره نه سمون لري.

هغه ويلي عمران خان دې دمدينې رياست کې دجرنيلانو دټاکنو خبرې سره دا هم پام کى ساتي چې د هغې وخت خليفه به اولس ته دخپل ضرورت نه د زیات څادر لرلو ځواب هم ورکولو خو د قمر زمان په خبره عمران خان داسې نه کوي.

د اسلام اباد هايکورټ د امر باوجود مرکزي حکومت وزير اعظم عمران خان ته دبهرنیو ملکونو دمشرانو لخوا دورکړل شوؤ ډالیو دجذیاتو ښودلو څخه انکاري دی.

دحکومت دريځ دی چې که دغه جذیات ښکاره کړي نو دداسې کولو له امله د پاکستان ځینو نزدي ملګرو هيوادونو سره اړيکو ته زيان رسيدلى شي.

د پيپلز ګوند قمر زمان کایره وايي که داسې ده نو وزير اعظم دې د هيوادونو نومونه نه اخلي خو دومره دې ووايي چې هغه او د کورنۍ غړو یې کومې ډالۍ ترلاسه کړي دي.

دبل ستر حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز ټويټ کړى چې د الله له ويرې منکر جعلي حکمران عمران خان ته څوک ياد ګيرنه وکړئ چې خليفه حضرت عمر دسپي په مړینه هم ځان د جواب ورکولو پابند ګڼلو او جعلي وزير اعظم نه يوازې توشه خانه کې پرتې ډالۍ وخوړې خو په کلکو سترګو دا هم وايي چې په دې چاته دځواب ورکولو پابند نه دی.

څيړونکی امتياز عالم تور لګوي چې د اولس دبنيادي شخړو په هواري کې د ناکامۍ نه دخلکو دپام اړولو لپاره وزير اعظم د مذهب نوم کاروي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړه دمدينې رياست لرې خبره ده د پاکستان رياست او وزير اعظم عمران خو ميثاق مدينه باندې هم عمل کولو کې پاتې راغلي دي چې له مخې یې هغه وخت پيغمبر اسلام مدينه کې ميشت اقليتونو ته دبرابرۍ د حقونو ضمانت ورکړى ؤ.

پاکستان کې وړاندې نه حکومت مخالفو ګوندونو د ګرانۍ په ضد احتجاجي تحريک پيل کړی دی.

د pulse consultant نومې تنظيم دتازه نظرپوښتنې ترمخه ٥٧ فيصدي پاکستانيان د وزير اعظم عمران خان په دغه دعوؤ باور نه لري چې دى به پاکستان د موجوده اقتصادي بحران نه وباسي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG