لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شوکت ترین ویلي سعودي عرب پاکستان ته 4.2 اربه ډالره پور ورکوي


اسلام اباد ـــ په اسلام اباد کې د وفاقي وزیر حماد اظهر سره ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې د خزانې د پاره د وزیراعظم سلاکار شوکت ترین وویل سعودي عرب د پاکستان دپاره 4.2 اربه ډالر پېکج اعلان کړی دی.

شوکت ترین وایي سعودي عرب به هره میاشت 100 میلینه ډالره مالیت تېل هم د ورکوي او د زرمبادله د ذخیرو د ښېګړې د پاره به درې اربه ډالره ورکوي. وایي د سعودې عرب څخه تر لاسه کېدونکې پیسې به د اقتصاد ته په وده ورکولو کې مرستالې ثابتې شي.

د اقتصاد پوهانو وینا ده چې دغه پیسې د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ راکښته کېدونکې بیې ته د استحکام د پاره ورکړل شوې دي. وایي د سعودي عرب له اړخه پاکستان ته ورکړل شوې پیسې نه پور او نه مرسته وې بلکې دا یواځې د بهرنۍ خزانې د استحکام د پاره ورکول کیږي چې څه موده پس د سود سره واپس کول وي څه رنګه چې په تېرو ورختونو کې شوي وو.

اقتصادپوه اسد رضوي وایي د دغو پیسو د راتلو سره به ذخایر زیات شي خو دا د پاکستان حکومت نه شي خرڅولای، بلکې دا به یواځې په ذخایرو کې د پیسو د توازن د پاره ساتل کیږي:

"پاکستان ته به د اقتصاد د بحالۍ د پاره په صادراتو کې د زیاتوالي اړخ ته پام راګرځول وي".

سعودي عرب په 2018م کال کې هم پاکستان ته په خپله خزانه کې د جمع کولو دپاره درې اربه ډالر ورکړې او د درې اربه ډالره تېلو ورکولو ژمنې کړې وې.

خو د 2019م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سعودې عرب په مشرۍ د اسلامي هیوادونو د تنظیم څخه غوښتنه کړې وه د کشمیر په معامله کې دې پر هندوستان فشار واچوي چې د سعودي عرب سره په اړیکو کې د تاوتریخوالي سبب جوړ شوی وو.

په دوه اړخیزه اړیکو کې د تاوترخوالي له سببه سعودي له اسلام اباده دوه اربه ډالره بیرته واپس غوښتې وې. د دغه دوه اړخیزه تاوتریخوالي له سببه په سعودې عرب کې کارکوونکي یو شمېر مزدوران هم اغېزمن شوي وو.

د 2000م کال د نومبر په میاشت کې د سعودي بلاک ملګري عرب امارات د پاکستانیانو د پاره د کار پر ویزو باندې بندیز لګول شوی وو چې د بهرنیو هیوادونو څخه د راتلونکو پیسو پر عمل یې ډېر بد اغېز کړی وو.

پاکستان په څرګنده که څه هم له سعودي سره په اړیکو کې تاوتریخوالی ردوي خو د دغه تاوتریخوالي د ختمولو د هڅو په توګه یې د اسلامي تنظیم غړو هیوادونو د لارې هڅې شورو کړې وې.

د روان کال په مې میاشت کې وزیراعظم عمران خان هم د دوه اړخیزو اړیکو د ښېګړې دپاره د سعودي عرب سفر کړی وو. اوس هم د سعودي عرب له اړخه د دغه اقتصادي پېکیج اعلان د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په تېرو ورځو کې سعودي عرب ته د سفر وروسته شوی دی.

دغه پیسې اوس پاکستان ته په څه شرطونو ورکول کېدی شي په دې اړه اقتصادپوه مشر جرنلسټ فدا حسین وي او اې ډیوه ته وايي، د پاکستان او سعودي عرب تر منځ کېدونکې لوظنامې اکثره پټې وي خو امکان څرګندوي چې پاکستان څخه په افغانستان کې د ګټور کردار لوبولو، د کشمیر معامله د اسلامې هیوادونو په کچه نه رابرسېره کولو او د ایران په مقابله کې د سعودې عرب ملاتړ کولو غوښتنې کېدی شي.

"دا یوه لقمه ده چې پاکستان ته ورکړی شوې ده، پکار دی پاکستان په دې خوشاله نه شي او د اقتصاد د ودې اړخ ته پام راوګرځوي ولې چې اقتصاد په پورونو نه شي چلېدای".

څېړونکي وایي سعودې عرب د کشمیر په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی او وايي پاکستان او هندوستان پکار دی د خبرو د لارې دغه معامله هواره کړي چې یوه اشاره ده چې سعودي عرب پاکستان او هندوستان ته د برابرۍ په نظر ګوري او د پاکستان فشار به نه مني.

سعودې عرب د 20 اربه ډالره د سرمایه کارۍ څخه هم شا ته شو چې پاکستان ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د سفر په مهال اعلان شوی وو خو بل پلو د سعودي عرب د تېلو کمپنۍ «ارامکو» په هندوستان کې په ګډه د 70 اربه ډالره د تېلو په ریفاینري کې سرمایه کاري کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG