لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه دانتخاباتو په اړه نوي قانون ته سخت غبرګون ښایي


د پاکستان پارلیمان دچهارشنبې په ورځ دمخالفو ګوندونو داحتجاج سر بیره ټولټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره دبرېښايي مشین کارولو او بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیانو ته د ووټ دحق ورکولو قانون په داسې حال کې منظور کړو چې مخالف ګوندونه دا د حکومت له اړخه راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ ته دلارې جوړولو هڅه ګرځوي.

مخالف ګوندونه وايي دغه قانون به په ستر عدالت کې چیلج کوي.

وزیراعظم عمران خان که څه هم باور لري چې د برېښنایي رائیو د لارې ټولټاکنو کې روڼوالی باوري شي خو قانون پوهان ددې قانوني مسودې څه برخې د ایین په ضد ګرځوي.

څه سیاسي پوهان دا هم وایي چې عمران خان ددې قانون څخه راتلونکو ټاکنو کې بهرنبو هیوادونو کې دمیشت پاکستانیانو مرسته ترلاسه کولی شي.

دعمران خان حکومت دڅو میاشتو راهسې هڅه کوي چې یو داسې قانون رامنځته کړي چې له مخې به یې بهر میشتو پاکستانیانو ته اجازه ورکړل شي چې ټول ټاکنو کې خپلې رایې په انلاین بڼه ورکړي.

تیره ورځ حکومت پر دغه قانون دپارلیمان غونډه کې د ۲۰۳ مخالفو رایو په مقابله کې ۲۲۱ رایې ترلاسه کړې اؤ دغه قانوني مسوده دپارلیمان څخه منظور کړل شوه.

د الیکشن کمیشن پخوانی عمومي سکتر کنور دلشاد وي او ای ډیوه ته وایي په په بیړه کې دمنظور شوي دې قانون څه برخې ایین سره په ټکر کې دي.

دهغه په وینا دملکي ايین ترمخه دټاکنو په قانون کې بدلون دالیکشن کمیشن کار دی.

دښاغلي دلشاد په وینا دغه قانون څخه یو شمیر برخې د ویستل کیدو وروسته نادرا ته سپارل شوې دي اؤ دې سره دبرېښنایي رائیو دلارې دحلقه بندیدو معامله هم مهمه ده چې دا دواړه د ایین په ضد دي او پر دبرېښنایي رائیو په مشین هم د الیکشن کمیشن له اړخه اعتراضونه شوې وؤ.

هغه وایي که چرې دغه قانون ستر عدالت ته یوړل شي نو ستر عدالت دغه قانون کالعدم ګرځولی شي.

پاکستان کې راتلونکې ټولټاکنې په کال ۲۰۲۳ کې کیدونکې دي اؤ وزیراعظم عمران خان ګڼي چې په بهرنېو هیوادونو کې میشته د شاوخوا نهه میلیونو پاکستانیانو پراخه مالاتړ ورته ترلاسه دی.

په پاکستان کې د ګوندونو تاریخ دی چې هرځل یې له ټاکنو وروسته په ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګولې دي خو وزیراعظم عمران خان باور لري چې د الیکټرانک ووټنګ د لارې به روڼوالی باوري کړی.

مشر جرنلسټ مظهر عباس وایي په کوم انداز کې چې حکومت روان دی هغه په هر حال کې بهر اوسیدونکو پاکستانیانو ته د ووټ حق ورکول غواړي ولې چې حکومت په دې پوهه دی که چرې دغه قانون جوړ شو نو ددې لویه ګټه به عمران خان او تحریک انصاف ګوند ته رسي-

ډیوه سره خبرو کې نوموړي ویلي حکومت به ددې قانون دعملي کولو دهڅې نه کله هم پشا شي.


دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف دا دپارلیماني تاریخ توره ورځ ګرځولې وه-

اپوزیشن ګوندونو پارلیمان څخه ددې قانون دمنظوریدو نه وړاندې دپارلیمان دغونډې نه واک اؤټ کړی ؤ اؤ تر دې وړاندې یې ددې قانون کاپیانې سوځولي اؤ د حکومت په ضد یې نعرې وهلې دي.

هغوئ تور ولګولو چې عمران خان غواړي ددې لارې راتلونکو ټولټاکنو کې له اوسه درغلۍ ته لاره هواره کړي.

دپیپلز ګوند سینیټر بهره مند تنګې ډیوه سره خبرو کې وویل حکومت که چرې انتخابې اصلاحات غواړي نو دوئ دې دا پریکړه په قام نه مسلط کوي بلکې د مخالفو ګوندونو سره دې کښنیې چې د شفاف ټاکنو د پاره څه کول پکار دي؟

هغه وایي د زور پرځائ په سلا د پارلیمان د لارې ددې معاملې دهواري لاره راویستل کیدی شي خو حکومت یوازې خپلو ګټو ته ګوري.

مخالف ګوندونه تور لګوي چې وزیراعظم عمران خان دکال ۲۰۱۸م په ټاکنو کې دهیواد طاقتور پوځ په درغلیو واک ته رسولی ؤ او اوس عمران خان په راتلونکو ټاکنو کې بیرته په واک کې د راتلو امکان نه لري.

دسیاسي شنونکو وینا ده چې دا مهال دعمران خان حکومت د اوږدمهاله اقتصادي بحران او ورځ تر بلې د زیاتیدونکې ګرانۍ له امله په ولس کې خپل باور بیللی دی او د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي د نوي مشر په ټاکنه هم دپوځ اؤ حکومت ترمنځ فاصلې زیاتې شوې دي خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ د مخالفو ګوندونو له اړخه داسې تورونه د ادارو بدنامولو هځې ګرځوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG