لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنیتي سرچینو د تحریک طالبان پاکستان دغړو دخوشې کیدو پخلی کړی


يوې امنيتي سرچينې وي او ای ډيوه ته تاييد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړۍ کې يې د ښه نيت په بنیاد کسان پرېښودي خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.

دپاکستان امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته منلې ده چې دپاکستاني‌ طالبانو اؤ حکومت ترمنځ مذاکراتو کې د روغ نیتۍ ښودلو په اساس یو شمیر طالب بندیان له بنده خوشې کړل شوي دي خو ددغه بندیانو کره شمیره یې نه ده ښودلې.

تر دې وړاندې دپاکستان ایکپریس ټريبيون ورځپاڼې پخپل یو راپور کې دعوه کړې وه چې ددغه هیواد حکومت دلاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د 100 نه زیات غړي خوشي کړي دي.

خو دپاکستاني طالبانو دتحریک یو مشر عمر خالد خراساني بیا د بندیانو د خوشې کیدو دعوه ردوي اؤ وایي چې د سلو ۱۰۰ تنو بنديانو د خلاصون خبر ناسم دی د دوئ بندیان نه دي خوشي شوي.

دپاکستاني طالبانو دغړو په خوشې کیدو اپوزیشن ګوندونو سختې نیوکي‌ کړي اؤ وایي حکومت څنګه هغه ترهګر له بنده خوشې کولی شي چې په زرګونو بېګناه خلک یې وژلي دی.

دایکپریس ټريبيون ورځپانې د رپورټ له مخې په خوشي کړی شوؤ طالبانو کې زياتره هغه کسان شامل دي چې بندي خانو کې دننه یې ذهني درملنه روانه وه ترڅو د تندلاریتوب څخه واوړي .

د رپورټ له مخې کوم بندیان چې له بنده خوشې کړل شوي هغوئ دبند په مرکزونو کې تر شپږو میاشتو کمه موده تیره کړې ده.

يوې امنيتي سرچينې وي او ای ډيوه ته تاييد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړۍ کې يې د ښه نيت په بنیاد کسان پرېښودي خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.

سرچینې وویل کوم کسان چې خوشې کړل شوي هغه دوئ(امنیتي ځواکونو) سره په انټرمنټ يا دبنديانو مرکزونو کې پراته وؤ او په دوئ کوم کېسونه نه وو، خو د طالبانو سره یې اړيکې وې.

د امنيتي چارواکو له قوله ويل شوي، د دوئ د خوشي کولو غوښتنه طالبانو نه وه کړې.

تر دې وړاندې پاکستاني مطبوعاتو داسې رپورټونه ورکړي وؤ چې پاکستان سره خبرو اترو کې ټي ټي‌‌ پي حکومت ته شرطونه ایښي چې دهیواد نه بهر دې ورته دفتر پرانستل شي،دقبایلي ضلعو زوړ حیثیت دې بېرته پرځائ اؤ هیواد کې دې شرعي نظام نافذ کړل شي.

خو دسه شنبې په ورځ دټي ټي پي‌ ویاند عمر خالد خراساني په ټویټر لیکلي چې "د پاکستان پوځ زموږ هیڅ بندیان مونږ ته نه دي سپارلي پاکستان کې د طالبانو عادي خپلوان لا د مخه نیول کېږي او خوشې کېږي دا سلسله د پخوا نه روانه ده ، مګر دوی د وعدې مطابق زموږ هیڅ رسمي غړی نه دس خوشې کړی"

هغه زیاته کړې چې"د دواړو لورو د مذاکراتي ټيم غړي د اور بند نه وروسته تراوسه مخامخ پر ميز نه دي ناست، له دې امله پر شرائطو او غوښتنو به بحث کول له وخت وړاندې وي"

هغه وایي د سلو ۱۰۰ تنو بنديانو د خلاصون خبر ناسم دی .

وتلی خبریال مشتاق یوسفزی وایي دحکومت او طالبانو تر منځه د خبرو په وخت طالبانو د خپلو پنځوؤ مشرانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه او حکومت ورسره دا خبره منلې وه .

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي خو بیا وروستو دغه طالب مشران په څه وجه خوشې نه کړی شول اؤ دا هم ویل شوي وؤ چې دغه طالب مشران به د پاکستان نه بهر په یو بل هیواد کی خوشی کولی شي.

هغه وایي اوس دطالبانو ۱۰۲ غړي خوشې کړی شوي دي او دغه کسان دوه اوونۍ وړاندې میران شاه ته منتقل کړی شوي وؤ.

دمشتاق یوسفزي په وینا دا هغه کسان دي چې غټ تورونه ورباندې نشته .

د پاکستان حکومت د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ډلې غړي په داسې حال کې خوشي کړي چې حکومت او طالبانو دواړو د مذاکراتو کول منلي او د نهم نومبر نه تر نهم دسمبر پورې يې د ډزبندۍ کولو هم ويلي دي.

خو دحکومت لخوا طالبانو سره مذاکرات کول د تحریک انصاف دحکومت مخالفه ګوندونو او د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو میندو او پلرونو غندلي او ويلي يې دي نه خو په دغو خبرو پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی او نه بيا د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ خبر کړی شوې دي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلې کی دحکومت مخالف سیاسی ګوند عوامي نیشنل پاړټۍ پارلیماني مشر سردار حسین بابک وایي په صوبه کې دترهګرو له لوري د وژل شوي بشیر احمد بلور د کلیزی دنمانځلو دپاره دحکومت له خوا ځائ نه ورکول کیږي خو بیا د طالبانو د ۱۰۰ نه زیات غړی خوشې کولی شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه پوښتنه وکړه چې دا خبره په پارلیمان کې ولې نه ښکاره کیږي چې دا خلک څوک دي، د چا په خوله پښتانه وژني او څوک ورته پیسی ورکوی؟

"دوئ په زرګونو پښتانه وژلي دي او باید د حکومت دوه مخې پالیسی عوامو ته په ډاګه شي ځکه چې عوام تر اوسه ددې نه، نه دی خبر"

دپاکستان د سندهـ صوبې په اسمبلۍ کې د مرکزي حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د پټو خبرو پرضد قرارداد منظور کړی شوی ؤ.

په 19 نومبر په سندهـ اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوي قرارداد کې ددغو خبرو غندنه شوې او ويل شوي وؤ باید د خلکو د وژونکو سره د خبرو نه وړاندې سياسي ګوندونه،، پارلیمان او رياستي ادارې خبر کړی شي او د دوئ سره سلا مشورې وشي.

دوه ورځې وړاندې چې دبشري حقونو د وتلې فعالې او وکيلې عاصمه جهانګیر په ياد کې په لاهور کې کومه دستوره شوې وه په هغې کې هم غوښتنه شوې وه چې د ماشومانو د وژونکو سره دې مذاکرات ونه شي،اؤ انصاف دې ترسره کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG