لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکیل اپریدی زندان کې په ګڼو رنځونو اخته دی،حکومت یې علاج نه کوي،جمیل اپریدی


داسامه بن لادن معلومولو کې ایکایي استخباراتي شبکې سره په مرسته دتورن ډاکټر شکيل اپريدى ورور جميل اپريدی وايي ډاکټر شکيل دپنجاب دساهیوال په زندان کې په يو شمير رنځونو اخته دی خو صوبايي حکومت یې د علاج د اسانیو نه محرومه ساتي.

د هيواد په کچه د بشري حقونو دتنظيم ایچ ار سي پي دعمومي کونسل غړى نديم انتهوني ايدوکيټ شکيل اپريدي سره حکومتي چلند د بنيادي بشري حقونو او ملکي قانون په ضدبولي.

وي او اى سره خبرو کې د ډاکټر شکيل ورور جميل ايريدي وويل ډاکټر شکيل په يو شمير رنځونو اخته دی او د ساهيوال جيل مشر ته يې د علاج خواست هم کړی دى خو د جميل اپريدي په وينا صوبايي حکومت دې اړخ ته پام لرنه نه کوي او شکيل ايريدي د علاج نه محرومه ساتي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى نديم اينتهوني وويل دجيل دقانون په اساس شکيل اپريدی د علاج حق لري.

نديم اينتهوني وويل بل لویې زياتى دا دى چى شکيل اپريدی دملکي قانون په ضد دخپلې صوبې پځائ دپنجاب صوبې جيل کې بنديوان دى.

جميل اپريدی دا ويره هم لري چې جيل کې د شکيل ايريدى ژوند ته خطر دى.

د جميل اپريدي ددغو تورونو او انديښنو په اړه دپنجاب حکومت غبرګون لپاره د وي او اى ډيوه لخوا د جيلونو صوبايي وزير فياض الحسن چوهان سره د رابطو هڅې ناکامه شوي دي.

کال ٢٠١١م کې دپښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې دامريکایي پوځونو عملياتو کې دنړيوالې ترهګرې شبکې القاعده دمشر اسامه بن الادن له وژنې وروسته د پاکستان حکومت شکيل اپريدى نيولی و او بيا ځايي عدالت هغه ته د ايف سي ار قانون لاندې د وسله والې ډلې لشکر اسلام دغړو د علاج په تور د ٣٣ کاله بند سزا اورولې وه.

خو څېړونکي وایي په دې هر څوک پوهه دي چې د اسامه بن لادن په ضد عملياتو کې امريکا سره دمرستو پسر د پاکستان طاقتوره رياستي ادارو ډاکټر شکيل اپريدي ته سزا ورکړې ده.

د شکيل اپريدي سزا کې دکمي فيصله کوونکی د پيښور پخوانى کمشنر صاحبزاده انيس کال ٢٠١٣م کې د اور لګيدو پيښه کې مړ شوى ؤ او بيا کال ٢٠١٥ کې د شکيل اپريدي وکيل سیمع الله اپریدي د وسله والو برید کې وژل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG