طالبانو دملګرو ملتونو داړونده کمیټې له لوري دوئ ته په دغه نړیوال فورم کې دافغانستان داستازیتوب دڅوکۍ نه ورکولو پرېکړه غندلې خو داشرف غني تیر حکومت کې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح بیا ددې پرېکړې هرکلی کړی اؤ وایي دې پرېکړې دافغانانو په زخمونو ملهم ایښودي دي.
د ملګرو ملتونو يوې نهه کمیټۍ دچهارشنبې په افغانستان کې د طالب چارواکو او په ميانمار کې د جنتا له خوا د دوئ د استازيتوب ورکولو درخواست رد کړی دی د کوم وروسته چې د دواړو هېوادونو په نړيواله کچه د منلو پروسې ته هم لوئ زيان رسېدلی دی۔
دیادې کمیټې په دې فیصله خپل غبرګون کې طالبان وایي د یو خپلواک افغانستان درلودل د افغانستان د خلکو مشروع حق دی اؤ ددې لپاره دوئ د لسیزو راهیسې مبارزه وکړه. ولې اوس دوئ باید د بندیزونو، فشارونو سره مخ او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ څخه محروم شي؟
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دملګرو ملتونو د کمیټې دا پرېکړه دانصاف څخه لرې بللې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د نهه کسيزه کمېټۍ له غونډې وروسته د کمېټۍ مشرې اغلې اېنا اېنسټروم وويل دوئ په دواړو حالاتو کې لا هم فېصله ځنډولې ده ځکه چې د طالبانو او ميانمار پوځ له خوا پرتشدده عمل امريکا او ۱۹۳ هېوادونه کله هم نه شي منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په ۱۵م اګست طالب چارواکو په کابل د ورختلو وروسته دافغانستان واک پخپل لاس کې اخستی او ميانمار کې هم پوځ يو منتخب حکومت ختم کړی ؤ۔
دملګرو ملتونو دپاره دطالبانو لخوا نومول شوي دایمي استازي سهیل شاهین دملګرو متلونو په دې پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي چې طالبان یو داسې افغانستان غواړي، چې له اشغال څخه پاک او د نړۍ له هر هیواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې ولري.
وي او ای ډيوه ته پخپل رالیږلي یو لنډ بیان کې ښاغلي سهیل شاهین ویلي دیو خپلواک افغانستان لپاره دافغانستان خلکو د لیسزو راهسې مبارزه کړې اؤ که اوس داشعال څخه پاک یو خپلواک افغانستان غواړي نو دا د دوئ حق دی اؤ باید څوک یې په دې حق غوښتلو دفشارونو اؤ بندیزونو لاندې رانه ولي اؤ نه یې هم په ملګرو ملتونو کې دڅوکۍ څخه محروم وساتي.
خو داشرف غني په تیرحکومت کې د ولسمشر مرستیال دملتونو دکمیټې ددې پرېکړې هرکلی کړی اؤ وایي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان د مشروع او اساسي قانون له مخې ټاکل شوي استازو سره پاتې کیږي.
هغه په ټویټر لیکلي "موږ د ملګرو ملتونو د اعتبار د کمیټې د دې پریکړې هرکلی کوو او دا د افغانانو په لویو زخمونو دملهم اېښودو په معنا بولو"
د ملګرو ملتونو له خوا دا پرېکړه به د افغانستان او په ځانګړې توګه د طالبانو په حکومت څومره اغېز پریباسي، په دې اړه شنونکی او افغان خبريال بصيرهوتک وايي، د ملګرو ملتونو يا امريکا له خوا دا رقم پرېکړې ثابتوي چې دوئ اوس هم غواړي چې کومې ژمنې طالبانو کړې وې، هغه بايد پوره کړی شي
وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلی هوتک ویلي چې نړيوال لا هم په موجوده افغان چارواکو باور نه لري او دا پرېکړه داسې ده لکه چې د ملګرو ملتونو څوکۍ تېر حکومت سره پاتې شوې وي۔
په امريکا کې مېشت شنونکی اغا محمد صالح وايي بايد فېصلې د حکمت او پوهې په اساس وشي ځکه چې په افغانستان کې د اولس مشکلات ورځ تر بلې زياتېږي۔
ددې پرېکړې په غبرګون کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ټوېټر خپور شوي بيان کې ويلي چې دملګرو ملتونو پرېکړه په انصاف بنا نه ده اؤ دافغانستان ولس څخه یې دهغوئ مشروع حق اخستی دی.
هغه په ټویټر لیکلي دوئ اميد لري چې په راتلونکي کې به دا حق دوئ ته ورکړل شي چې داسې د افغانستان د ولس ستونزې هوارې شي او نړيوالو سره هم مثبتې اړېکې ولري۔
بل اړخ ته دغه کمېټۍ ويلي دوئ به خپل رپورټ راروانه اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وړاندې کوي د کوم وروسته چې امکان څرګندېږي چې دا فېصله به د عمومي اسمبلۍ د راروانې غونډې يعنې ستمبر ۲۰۲۲م پورې ممکنه نه وي۔
د ملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ تیره شپږ اويايمه غونډه د روان کال دستمبر په ۲۸مه سرته رسېدلې وه چې پکې د افغانستان استازيتوب هیچا نه ؤ کړی.
دغه غونډه کې دافغانستان د استازي غلام اسحاق زي عمومي اسمبلۍ ته وينا ټاکل شوې وه خو نوموړي د بحث نه ځان وېستلی ووـ
غلام اسحاق زی د افغانسستان پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې په ملګرو ملتونو کې د افغان استازی ټاکل شوی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغوئ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې نمايندګي غوښتې وه او په قطر کې دخپل سياسي دفتر وياند سهیل شاهین يې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان داستازیتوب په توګه نومولی ؤ۔
دمطبوعاتي رپورټونو له مخې د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس ته خط کې لیکلي ؤ چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موجوده غونډه کې د شرکت خواهش لري.
په دغه خط کې لیکل شوي وؤ چې غلام اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې نور د افغانستان استازی نه دی پاتې شوی.
د طالبانو د خارجه وزیر د لیک نه وړاندې ای ایف پي پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ اسحاق زي ښاغلي ګوټېرېس ته په جدا لیک کې په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون دپاره د افغان پلاوي نوملړ لېږلی ؤ.
په دغه لیک کې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی بلل شوی و.
ای ایف پي وايي ملګري ملتونه اوس هم اسحاق زی د افغانستان د مشن یا دفتر مشر ګڼي.
خو اوس افغانستان په ملګرو ملتونو کې د حق نه محرومه پاتې شوی وو او په خصوصي توګه د عمومي اسمبلۍ په ۷۶مه غونډه کې د افغانستان استازیتوب هیچا نه ؤ کړی.