لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ماليې محکمې د ځمکو قيمتونه سېوا کړي


د پاکستان د مالیې مرکزي ادارې اېف بي ار په ټول ملک کې د ځمکو قيمتونه زيات کړي چې په مرکزي کچه د ځمکو د انتقال او خرڅولو په مد کې په ماليه يا ټېکس کې اضافه وکړي.

خو په خیبر پښتونخوا کی د ځمکو کاروبار کوونکي وايي، د قیمتونو د زیاتوالی سره به په ځمکو 270فیصده ټيکسونه نور هم زیات شي او نه یوازې د دوی روزګار به ورسره متاثره شي بلکې د بهر هېوادونو نه راتلونکې پانګونې به هم ورسره راکمې شی.

اقتصاد پوهان وایي مرکزي د ټيکسونو اداره ایف بي آر غواړي چې په ځمکو ود هولډنګ او د ګټی مالیا زیاته کړي.

پوهان وایي د ځمکو په سرکاري او د مارکیټ په نرخونو کی فرق ډیر زیات وو او مرکزي حکومت د دغه فرق ختمولو دپاره یو ښه ګام اخستی دی خو بیا نرخونه یې ډیر زیات سیوا کړی شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د ځمکو کاروبار کوونکی عصمت الله اپریدی وایي ایف بي آر دې له یوه کمیټي جوړه کړې وه او د ځمکو د کاروباريانو نه یې سپارښتنې غوښتې وي، خو هغه یې بيا نه دي عملي کړي.

عصمت الله وایي د بهر هیوادونو نه کارکوونکي پاکستاني د ځمکو په کاروبار کې پانګونې کوي، او د دې قيمتونو د زياتوالي سره د ځمکې بيعه 270 فيصده زياته شي، کاروبار به اغېزمن شي او پانګونې به وديږي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او اې ډيوه ته وايي، د مارکيټ او سرکاري نرخ ترمنځ فرق زيات وو او دا فرق کمول ضروري دي، خو اېف بي ار چې کوم نرخونه تړلي دا ډېر زيات دي.

نوموړي وويل د هغه په خېال په دې کې د270 فیصدی نه تر 700 روپو پورې اضافه شوې او دا وخت مالياتي اداره په ځمکو د 15 نه 30 اربه روپو پورې ماليه اخلي، او د دې بدلون سره به دا ماليه د 100 اربه روپو نه هم زياته شي، پکار ده چې حکومت دې بيعو ته بيا کتنه وکړي.

اېف بي ار د ځمکو د قیمتونو دغه بدلون د خیبر پښتونخوا غټو ښارونو پېښور،مردان ایبټ اباد ،مانسهره او ډیره اسماعیل خان ته هم غځولی دی.

د ملک د پلازمينې اسلام اباد په اېف سېون سېکټر کې د يو مربع ګز ځمکې بيعه درې نیم لاکه روپۍ مقرر کړی شوې او په خوا شاه سیمو کی 36زره روپۍ د مربع ګز قيمت مقرر کړی شوی دی.

پوهان وایي په پاکستان کی د اتلسم اييني بدلون وروستو دا د صوبايي حکومت ذمه واري ده چې په ځمکه ماليه واخلي، خو اوس هم مرکزي حکومت د ود هولډنګ او د ګټې د ټېکسونو په مد کې ماليه ترلاسه کوي، او صوبايي حکومت ته د سټامپ پېپر په نوم کولو سره ماليه ترلاسه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG