لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ګوادر ته حق ورکړئ" نعرہ اوس"بلوچستان ته حق ورکړئ"باندې بدله شو


دبلوچستان ګوادر سیمه کې دپیل شوي احتجاجي پرلت مشران وایي ايالتي حکومت هيڅ واک لري نو ځکه له دې وروسته دوئ د ګوادر ښار پر ځائ د ټول ايالت لپاره پرلت کوي.

دوئ وايي خپله احتجاجي نعره "ګوادر ته حق ورکړئ" یې اوس" بلوچستان ته حق ورکړئ"ته واړوله.

دبلوچستان په ګوادﺭ ښاﺭ کې له تيرو 20 ورځو راهسې احتجاجي پرلت ﺭوان دی،پرلت کوونکو دا احتجاج دسیمې دستونزو د هواري لپاﺭه پېل کړی دی۔

د دوئ احتجاج چې اوږد شو، نو دبلوچستان ايالتي حکومت د تيرې پنچشنبې يا زيارت په ورځ دخپلي يوي اعلاميې په ترڅ کښې د ايالت له ديارلسو ضلعو څخه پنځه نيم زره پوليس سرتيرو ته امر کړی ؤ چې په ګوادر ښار کښې د امنيت خوندي ساتلو په موخه زر تر زر هلته ځانونه ورسوي۔

ددې اعلاميې د خپريدو پر ضد په ګوادر ښار کښې پر احتجاج ناست د احتجاج کوونکو مشر مولانا هدايت الرحمان د جمعې په ماسخوتن احتجاج کوونکو ته په خپله وينا کښې وويل "دوئ به خپل پرلت تر هغې نه ختموي تر څو چې يې غوښتنې عملي شوي نه وي"

مولانا هدايت الرحمن پر حکومت کلکې نيوکې وکړې چې ايالتي حکومت هيڅ واک او اختيار نه لري نو ځکه له وسته دوئ د ګوادر ښار پر ځائ د ټول ايالت لپاره پرلت کوي،

هغه وویل دوئ اوس خپله احتجاجي نعره له "ګوادر ته حق ورکړئ" څخه " بلوچستان ته حق ورکړئ" ته واړوله.

ددې تر څنګ دبلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل هم د ټويټر له لارې د احتجاج کوونکو ملاتړ کړی او ليکلي يې دي

" په ګوادر کې د سوله ایز احتجاج کوونکو لپاره هلته دځواکونو ځائ پرځائ کول به یوازې اور ولګوي،

هغه زیاتوي "په زرګونو خلک سړکونو ته راوتلي، ترڅو د هغو نا انصافيو حساب وغواړي چې دوئ له کلونو وﺭسرہ مخ دي، د ځواکونو راوستل یوازې د جمھوري غږونو د ځپلو یوه لاره ده,حق وﺭکړئ و بلوچستان ته"

ياد احتجاجي تحریک دجماعت اسلامي د بلوچستان ایالت جنرل سکرټري مولانا هدايت الرحمن د روان کال د اګست مياشت کښې پیل کړ‎ی ؤ۔

دﺭې اوونۍ وړاندې يۍ دا احتجاج په پر پرلت بدل کړو اؤ د سېمې دځينې نورو ګوندونو غړو يې هم ملګرتيا کړ‎ې ده۔

پر 28م نومبر د ګوادر ښار زرګونو ښځينوو هم د دې پرلت د ملا تړ په توګه په ښاﺭ کې لاﺭيون وکړ ۔

پر احتجاج ناست د ګوادر ښاريان له حکومت څخه تر دولسو ﺯياتې غوښتنې لري، په کومو کې چې د دوئ په خبره څلور غټې غوښتنې دي،

په يادو غوښتنو کښې په ناقانونه توګه د غټو کښتيو په واسطه دګوادﺭ او جيوني په اوبو کې د ماهيانو ښکار بندول،په ګوادﺭ ښاﺭ کې د زياتو امنيتي پوستو يا چيک پوسټونو کمول،ايران سره پر پوله د تېلو او خواﺭکي توکو کاﺭوباﺭيانو ته اسانتياوې برابرول, په ګوادﺭ کې د شراب خانو او نوﺭو مخدﺭه موادو مخه نيول شاملې دي۔

د بلوچستان ايالتي وزيرانو له احتجاج کوونکو سره له دﺭیوؤ مذاکراتي ناستو وروسته په وار وار ويلي چې د احتجاج کوونکو ټولي غوښتنې پر ځائ او سمې دي.

ايالتي وزير مير ظهور بليدي رسنيو ته او ھم دا ډول په خواله رسنيو ويلي، د احتجاج کوونکو زياتره غوښتنې حکومت منلې دي او نوټيفيکشن يې ھم ورکړی۔

خو د ظهور بليدي په خبره د يو څو غوښتنو لپاره پاليسي جوړل او د يو څو لپاره قانوني فيصلو ته اړتيا ده، نو ځکه دوئ له احتجاج کوونکو څخه یو څه نوﺭ وخت هم غواړي۔

د پوليسو دځائ پر ځائ کولو داعلاميې په هکله مولانا هدايت الرحمان پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي،

"يوي خوا ته د مذاکراتو او مثبت پرمختګ خبرې، بلې خوا ته د طاقت کارولو تيارياۍ،
له دي څخه معلوميږي چې په ايالت کښې واک او اختيار له چا سره دی؟ "

هغه وایي "له څو مياشتو راهسې موږ پر امن او د قانون او ائين په دايره کښې پر احتجاج يو، د طاقت له کارولو سره د حالاتو د خرابيدو ذمه واري به پر حکومت وي"

ګوادر د نړۍ د ژورو او تودو اوبو ساحل لرونکی ښار دی، چې ابادي يې تر دﺭیوؤ لکو پوﺭې کڼل کېږي۔

دلته په کال 2016 کې د چين او پاکستان تر ميان “پاکستان چين اکنامک کوﺭېډوﺭ “په نامه د اﺭبونو ﺭوپويو پروژه پېل شوې۔

دپاکستان او چين حکومتي چاﺭواکو په وار وار ويلي چې دا پروژہ نه دا چې د ګوادر ښار او بلوچستان ايالت د ترقي او پرمختګ سبب ګرځیدلی شي،بلکې د دې له امله به ټوله خطه په معاشي توګه پیاوړې شي اؤ او پر مخ تګ به وکړي۔

خو د ګوادر د خلګو په خبره د يادې پروژي له شروع کيدو سره هم د ګوادر او د بلوچستان د نورو سېمو ستونزې د ختميدو پر ځائ لا هم ډيرې شوې دي۔

دوئ وايي له کلونو څخه دخپلو ستونزو د حل په موخه احتجاجونه او مظاهرې کوي خو څوک يې ستونزې حل کولو ته تياﺭ نه دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG