لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دیر:طالبعلمې سره په جنسي تیري تورن جج عدالت په ضمانت خوشې کړی


دپلټنو یوې ګډې ډلې دخببر پښتونخوا په کوز دیر سیمه کې دیوې میرمنې لخوا په جنسي تیري تورن کړل شوی سول جج په هغه دلګول شوؤ تورونو نه پاک کړی اؤ محکمې په ضمانت دهغه دخوشې کولو امر کړی دی.

د نومبر په 25مه ، د کوز دیر دپولیسو ضلعي مشر رسنیو ته ویلي وؤ چې پېښور کې میشته دچترال سره دتړاؤ لرونکې یوې محصلې په شکایت یې دسول جج جمشید کنډي په ضد مقدمه درج کړې اؤ هغه یې نیولی دی.

دطب په څانګه کې دغاښونو دشعبې محصلې دغه چترالۍ جینۍ پولیسو سره په درج کړي رپورټ کې په یاد قاضي یا سول جج تور لګولی ؤ چې ددې خور ته دنوکرۍ ورکولو په نوم یې دې نه ۱۵لکه روپۍ اخستي دي.

هغې ویلي وؤ ۱۵لکه روپۍ ورسره نه برابریدې نو جج ته یې ته دپیسو پیسو په بدل کې خپل کالي پتري ورکړي خو وروسته ورته جج وویل چې اوس دهغې خور ته نوکري ورکول دده په لاسو کې نه ده نو ځکه باید خپلې پیسې اؤ کالي بیرته یوسي.

دغه جینۍ ویلي وؤ کله چې دپېښور نه جج جمشید کنډي سره دهغه په ګاډي کې کالو پترو راوړلو پسې کوز دیر ته لاړه نو هغه پرې پخپل سرکاري کور کې جنسي تیری وکړو.

په هغه مهال ددغه جینۍ په رپورټ پولیسو نوموړی جج نیولی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دطبي معاینې نه هم ښکاره ده چې جینۍ باندې جنسي تیری شوی دی اؤ په دغه مقدمه کې وروسته بیا جج جمشید کنډي زندان ته ولیږل شو.

خو وروسته بیا ددې قضیې دپلټنو لپاره جوړې یوې ګډې ډلې پخپلو پلټنو کې ویلي چې په نوموړي جج لګول شوي تورونه حقیقت نه لري اؤ کومې میرمنې چې پرې تور لګولی هغه له دې وړاندې خپله دجرمونو ریکارډ لري اؤ دپنجاب په رحیم یار خان، لودھرا، ملتان او لاهور کې پرې بیلابیلې مقدمې درج دي.

تیره ورځ ځایي محکمې په دغه قضیه کې دنوموړي جج ضمانت منظور کړی اؤ دهغه دپرېښودلو امر یې کړی دی.

خو تر دې وړاندې دپېښور هایکورټ رجسټرار پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې په یاد قاضي دلګول شوؤ تورونو له امله هغه له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.

قانون پوهه اؤ د بشري حقونو فعال شبیر حسین ګګیاني وي او ای ډیوه ته وویل چې دا داسې رقم قضیو کې د معززو او عزتمندو خلکو بدنامي کیږي اؤ دداسې تورونو دمخنیوي لپاره ددې قضیې څېړنو ته اړتیا لیدل کیږي.

تر اوسه دې قضیه کې په جنسي تیري د تورن کړل شوي سول جج دریځ په رسنیو مخې ته نه دی راغلی.

وي او ای دنوموړي جج د دریځ معلومولو په غرض دهغه د وکیل سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG