لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د خېبرپښتونخوا په بلدیاتي انتخاباتو کې د اقلیتي امیدوارانو شمېر کم دی


مردان ـــ په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې دوام لري او له عامو چوکیو سره سره په خصوصي چوکیو هم د ښځو ګڼ شمېر برخه اخلي خو پوهان وایي په صوبه کې په مخصوصو چوکیو د لږکیو تعداد ډیر کم دی.

په ښارونو کې په مخصوصو چوکیو د اکثره کم شمېره طبقو ګڼ شمېر امیدواران بلامقابلې پاس شوي خو بیا هم په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې دغه مخصوصې چوکۍ خالي پاتې کیږي. پوهان وایي د سیاسي ګوندونو ذمه واري ده چې د پاړټۍ دننه د دوی دپاره زمینه برابره کړي.

په مردان ښار کې د غیر سرکاري ادارې اکسفیم د سیوري لاندې کارکوونکي د ښځو او لږکیو د حقونو کارکوونکې اداره سایبان وایي دا ځل په بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو کاندیدانو تعداد د ډاډ وړ دی او اوس په ښځو کې پوهه هم راغلې چې د خپلو حقونو دپاره غږ پورته کوي او وړاندې راځي په ټاکنو کې برخه اخلي.

د سایبان مشر عارف خان وي او اې ډیوه ته وایي ښځې اوس فعاله شوې دي خو دا ځل په دې ټاکنو کې د لږکیو تعداد کم دی، دوی وایي په ښارونو کې خو بیا هم د لږکیو کاندیدان لیدل کیږي خو په لرې پرتو علاقو او کلیوالو سیمو کې یې برخه د نشت برابر ده:

"په ملکي کچه د اکثره سیاسی ګوندونو له خوا هم دې ته پام نه کیږي او باید چې دوی په ټاکنو کې د خپلې برخې نمایندګي ولري".

الیکشن کمیشن وایي په خیبر پښتونخوا کې د ښځو دپاره د ۲۳۰۰ نه زیاتې چوکۍ ورکړی شوې او ددې دپاره د څلور زره نه زیاتې ښځې کاندیدانې په دې کې برخه اخلي.

په مردان ضلع کې د لږکیو دپاره ۲۳۱ چوکۍ دي خو په ښار کې یواځې ۱۵ امیدواران برخه اخلي او په دوی کې اته کاندیدان بغیر د مقابلې منتخب شوي دي.

له عیسایي لږکیو سره تړاو لرونکې صايمه امانت هم بلا مقابله ټاکل شوې، دا وایي د ښځو په مخصوصې چوکۍ ټاکنې په دې وجه کېږي چې ښځې زیاتې نه راوځي:

"ما غوښتل چې د ښځو نمایندګي وکړم او د لږکیو او ښځو دپاره غږ پورته کړم او د هغوی د آییني حقونو تحفظ وکړم".

روانه مياشت په ۱۹ دسمبر د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې کیږي او هم په دغو ضلعو او ښارونو کې د ووټ غوښتلو عمل کې هم تېزوالی راغلی. الیکشن کمیشن وایي په صوبه کې د ۱۰ نه زیات سيکهان هم بې د مقابلی پاس شوي دي.

په مردان ښار کې د عیسایي لږکیو استازی امانت مسیح د نايبر هوډ په چوکۍ ازاد امیدوار دی، وایي مسلمانانو ورته باور ورکړی چې کامیابي به ترلاسه کړي:

"په چم ګاونډ کې مې خلک ډېر عزت کوي او د ډېر وخت نه مې د خلکو خدمت کړی مونږه ټول د یو بل سره په ټاکنو کې هم کومک کوو. "

په روانو ټاکنو کې د کال ۲۰۱۹ د بلدیاتي قانون کې د بدلون وروسته څلور چوکۍ د ښځو، ځوانانو، لږکیو او کسان (بزګر) دپاره ځانګړې کړی شوې دي خو پوهان وایي دا ځل په ټاکنو کې د ضلعو اختیارات راکم کړی شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG