لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پینځوؤ میاشتو کې دپاکستان دولتي پورونو کې ۱۰۸ فیصدي اضافه شوې ده


د پاکستان د دولتي بینک د شمیرو تر مخه د روان مالې کال په پینځوؤ میاشتو کې د بجټ خسارې پوره کولو د پاره حکومتي پورونه د ۱۰۸فیصدي زیاتیدو سره یو کهرب ۴ اربه ته رسیدلي دي-

د اسټیټ بینک له لوري د خپرو شوؤ شمیرو تر مخه د روان مالې کال په لومړیو دریوؤ میاشتو کې په لګښتونو کې کمی لیدل شوی دی چې له امله یې دبجټ دخسارې پوره کولو دپاره د قرضې حقیقې شمیرې نه څرګندوي-

څیړونکي وایي دحکومت دقرضې زیاتیدو سره په راتلونکې بجټ کې ددې اثر د پرمخ تګ پر کارونو پریوتی شې چې ورسره ګراني او بې روزګاري به نوره هم زیاته شي-

اقتصاد پوهه پروفیسر معراج الحق وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي،حکومت ټیکس نه شي زیاتولی نو د بجټ خسارې پورې کولو د پاره ورسره یوه لاره قرضې اخیستل دي-

هغه وایي د کرونا له امله حکومت د اضافي لګښتونو سره هم مخ شوی دی اؤ بل د حکومت اقتصادې پرمخ تګ د وړاندې څخه کم دی، ګراني زیاته ده او د خلکو د خریدارۍ قوت کم دی-

حکومت تیر کال په هم په دې موده کې د۵۰ اربه روپو قرضې اخیستې وې خو د دې سر بیره مالې خساره د جې ډې پې ۷.۵ فیصده یو او د مالي کال ۲۰۲۱ تر پایه خساره ۳ کهربه ۴۱ اربه ته رسیدلې وه-

مالي کال ۲۰۲۲م د پاره دمالي خسارې د جې ډی پې ۶.۸ فیصده امکان دی-

میکرو انډیکټرز ښایي چې روان مالي کال کې به قرضې د اندازې څخه ډیرې زیاتې وي-

دمالي کال ۲۰۲۲م په بجټ کې دمالي خسارې هدف ۳ کهربه ۹۹ اربه روپۍ ټاکل شوی ؤ.

داقتصاد پوهانو وینا ده چې هیواد کې داقتصادې ودې د کمي له امله حکومت ددغه ستونزو ښکار دی او تکیه یې پر پورونو ده-

ددغه اقتصادي ودې د کمي د اسبابو په اړه پروفیسر ذلاکت خان وي او اي ډیوه ته وایي په هیواد کې سیاسي استکام د اقتصادي ثبات د پاره ډیر ضروری دی او په هیواد کې سیاسي بې ثباتي داقتصادي ودې په لاره کې لویې خنډ دی –

هغه وایي دې سره ګراني او بې روزګارې هم ستر علتونه دي چې حکومت ته به دې اړخ ته پام راګرځول وي-

مالي کال ۲۰۲۲م کې تر اوسه مرکزي حکومتي پورونه یو زر ۵۸۰ اربو روپو ته رسیدلي دې او د پاکستان مجموعې قرضې ۴۰ زره ۲۷۹ کهربه ته رسیدلې دي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG