لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګوادر احتجاج کوونکي وایي حکومت سره یې خبرې کامیابه شوې خو پرلت یې لا ختم نه دی


کوټه ـــ د بلوچستان په ساحلي ښاﺭ ګوادﺭ کې له تېرې یوې میاشتې ناست د احتجاجي پرلت مشر وایي حکومت یې غوښتنې منلې دي، خو احتجاج کوونکو لا تر اوسه پرلت نه دی ختم کړی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د حکومتي چاراکو او د احتجاج کوونکو د مشرانو تر ميان خبرې اترې شوې.

د پرلت او احتجاجي تحریک مشر مولانا هدايت الرحمان وايي په تېرو دوو ورځو کې يې د بلوچستان ايالت له لوړ پوړو چارواکو سرہ په ګوادر ښاﺭ کې درې ناستې شوې او په دغه ناستو کې حکومتي ډلې ورسرہ د دوی 13 غوښتنې منلې او د عملي کولو پریکړہ یې کړې.

مولانا هدايت الرحمان د پاکستان د اردو ژبې ټيليويژن “ډان” ته ویلي، له وزیرانو او له حکومتي استازو، له چيف سېکرېټري او له ايالتي نماينده ډلې سرہ مو درې تفصيلي ناستې شوې ".

د مولانا په خبرہ د دوی د غوښتنو د منلو اعلان به د بلوچستان وزیراعلا مير عبدالقدوس بزنجو نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپله د پرلت کوونکو مخ ته کوي.

د مولانا د دې دعوو په اړه د حکومتي چارواکو له لوري تصديق يا تردید د رپورټ د جوړولو تر وخته مخې ته نه دی راغلی۔

تر دې وړاندې د چاﺭشبنې- شورو په وﺭځ د بلوچستان حکومت په سرکاري خبر کې ويل شوي وو، چې وزیراعلا عبدالقدوس بز نجو، ايالتي وزیران احسان شاه، مير ظهوﺭ بليدي، اکبر اسکاني، د صوبې چيف سېکرېټري مطھر نياﺯ ﺭانا، کميشنر مکران ډيويژن شبير مېنګل، د ګوادﺭ پورټ چېرمېن نصير خان کاشاني او نوﺭ لوړپوړي چاﺭواکي د دوو ورځو لپاﺭه ګوادﺭ ته ﺭسېدلي او هلته به د ګوادﺭ د پرلت کوونکو او د هغوی د غوښتنو په اړه تګلاﺭه ټاکي.

د "ګوادر ته حق ورکړئ" تر عنوان لاندې احتجاجي عوامي تحریک له تېرو څو مياشتو ﺭاهيسې پېل شوی خو له تېرې تقریباً يوې مياشتې راهیسې يې د ګوادر پر پورټ سړک دھرنا چوک پرلت وهلی، خو له تېرو دوو اونيو د دې تحریک نوم " بلوچستان ته حق ورکړی" ته اړول شوی دی.

د دې تحریک مشري د ګوادﺭ اوسېدونکی مولانا هدايت الرحمان کوي، چې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د صوبایي جنرل سېکرېټري دی.

د عوامي تحریک پرلت لا هم دوام لري، دغه تحریک پر پنځلسم نومبر په ګوادر کې پرلت پېل کړی وو.

پرلت وهونکي له حکومت څخه د ګوادﺭ او جيوني په اوبو کې د لويو کښتيو په واسطه د ماهيانو د ښکاﺭ بندول, له ايران سرہ پر پوله په تجاﺭت کې اسانتياوې جوړول او ھلته پر پوله د ايف سي پر ځای و پوليس او ليويز ځواک ته اختياﺭ وﺭکول, په ګوادر کې د امنتي پوستو یا چيک پوسټونو کمول, په ګوادر ښار کې د منشياتو اډې ختمول, د چين او پاکستان تر ميان د سي پېک په نامه اربونو روپو په پروژہ کې و ګوادر ښار ته اوليت او ځايي خلکو ته پکې نوکرۍ ورکولو څنګ نوﺭې غوښتنې لري۔

د بلوچستان پلاننګ او ډيويلپمنټ وزیر ظهوﺭ بليدي رسنيو ته په بيا بيا ويلي چې د پرلت کوږنکو له غوښتنو سرہ سم يې په ناقانونه توګه ښکاﺭ کوونکې لس لویې کیښتۍ نيولې او د هغوی د مالکانو پر ضد يې مقدمې دﺭج کړې دي.

بلیدي وايي د بلوچستان له پينځو لويو سړکونو څخه یې 71 چېک پوسټونه لرې کړي او يواځي 7 ضروري چېک پوسټونه يې پرېیښي دي. له ایران سرہ پر پوله يې د ټوکن نظام ختم کړی او ھلته یې اوس اسانتیا جوړه کړې.

د بلېدي په خبرہ په ګوادﺭ کې يې د شرابو درې دوکانونه بند کړي او د پرلت کوونکو نوﺭې غوښتنې به هم عملي کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG