لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:امریکې سره اړیکو لپاره پاکستان زیاتې لارې نه لري


څېړونکي وايي پاکستان دامریکا سره په تعلقاتو لرلو کې ډېرې لارې نه لري او دا چې امريکا دپاکستان څخه اقتصادي مفادات نه لري خو پاکستان د امریکا نه د تجارت د لارې داسې ګټې پورته کوي کومې چې چين څخه په تجارت کې نه شي ترلاسه کولی.

اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ویلي وؤ چې پاکستان د امریکا سره په لېن دېن ولاړ تعلقات نه بلکې ګڼ اړخيزې او اقتصادي اړېکې لرل غواړي.

ځینې څېړونکي بيا په دې نظر دي چې پاکستان او امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې هم يو شان مفادات نه لري. امریکا اوس هم افغان طالبان او د هغوئ پلوي ترهګر شبکه القاعده ترهګر ګڼي خو پاکستان بيا دا نظر نه لري.

د افغان او نړیوال چارو کار پوهه احمد رشید ډيوه ته وايي واشنګټن په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې اوس هم داسلام اباد همکارۍ ته ضرورت لري.

هغه وایي که په دې سيمه کې ترهګر بيا پياوړي کېږي نو امریکا هم په هدف کولی شي.

دنوموړي په وینا امریکا دا وخت د پاکستان نه خفه یا مروره ده خو هغه تر ډېره وخته داسې خفه نشي پاتې کېدای.

"دا هم پاکستان دی چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا ته اډې او نورې مرستې ورکولې شي"

احمد رشید وايي بلخوا په نړيواله کچه د امریکا او چین ترمنځ هم تاو تريخوالی سېوا کېږي خو هغه په دې نظر دی چې باید پاکستان ددغه غټو طاقتونو ترمنځ جګړه کې د فريق جوړېدو نه ډډه وکړي.

هغه وايي امریکا په پاکستان فشار اچوي چې د هغې په ډله کې شامل شي ځکه چې که پاکستان ته د ايي اېم اېف او نړیوال بانک څخه مرستې ترلاسه کول وي نو امریکا وايي بيا بايد چې پاکستان ځان امریکا ته نزدې کړي.

اوړمه ورځ اسلام اباد کې يو سيمینار ته خپله وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي وېلي وؤ چې پاکستان د امریکا سره په لېن دېن یا د راکړه ورکړې په بنياد ولاړ تعلقات نه بلکې ګڼ اړخيزه او اقتصادي، پراخه تلپاتې داسې اړېکې ساتل غواړي چې سيمه ايزې او نړیوالې تګلارې پرې اثر ونه لري.

د نړيوالو چارو بل څېړنکار ډاکټر اعجاز خټک ډيوه ته وايي امریکا د پاکستان نه اقتصادي مفادات نه لري بلکې امریکا اوس هم په نړۍ کې هغه يوازینی هېواد دی چې پاکستان ترې د تجارت د لارې ګټې اخلي.

هغه وایي د چين څخه په تجارت کې د پاکستان نه بلکې د چين ګټه ده او په دوه اړخیزه تجارت کې پاکستان په چين بېلات کوي.

نوموړی زیاتوي پاکستان دا خبره کوي چې اوس یې د بهرنې تګلارې پام د جيو پولټکس نه جيو اکنامکس اړخ ته اوړېدلی دی خو هغه سوال راپورته کوي چې ایا پاکستان د هند، ايران او افغانستان په لړ کې د جيو اکنامکس اړخ په پام کې ساتي ، که نه؟

"پاکستان د نورو هېوادونو سره د جيو اکنامکس په تناظر کې تعلقات ساتي که نه یې ساتي؟ دا قسمه تګلاره يوازې د امریکا سره نه شي کېدای چې امریکا سره خو به د جيو اکنامکس په بنياد اړيکې ساتي او نورو سره به د جيو پولټکس په بنياد. داسې نشي کېدای"

د مردان دعبدالولي خان پوهنتون دنړیوال اړیکو د څانګې استاد او مشر شکور خان ډيوه ته وايي پاکستان د خپلې بهرنې تګلارې په نورو د منلو په پوزبشن کې نه دی.

هغه وايي امریکا سره د پاکستان په ګډون د نړۍ د نورو هیوادونو سره په تعلقاتو جوړولو کې بلها لارې یا اپشنز شته خو پاکستان سره داسې څه قسمه اپشن ېا لاره نشته.

هغه زیاتوي دا وخت چې پاکستان د کوم اقتصادي او سفارتى کړکېچ سره مخ دی نو پاکستان امریکا ته کومه تګلاره نه شي ايښودلی.

" بيا په هغه تناظر کې چې امریکا په نړيوالو مالياتي ادارو کې کوم کردار لري لکه ايي ایم ایف او ورلډ بینک چې پاکستان یې قرض او مرستو ته هر وخت لېواله وي نو زما په خيال دا به د امريکا لپاره ممکن هم وى چې په دغه لړ کې د پاکستان مخه ونیسي او نه پاکستان غواړي چې امریکا خفه کړي"

څېړونکي دا هم وايي که څه هم پاکستان دا مفکوره خوروي چې اسلام اباد او واشنګټن دترهګرۍ ضد جګړه کې شريک مفادات لري خو داسې نه ده.

هغوي وايي پاکستان افغان طالبان ترهګر نه ګڼي خو امریکا بيا په دې اړه جلا نظر لري او هغه اوس هم افغان طالبان او د هغوي پلوي ډله القاعده ته د ترهګرو په سترګه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG