لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي عمران خان له تاوه دطالبانو په پلوۍ دامریکې په ضد بیان بازي کوي


دپاکستان وزير اعظم عمران خان تور لګوي چې دامريکا لخوا د افغانستان دبانکي اکاونټونو تړلو له امله د وړاندې نه دخپلمنځي شخړو ځپلي دغه هيواد حالات لا نور هم خراب شودي.

څيړونکي وایي دامريکایي صدر جوبایډن لخوا عمران خان سره لا تر دې دمه دتماس نه نیول کیدو پسر وزير اعظم له تاوه دامريکې په ضد بيانونه ورکوي او پاکستان کې امريکا مخالفه جذباتو نه سياسي ګټه پورته کول غواړي.

څيړونکي د وزير اعظم دغه تور بيځايه بولي او وايي دتشو بيانونو پځائ وزير اعظم عمران خان ته پکار دي چې دا معامله دسفارتي لارې امريکا سره راپورته کړي.

اسلام اباد کې دافغانستان په اړه د اسلامي هيوادونو له کانفرنس وروسته خارجه دفتر کې يوې غونډې ته د وينا په وخت وزير اعظم عمران يو ځلې بيا افغانستان کې د انساني بحران ويره څرګنده کړې او په نړۍ یې ټینګار کړی چې افغانستان سره باید په بیړني ډول مرستې وکړي.

وزير اعظم عمران خان وويل ددې حقيقت باوجود چې د اثاثو کنګل کيدو له امله د لکونو افغانانو ژوند دخطر سره مخ کيداى شي بياهم دا ګام پورته کړى شو چى له یې امله حالات بدتره شوي دي.

امريکا کې د نائن اليون دترهګریزو بریدونو دمتاثرينو لخوا د افغان طالبانو په ضد عدالتونو کې دتاوان د عریضو پسر د امريکا حکومت د افغانستان تر لسو اربو ډالرو اثاثې کنګل کړې دي.

د پاکستان ذسرکاري مېډيا ترمخه وزير اعظم عمران خان زياته کړې که طالبان په چا ښه لګي او که بد خو له دې پرته نړۍ ته پکار دي چې د افغانستان د ولس ستونزو ته پام لرنه وکړي.

د دفاعي چارو څيړونکى جنرل ريټاٸرډ طلعت مسعود د وزير اعظم عمران خان لخوا د افغان طالبانو دحکومت په پلوۍ د امريکا په ضد بيان بي ځايه بولي او وايي دا به د ګټو پځائ بدې اغېزې ولري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې طلعت مسعود وويل داسې بيان د امريکا او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالى زياتوالى شي .

د طلعت مسعود په خبره غوره به دا وي چې دښکاره تورونو او بيانونو پځائ پاکستان د افغانستان دکنګل اثاثو معامله دامريکا سره په سفارتي کچه راپورته کړي.

وتلى خبريال او څيړونکى امتياز عالم هم د وزير اعظم عمران خان په دغه دريځ ټکونه کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل عمران خان تاؤ اخستى دى چى دامريکا صدر جوبايډن تر اوسه ولې هغه سره رابطه نه کوي ځکه عمران خان د خفګان نه دا بيان ورکړی دی.

امتياز عالم زياته کړه عمران خان پاکستان کې امريکا مخالفه جذباتو نه سياسي ګټې هم پورته کول غواړي.

بل اړخ ته امريکا افغانستان ته راتلونکي يو کال لپاره په بشري اساس مرستو لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته بل قرارداد وړاندى کړی دی.

دقرارداد ترمخه دا امداد به افغان طالبانو باندې لګيدلو بنديزونو سره تړاؤ نه لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG