لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ ددفاع وزارت دپوځ نوي مرکز کې دغیرقانوني ودانیو نه منعې کړی دی


اسلام اباد هايکورټ دفاع وزارت دپوځ جوړيدونکي نوى مرکز کې دغير قانوني تعميراتو نه منعې کړی دی او عدالت په دې اړه ددفاع وزارت او د اسلام اباد انتظامي ادارې ته د سپيناوي نوټسې هم جاري کړې دي.

دهیواد سترې محکمې یا سپريم کورټ د وړاندې نه د پوځ دانتظام لاندې کينټونمنټ بورډونو کې په تجارتي فعاليتونو دبنديز حکم کړی دى او دپوځ دماتحته ادارې ډي ايچ اى د کاروباري فعاليتونو پسر هم په سياسي او عدالتي کچه غبرګون ليدلى کيږي.

د ځايي اسيدونکو له خوا اسلام اباد هاي کورټ ته شوؤ عریضو کې دپوځ کواټر ماسټر جنرل ادارې باندې د پوځي مرکز نه شاوخوا دسرکاري ځنګل په ځمکه د غير قانوني ديوال جوړولو تور لګول شوی دى او په دې اړه د شواهدو په توګه ددغه مبينه غير قانوني ديوال عکسونه هم عدالت ته ورکړى شوي دي.

مشر قاضي اطهر من الله دخواست کوونکو اعتراضونه مهم او د ولس په ګټه ګرځولي او د خواستونو د اوريدنى د پريکړى سره ېې د دفاع وزارت ته دغه ديوال باندې دکار ودرولو حکم کړی دى.

عدالت د اسلام اباد انتظامي ادارې سي ډي ای او د دفاع وزارت ته په راتلونکې اوريدنه د سپيناوى نوټسونه جارې کړي دي او دسي ډي ای مشر ته یې دمارګله هلز نيشنل پارک يا د ځنګلي ژوند لپاره دځانګړې سرکاري ځمکې دتحفظ باوري کولو امر هم کړی دى.

عدالت په غير قانوني ودانیو کې دککړتيا پسر د فوجدارۍ دقانون لاندى د کارروایۍ خبردارى هم ورکړی دی.

د سپريم کورټ دوکیلانو داتحادیې پخوانی صدر اؤ د ملکي دستور ماهر قاضي انور د اسلام اباد هايکورټ دپريکړې ستاينه کوي او دا دقانون د عملدارۍ په لوري مهم ګام بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل دقانون په نظر کې ټول برابر دي او که يو وګړى دخپلو حدونو نه تجاوز نه شي کولى نو پوځ هم د تېري واک نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې سپريم کورټ دپوځ دانتظام لاندې کينټونمنټ سيمو کې په کاروباري فعاليتونو بنديز لګولى دى.

که څه هم پوځي علاقو کې د اوسيدونکو لخوا دسپريم کورټ ددغه فيصلې په ضد احتجاجي مظاهرې کيږي خو قاضي انور ايډوکيټ زياتوي د دفاع لپاره ټاکلې شوې ځمکه د تجارت سره د کورونو لپاره هم نه شي کارولى کيدلى.

تر دې وړاندې هم د پوځ دماتحت بلې ادارې ډي ايچ ای د فعاليتونو په سر په عدالتي او سياسي کچه پراخه غبرګونونه مخې ته راغلي دي.

سږ کال د اپريل په مياشت کې د ډي اپچ ای اړوند دیوې قضيي داوريدنې په مهال د هغې وخت دلاهور هاي کورټ مشر قاضي ملک قاسم ويلي وؤ پوځ په ځمکو د قبضو کولو لويه ډله يا قبضه ګروپ دی.

دې ته ځواب کې د ډي ايچ ای وکيل ويلي وؤ د مشر قاضي په خبرو پوځ کې ناقلاري ده.

پوځ دا دريځ هم لري چى ډي ايچ ای د يو ارډينينس يا قانون لاندې کار کوي.

څرګنده دې وي چې سي ډي ای د ١٩٦٠م د ملکي قانون لاندې پوځ ته اسلام اباد کې د مرکز جوړولو لپاره سيکټر اي اليون E 11 کې ځمکه ځانګړې کړې ده.

وړاندې نه د سمندري او هوايي ځواکونو مرکزونه دغه سيمې ته منتقل کړى شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG