لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: که د ملي امنيت پاليسي پوره عملي شي اقتصاد به ورسره وده وکړي، اقتصاد پوهان وايي


د پاکستان مرکزي حکومت د نيشنل سيکیورټي پاليسۍ يا ملي امنیت پاليسي منظوري ورکړې، او د پاکستان طاقتورې ادارې پوځ د دغه پاليسۍ ملاتړ کړی دی، اقتصاد پوهان وايي که دغه پاليسي پوره عملي شوه نو د دې سره به د ګاونډي هېوادونو سره د پاکستان تجارت وده وکړي او اقتصاد به يې ورسره ښه شي.

د خېبرپښتونخوا د چېمبر اف کامرس پخوانی مرستيال مشر او کاروباري شاهد حسېن وايي، په پاکستان کې پاليسۍ خو جوړيږي خو هغه عملي کيږي نه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل مرکزي حکومت غواړي چې تجارت ته وده ورکړي خو بيا په داسې پاليسيانې ډېرې په قلاره عملي کيږي، لکه څنګه چې په افغانستان کې د بدلون وروسته د دغه هېواد سره د پاکستان تجارت د يو ارب ډالر نه هم راکم شوی دی او د حکومت لخوا تراوسه پورې په افغانستان کې د تجارت کولو دپاره د بېنکونو چېنلې د څلورو مياشتو تېرېدو وروسته هم بحال نه شوې.

هغه زياته کړه، په مرکزي اسيايي هېوادونو کې د ايران او ترکي مالونه خرڅيږي خو په افغانستان کې د روان وضعيت له امله پاکستاني مالونه دغو هېوادونو ته نه ځي.

د نوموړي په وېنا که دغه امنیتي پاليسي عملي کړی شي نو په منځني اسيايي هېوادونو کې د نهه نه تر لس اربه ډالرو پورې د تجارت ځای شته.

د پاکستان حکومت د نهې/سه شنبې په ورځ (28دسمبر) د مرکزى کابينې په غونډه کې د دغه ملي امنیت د پاليسۍ منظوري ورکړې ده.

که څه هم د قامي سلامتيا د دې تګلارې خدوخال لا نه دي واضحه کړی شوي خو د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي، په دې تګلاره کې د هېواد اقتصاد ته لومړيتوب ورکړی شوی او دا به د عام تن د مفاداتو نه چاپېره چورلي.

د پاکستان او افغانستان تجاران وایي، وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت د دوه اربه ډالرو نه هم زیات وو. يو خو تل دغه دوه اړخيزه تجارت د سياستونو او پاليسيانو ښکار پاتې شوی او د په بره تلو په ځای اکثره په ښکته راغلی دی، او اوس چې طالبان په واک کې راغلي دا د يو ارب ډالر نه هم زیات راټيټ شوی دی.

د پاکستان د ګاونډي هېواد هند سره چې په کال 2019 کې د کشمیرد قانوني حيثيت بدلولو په وجه تاو تريخوالی سېوا شوی وو، د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال په لومړو درېو میاشتو کې هند ته د پاکستان برامدات يا د پاکستان نه هند ته د لېږونکو توکيو کچه 90اعشاريه څلور فيصده راکمه شوې ده.

بېنک دا هم وايي چې د هند نه پاکستان ته درامدات 14 اعشاريه نهه فيصده راکم شوي دي او دا د 49ملينه ډالرو نه 42ملين ډالرو ته راټيټ شوي دي.

اقتصاد پوهه فدا حسېن وايي پکار ده چې په سيمه کې سياست د اقتصاد نه بيل وساتل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، لکه څنګه چې يورپي يونين او اسيان هېوادونو خپلمنځني تجارت اسان کړی دی، د دغه ډول ګامونو سره به د پاکستان اقتصاد وده کوي.

د نوموړي په وېنا که پاليسياني جوړيږي او بيا عملي کيږي نه، د تجارت لارې نه اسانول کيږي، نو تشې په نوم پاليسيانې ګټه نه کوي.

اقتصاد پوهان وايي، چې علاقايي يا سيمه ييز تجارت په دې وجه هم وده ونه مومي چې د امنیت له سببه جوړې پاليسۍ پکې خنډان را ولاړوي، پاکستاني او افغان تجاران تل دا شکايت کوي، چې د دې دواړو هېوادونو او تر منځني اسیايي هېوادونو پورې د يو بل دپاره د تجارت نزدې او ارزان ګټور مارکيټونه دي، خو که تجارت د سياستونو ښکار نه شي او اسانۍ پکې جوړې کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG