لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقامي سلامتیا دتګلارې پارلیمان ته په نه وړاندې کولو اپوزیشن ګوندونو سخت احتحاج کړی


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو دحکومت لخوا دقامي سلامتيا تګلاره لا تر اوسه پارليمان ته دنه وړاندې کولو په ضد سخت احتجاج کوي او دا یې دملکي ګټو په ضد ګرځولې ده.

بل اړخ ته حکومت په مخالفه ګوندونو د دوه مخې تګلارې لرلو تور لګولى دى او سينيټ کې دحکومتي غړو پارليماني مشر ډاکټر شهراد وسيم ويلي دحکومتي بلنې باجود مخالفو ګوندونو دپارليماني کميټۍ غونډه کې دګډون نه ځکه انکار کړى ؤ چې دا ځل دپوځي قيادت پځائ دقامي سلامتيا سلا کار بریفنګ ورکولو.

دچهار شنبې په ورځ د سينيټ غونډې ته وينا کې دحکومت مخالف پيپلز ګوند غړې شيري رحمان وويل دحکومت دقامي سلامتيا دتګلارې حيثييت دکاغذي ټوټې دى ځکه چى ځمکنى حقيقت ددې نه ډير بدل دی.

هغې وويل حکومت په دې اړه سينيټ د سره باور کې نه دى اخستى.

دنوموړې په وینا دا څنګه تګلاره ده چې حکومت داقتصادي پرمختيا د لومړيتوب دعوه کوي خو حکومت دسرکاري مرکزي بينک خپلواکي ختموي او دا بينک راتلونکي کې د پاکستان دمنتخب پارليمان پځائ نړيوالو مالياتي ادارو ایي ايم ايف او نورو طاقتونو ته ځوابي کوي.

دسینیټ په غونډه کې د مخالفه ګوندونو غړو داعلان شوې حکومتي تګلارې دمسودې لا تر اوسه سينيټ ته په نه وړاندې کولو احتجاج وکړو او بيا یې د سینیټ دکاروايۍ نه بايکاټ هم وکړو.

بل اړخ ته سينيټ کې دحکومتي او اتحادي غړو پارلپماني مشر ډاکټر شهزاد وسيم په مخالفو ډلو د دوه مخه تګلارې تورونه لګولي دي.

دمخالفو ګوندونو ټکونو ته ځواب کې هغه دريځ خپل کړی دى چې وړاندې به دپارلپمان دقامي سلامتيا دکميټۍ غونډو کې د اپوزيشن ټول غړي ځکه موجود وؤ چې دې کې به د پوځ سرلښکر او د ایي ايس ایي مشر هم موجود وؤ خو دا ځل یو غیرپوځي تن دا بريفنګ ورکولو او اپوزيشن پکې خپله سياسي ياشخصي ګټه نه ليدله.

نوموړي زياته کړه که اپوزيشن په حکومتي بلنه پارليماني کميټي ته ورغلی ؤ نو د قامي سلامتیا دنوې تګلارى په اړه به یې خپل انديښنې او سپارښتنې وړاندې کولى شوې.

دسينيټ غونډه کې د حکومت مخالفه ګوند جماعت اسلامي غړي مشتاقاحمد خان دشناختي کارډ مرکزي اداره نادرا کې د پوځ دحاضر سروس او ريټايرډ چارواکو دبهرتي کولو معامله راپورته کړې ده او دایې دتعليم يافته ځوان کول سره زياتى ګرځولى دى.

سينیټر مشتاق احمد په دې اړه سينيت ته ورکړل شوئ حکومتي ځواب باندې بى باوري ښودلې ده.

خو مرکزي وزير علي محمد خان بیا ويلي بهرتي شوى تنانو وړتیا لرله ځکه حکومت بهرتي کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG