لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زیات غربت باوجود پاکستان اؤ هند څومره اټومي وسلې لري؟


پاکستان او هندوستان د خپل منځي تاؤتریخوالي باوجود دنوي کال په وړومبۍ ورځ د يوبل سره د خپلو جوهري شتمنو د فهرستونو تبادله کړې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوهري شتمنو د فهرستونو دا تبادله د يوبل په جوهري شتمنو
د حملې نه کولو په اړه د دیرش کلنې لوظنامې لاندې شوې ده.

پاکستان او هندوستان هر کال د نوي کال په سر کې د جوهري شتمنو د فهرستونو دا تبادله په داسې حال کې کوي چې د جوهري وسلو په زغل نظر لرونکې نړیواله اداره سېپرى وايي دا وخت پاکستان سره 160 او هند سره 150 جوهري وسلې دي او پاکستان د هند څخه زياته ایټمي وسله لري.

څېړونکي وايي دواړو هېوادونو کې داسې ډلې شته چې دجوهري وسلو په شمېره کې کمی د خپلو مفاداتو پرضد بولي.

دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا جارى شوي بيان کې ويل شوي چې اسلام اباد او نوي ډيلي کې د جنورۍ د مياشتې په اولنۍ نېټه پاکستاني او هندي سفارت کارانو د يو بل سره د خپلو جوهري شتمنو او سهولتونو د فهرستونو تبادله کړې ده.

يوبل سره د جوهري شتمنو د فهرستونو د ادلون بدلون دا لوظنامه دکال 1988ددسمبر میاشت کې د هغه وخت دپاکستان وزيراعظمې بې نظير بهټو او دهند وزیراعظم راجيو ګاندهي لاسلیک کړې وه او په دې تړون د کال 1991 راهسې عمل روان دی.

د پاکستان خارجه وزارت ویلي چې د جوهري شتمنیو فهرست یې پرون د جنورۍ په لمړۍ نېټه د پاکستان د وخت مطابق سحر لس نيمې بجې د هند د هاي کمشنر استازي ته په خارجه دفتر کې سپارلی دی او له هغې وروسته د هند خارجه وزارت پرون سحر يوولس بجې د پاکستان د هايي کمشنر نماېنده ته د خپلو جوهري شتمنیو فهرست ورکړو.

د پاکستان او هند ترمنځ د تاؤژنو اړيکو باوجود دا دېرش کلنه لوظنامه پرځائ ده.

په جوهري وسلو نظر لرونکې نړيوالې ادارې سټاک هوم انټرنېشنل پيس ريسرچ انسټیټیوټ د کال 2020 د رپورټ ترمخه پاکستان او هندوستان په تېرو لسو کلونو کې د خپلو جوهري وسلو په شمېره کې دوه چنده اضافه کړې ده.

د سېپرى د رپورټ ترمخه پاکستان دا وخت 160 او هند 150 جوهري وسلې لري.

دغه اداره دبېلابېلو سرچینو څخه دترلاسه شوؤ مالوماتو په اساس وايي چې د هند په مقابله کې دپاکستان سره زياتې جوهري وسلې دي.

وتلی سائنس پوهه او استاد پرویز هود بايي ډيوه ته وايي د پاکستان او هند ترمنځ هر کال د جوهري شتمنیو د فهرستونو تبادله يوه رسمي کاروايي ده خو وايي د افسوس خبره دا ده چې دواړه هېوادونه پرله پسې خپلې جوهري وسلې سېوا کوي.

هغه وايي دواړو هېوادونو سره د ضرورت نه زياته جوهري وسله ده او په دواړو هېوادونو کې داسې ډلې او لابۍ شته چې د خپلو مفاداتو لپاره په دې شمېره کې کمی نه راوستل غواړي.

هغه زیاتوي چې د جوهري وسلې دا زغل د پاکستان او هند د اولسونو په ګټه کې نه دی.

د سېپرى د رپورټ ترمخه په نړۍ کې په مجموعي توګه د جوهري وسلو په شمېره کې کمی راغلی خو پاکستان او هند په چټکتیا سره خپل جوهري پروګرامونه غځوى، په عصري جوهري وسلو او ټېکنالوژۍ ېې سمبالوي.

ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري ډيوه ته وايي پاکستان دا وخت په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې دنړیوال معیار نه هم زياته برخه ده.

دی وايي چې کله يو هيواد دخپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دایټمي وسلو دا زغل په داسې حال کې روان دی چې مطبوعاتي رپورټونه وایي په دواړو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک دغربت دلیکې نه هم ښکته ژوند کوي اؤ دخوراک،علاج اؤ تعلیم په څېر بنیادي اسانیو نه هم محرومه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG