لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمري پېښه:د اوؤ خویندو یوازینی ورور اسدالله اؤ دهغه نور درې ملګري خاورو ته سپارل شوي


په دغو مړو شوؤ کې داسد الله په نوم هغه زلمي اسدالله هم شامل ؤ چې د اوو خویندو یوازینی ورور ؤ.

د پاکستان دسیلګرۍ سیمه مري کې د واورو د ورښت له امله مړه شوي څلور پښتانه زلمي د اتوار په ورځ خپلو پلرنیو سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په دغو مړو شوؤ کې داسد الله په نوم هغه زلمي اسدالله هم شامل ؤ چې د اوو خویندو یوازینی ورور ؤ.

دمردان داستوګن اسدالله ګاونډي محمد عمران وی او ای ډیوه ته وايي د اسد الله پلار د هغه په وړوکوالي کې وفات شوی ؤ ، اووه خویندې لري او دوه کاله وړاندې یې واده کړی ؤ او یو ماشوم زوئ ترې یتیم پاتې شو.

په دغه پېښه کې بل مړ شوی تن د اسد الله نزدی ملګری او د تره زوئ ؤ، دمحمد بلال کورنۍ په کراچۍ کې ژوند کوي او بلال د کراچۍ نه راغلی او د خپلو دوستانو سره د سیل دپاره مری ته تلی ؤ.

ځایي اوسیدونکی او د اسدالله ملګری محمد شفیق د څلورو دوستانو دجسدونو مردان ضلعې ته د راوړلو دپاره تلی ؤ، هغه وي او ای ډیوه ته وایي دغه ملګري یې دمري نه بیرته خپل کور ته راروان وؤ خو د واورو له امله لارې تړل شوې وې اؤ په دوئ په یخه یخنۍ کې دګاډي دننه شپه راغله.

شفیق وایي دګاډي دننه د اکسیجن دنشتوالي له امله دغه څلور واړه ملګري مړه شوي دي.

په مړو دوستانو کې محمد سهیل دمردان ضلعې میاعیسا سره تعلق لري ددوئ په پلرنۍ سیمه کې ځایي اوسیدونکي ددعا دپاره ورځي.

دسهیل مشر ورو د څلورو ملګرو عکسونه په لاسو کې نیولي اؤ وي او ای ډیوه ته وایي د ورو نه یې دوه تنکي ماشومان یتیمان پاتې شول.

هغه وایي دوئ دا ګڼي چې دا یوه حادثه ده چې د دوئ کورنۍ ورسره مخ شوه خو ددې ترڅنګ زیاتوي چې په مري کې په دومره لویه کچه دسیلګرو راټولیدل اؤ دانتظامیې له لوري څه حفاظتي ګامونه نه اخستل غفلت دی.

په تازه ګرام سیمه کې ځایی اوسیدونکي وایې یو اړخ ته که هغوئ د غټ غم ښکار شوي خو بل اړخ ته د صوبایي حکومت او مقامي انتظامیې لخوا چا هم د هغوئ ډاډګيرنه نه ده کړې.

دوه ورځې وړاندې دپاکستان پلازمینې اسلام اباد سره نزدې په یخه سیمه مري کې د واورې وریدو په مهال د یخنۍ دلاسه د ۲۱کسانو په مړینه دپاکستان په حکومت سختې نیوکې روانې دي اؤ حکومت مخالفه ګوندونه وایي چې حکومت یوازې دسیلګرانو ګاډي شمیرل خو دهغوئ د ژغورنې لپاره یې هیڅ نه دی کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG