لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د ناسمو اصولو په اساس د افغانستان دپاره مرستې غوښتي، څيړونکي وايي


څيړونکي او پوهان وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان چې د کومو نړيوالو اصولو په اساس د افغانستان دپاره د مرستو غږ کړی، هغه د طالبانو تر واک لاندې یاد هېواد دپاره نه عملي کيږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 22 جنورۍ په ټویټر ويلي وو،

"د لوږې ښکار کروړونه افغانان د نړيوالې ټولنې لخوا په بېړنۍ توګه مرستو ته اړتيا لري، څوک چې د ملګرو ملتونو د تحفظ د ورکولو د اصولو (R2P) لاندې په بېړنۍ توګه د مرستو پابند هم دي".

هغه په بل ټویټ کې ويلي، چې "د (R2P) بله برخه دا ده چې د يوې جګړې په نتيجه کې د رامنځته شوي انساني الميې څخه دې د خلکو په ژغورولو کې مرسته وشي. او د افغانانو مرسته د نړيوالې ټولنې زمه واري ده".

خو د عمران خان په دغه بيان بيا نيوکې شوي چې نوموړی د (R2P) په اصولو هډو خبر نه دی.

په پاکستان کې څيړونکي او ليکوال مشرف زېدي د عمران خان د بیان په اړه په ټویټر ویلي،

"د (R2P) په څلورو خبرو بحث کېدی شي چې پکې، نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشريت پرضد جرمونه، په لساني بنيادونو وژنې شامل دي، مشرف زېدي ويلي، تر څو پورې چې په دغو شرطونو کې په يو يا دوو بحث نه شوي چې دا په افغانستان کې ترسره شوي دي، دا په (R2P) کې نه راځي".

د (R2P) يا تحفظ د زمه وارۍ د نړيوال مرکز ترمخه دا هغه اصول دي چې د 1990 په لسيزه کې په روانډا او يوګوسلاويه کې په غټه کچه د ظلمونو وروسته جوړ شوي او په کال 2005 کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې منظور کړی شوي وو، چې دا خبره يقيني کړی شي چې نړيواله ټولنه د نسل وژنې، جنګي جرمونو، د بشريت پرضد جرمونو او په لساني بنيادونو د وژنو په مخنيوي کې بيا پاتې رانه شي.

په افغانستان کې د کابل نيوز مشر او څیړونکی غلام جېلاني ځواک وايي، د پاکستان وزيراعظم عمران خان لکه چې دغه نړيوال اصول نه دي لوستي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پکار ده چې عمران خان نړیوال اصول مطالعه کړي. نوموړي وویل عمران خان چې د (R2P) د کومې مادې خبره کړې ده نو هغه په دې پوهه نه دی".

خو نوموړي زياته کړه "پکار ده چې نړيوال د افغانستان سره مرستې وکړي او دا یې ځکه زمه واري جوړيږي چې که افغانستان د بشري بحران سره مخامخ کيږي لوږه او فقر جوړیږي نو د هغې سره جوخت دغلته جرمونه کوونکې او ترهګرې ډلې پياوړي کيږي، نو د سيمې د امنيت په خاطر بيا د نړيوالو زمه واري ده چې د افغانستان سره مرستې وکړي".

بل لور ته د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو زده کړو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور وايي، "ښکاري چې وزیراعظم عمران خان په نړيوال واصولو نه دی خبر، او په ډېرو څیزونو غلطې خبرې وکړي، د هغه بيان چې پاليسي بيان ګڼل کيږي او که هغه داسې ناسمه خبره کوي دا د ټول پاکستان دپاره د شرم خبره ده".

هغه وویل "په افغانستان کې په منظم ډول کومه نسل کشي نه ده شوې، د کومو اصولو يادګېرنه چې عمران خان کړې ده".

د پاکستان په اړه ويل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وکالت کوي خو تراوسه پورې نه خو پاکستان او نه کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

په پاکستان کې په عمران خان وړاندې هم داسې نیوکې شوي چې هغه دغه رنګ د ناسمو مالوماتو په اساس غلط بيانونه ورکوي، هغه په خپل یو بيان کې جاپان او جرمني په ګډه پوله ياد کړي او بيا يې د پښتنو په اړه هم ځينې څرګندونې کړي چې حقاني د پښتنو قبيله ده، خو دغه بيان يې هم پښتنو پوهانو رد کړی وو چې د حقاني په نوم د پښتنو يوه قبيله نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG