لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د جهاد پلوی د پښتونخوا مشیر سیف: افغان طالبانو پاکستان ضد ډلې نه دي ختم کړې


د پښتونخوا د صوبایي حکومت مشیر او پخوانی سنېټر محمد علي سیف
د پښتونخوا د صوبایي حکومت مشیر او پخوانی سنېټر محمد علي سیف

په اففانستان او کشمیر کې د جهاد پلوی او د متحده قومي مومنټ پخوانی سنېټر او اوس د خېبر پښتنوخوا د صوبایي حکومت مشیر بېرسټر محمد علي سیف ادعا کړې چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان پرضد ډلو وجود په بشپړ ډول ختم کړی نه دی.

نوموړي ویلي افغانستان د طالبانو په کنټرول کې دی خو د هلته نه د پاکستان په حدودو کې حملې کېږي.

بېرسټر سیف زياته کړه په پاکستان کې چې په وروستيو کې کومې پېښې او چاودنې وشوې د دې تړون د پولې پورې غاړې افغانستان سره دی او تور يې ولګاوه دغه خلک د پولې پورې غاړې مرکزونه لري.

بېرسټر سېف پخوا د پوځي آمر جنرال پروېز مشرف په کابینه کې هم پاتې شوی او نزدې دوه کاله وړاندې يې د پاکستان په سېنټ کې په نورو سنېټرانو باندې غږ کړی وو چې په افغانستان او کشمیر کې دې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به یې ملګری وي.

ښاغلي سیف چې کله په اففانستان کې د جهاد لپاره غږ کوو نو هغه وخت په یاد هېواد کې منتخب حکومت واکمن وو او په پاکستان تورونه وو چې د افغان طالبانو سره ولاړ دی.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حقنواز خان وایي دغه تورونه به پخوا په پاکستان لګېدل او هم دغه خلک دي چې پرون د امریکې خلاف له دې ځایه جنګ ته تلل او په افغانستان کې طالبانو ته هم پته ده چې دا خلک مونږ سره مرستیال وو او مونږ دوی سره په پاکستان کې میلمانه وو:

"دوی [د پاکستان واکداران] همیشه دا کوشش کوي چې کله هم څه مسله راشي نو په ملک کې دننه د حل په ځای یې په اسانه تور په بل ولګوي چې ذمه واري د ځان نه واړوي، هرچاته پته ده په افغانستان کې چه کوم حکومت دی د هغوی پاکستان سره ښې اړیکې دي او د هغوی زیات تره قیادت په پاکستان کې وو".

تېره ورځ د پاکستان قامي سلامتیا سلاکار معید یوسف هم د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو قايمه کمېټۍ ته ويلي وو د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان په ضد کارول کېږي خو د کمېټۍ مشر احسان ټوانه دغه خبرونه رد کړي دي.

د افغانستان پخواني منتخب افغان حکومت، امریکايي جنرلانو او اعلا چارواکو تل ویل چې ترهګر او طالبان د افغانستان د جغرافیايي حدودو نه بهر په پاکستان کې ژوند کوي او هلته نه په افغانستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي. اسلام اباد به دغه ادعاوې ردولې.

البته چې طالبانو د اګست په میاشت کې د ټوپک په زور واک واخیست نو د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ووېل چې افغانستان کې «د غلامۍ زنځیر» مات شو.

څېړنې وایي په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان سره په پوله د پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي او د زیاترو بريدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور مسید وايي، په افغانستان کې د طالبانو د راتلو وروسته تحریک طالبان پاکستان بيرته راتلل پېل کړي او ښکاري چې دلته په پېښو کې زیاتوالی راشي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، داسې ويل کيږي چې د ټي ټي پي سره اوس نور خلک شاملیږي او د هغې سره داسې ښيي چې د دوی حوصلې هم لوړيږي.

پاکستان د 2021م کال په نومبر کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړي او ویل شوي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په خواست او مینځګړيتوب دغه خبرې روانې شوي او يوه میاشت ډز بندي هم شوې وه، چې د ټي ټي پي په وینا په دسمبر کې بیرته ختمه شوې وه.

وروسته په پينځمه جنورۍ د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، د ټي ټي پي سره مذاکرات ختم شوي او پرضد يې جګړه روانه ده.

په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کالني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصده اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.

رپورټ وايي د ترهګرۍ او تشدد 75 فيصده پېښې يواځې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبې څخه رپورټ شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG