لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمعیدیوسف دکابل سفر،ایا افغان طالبان به ټي‌ ټي پي پاکستان کې له بریدونو منعې کړي؟


د افغانستان مرستيال وزير اعظم عبدالسلام حنفي پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دافغانستان خاوره به دپاکستان اؤ نورو ګاونډیانو په ضد نه کارول کیږي خو څېړونکي وایي دوئ نه ګڼي چې افغان طالبان به د لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په ضد کوم اقدام وکړي.

دکابل په سفر تللي دپاکستان دملي امنیت دسلاکار معید یوسف په مشرۍ لوړپوړي پلاوي نن په دوهمه ورځ هم افغان چارواکو سره لېدنې کړي دي اؤ رسنۍ وایي چې دنورو مهمو چارو ترڅنګ په دې لیدنو کې دافغانستان دخاورې څخه په پاکستاني ځواکونو دکېدونکو بریدونو موضوع هم مطرح شوې ده.

څېړونکي پاکستان کې دټي ټي پي له لوري کیدونکي بریدونه يوه لانجمنه موضوع ده او که د پاکستاني طالبانو د هېواد دننه حملې هم دغه شان دوامداره پاتې کېږي نو بیا ممکن ده چې د پاکستان حکومت په افغان طالبانو فشار زیات کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې په دې ورستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وسله وال برېدونه زيات شوي دي، چې د اکثرو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف دوه ورځې وړاندې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د کمېټې غونډې ته په وینا کې تور پورې کړې ؤ چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پرضد کارول کېږي.

د افغان چارو پوهان او خبريال طاهر خان ډيوه سره کابل ته د معيد يوسف د سفر په موضوع خپله تجزیه کې وايي د پاکستان لپاره د تحريک طالبان پاکستان مخ په زیاتېدو برېدونه د اندېښنې وړ خبره ده او وايي هم دا د پاکستاني پلاوي او افغان طالبانو د مشرانو ترمنځ د بحث مهمه موضوع وه.

هغه وايي نن (یکشنبه)به هم د پاکستان پلاوی د طالب چارواکو سره ليدل کتل کوي او زیاتوي تېره ورځ چې د پاکستاني پلاوي او افغان طالبانو د مسولینو ترمنځ کوم ملاقاتونه شوي او د ارګ څخه چې د عبدالسلام حنفي لخوا کوم بېان جارى کړی شوی په هغې کې هم ویل شوي وؤ چې ده معيد يوسف ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد خلاف نه استعمالېږي.

طاهر خان بيا وايي "دا يوه لانجمنه موضوع ده او زما په اند که په پاکستان کې د ټى ټى پى حملې هم دغه شان جارى وي لکه څنګه چي اوس کېږي نو زما نظر دا دی چې ممکن ده د پاکستان حکومت په افغان طالبانو باندې فشار زیات کړي"

دطاهر خان په وینا د طالبانو د حکومت لپاره ىو مشکل چېلنج دا دی چې هغوي د پاکستاني طالبانو خلاف ګام نه شي اخستی.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم تیره اوونۍ خپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې افغان طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې خاوره به یې دپاکستان په ضد نه کارول کیږي خو وایي "زه داسې ګڼم چې ځېنو ځایونو کې افغان طالبان په ټي ټي پي وس نه لري"

اخوا افغان خبریال سميع يوسفزۍ په ټوېټر ليکلي د طالبانو سرچينې وايي، طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په اړه سخت دریځ نېولی، او وايي د پاکستان لخوا د طالبانو رژیم په رسميت پېژندل به مسایل حل کړي.

د پاکستان دملي امنیت سلاکار معيد يوسف پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د ريس الورزا مرستیال عبدالسلام حنفى او د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر امير خان متقي سره ليدل کتل کړې وؤ.

د طالبانو په خبر پاڼه کې د ملا عبدالسلام حنفي له قوله ویلي شوي چې د طالبانو پالیسي روښانه ده او هغه دا چې هېچاته ته به د افغانستان د ګاونډیو او نورو هېوادونو پرضد د خپلې خاورې د کارولو اجازت ورنکړي او وايي له نورو هم دا هيله لري چې خپله خاوره د افغانستان پرضد ونه کاروي.

د افغان طالبانو د حکومت مرستیال وياند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي پاکستاني پلاوي د طالب چارواکو سره په مختلف موضوعاتو لکه دوه اړخیزه تجارت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د پولې د تګ راتګ په چارو خبرې اترې کړي دي.

هغه وايي هم دا رنګ په تجارتي، اقتصادي اړیکو، په پاکستان کې د مهاجرينو په ستونزو او د صفري نکتو سره په وروستیو کې د ځینو وړو پېښو په رامنځ ته کيدو هم خبرې شوي دي.

ټاکل شوې وه چې معيد يوسف کابل ته سفر د جنورۍ په اتلسمه او نولسمه وکړي خو رسنيو هغه وخت په کابل کې د پاکستان د سفارت په وینا ليکلي وؤ چې سفر یې د خراب موسم له کبله ځنډېدلی دی.

هغه مهال رسنیو په کابل کې د معيد يوسف د سفر پرضد د ځینو افغان فعالانو د احتجاجونو خبر هم ورکړی ؤ.

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو پينځه نيمو مياشتو کې دا د پاکستان درېم اعلا پلاوی دی چې کابل ته یې سفر کړی.

تر دې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر او بيا د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي کابل ته سفرونه کړې ووؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG