کوټه ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر موټر د وسلوال بريد او په هغه کې د يوه تن د ټپي کېدو د پېښې په اړه د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضياء لانګو وایي له اړوندو چارواکو يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی.
ضیاء لانګو وي او اې ډیوه ته په ځانګړو خبرو کې وويل، "ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که پر ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وي او اې ډیوه ته وویل، چې په کلاسیف الله سیمه کې د دوی د "وژل شوي" ملګري ارمان لوڼي د درېیم تلین په جلسه کې تر ګډون وروسته پښتونخوا صوبې ته روان وو، چې وایي ږوب ښار ته نیژدې "امنیتي امنیتي کسانو" د دوی په موټر ډزې وکړې او د دوی یو ملګری "نور باچا یې ټپي کړ".
د پي ټي ایم پر مشرانو بلوچستان ته پر تګ د بنديز په اړه ضياء لانګو د دې تحریک پر مشرانو د ملک او د ملک د ادارو پر ضد د تفرت خپرولو تور پورې کړ او ویې ويل مخکې هم ټولو پاکستانيانو ته ويل شوي چې پاکستان د ټولو دی، بلوچستان هم د ټولو دی، هرڅوک د بلوچستان هر کونج ته تللی شي، خو وایي له تېرو شلو کلو راهيسې په بلوچستان کې د نفرت يو ماحول پيدا کړل شوی دی:
"د پي ټي ايم مشران چې هر کله دلته راځي نو عوام د رياست پر خلاف هڅوي، هسې خو د هغوی پر راتګ هيڅ پابندي نه شته، پي ټي ايم ته موږ په وار وار ويلي چې تاسو د حکومت پر خلاف خبره کولای شئ خو د رياست پر خلاف مه غږيږئ، نو هر څوک چې د رياست پر خلاف خبره کوي بلوچستان د دې متحمل نه شي کېدلای".
د ږوب مرستيال کميشنر رمضان پلال وایي، "د وسلوال بريد په اړه زه نه يم خبر خو کاروايي دغه ده چې موږ هغوی [منظور پښتین] په بدﺭګه کې د ږوب ضلعې له حدودو څخه ايستلی".
خو د ږوب ضلعې د پوليس ځواک يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې "يو سړی پکې خوږ سوی هغه هم معمولي پر اوږه لګېدلی، دا تر اوسه نه ده معلومه چې ګولۍ چا او له کومې خواه چلېدلې".
بل لوﺭي ته د پېښې پر ضد او د غورځنګ د فعالانو له لوري د غورځنګ د نيول شوو دوو غړو له خلاصيدو او او پر منظور پښتين د وسلوال بريد د پېښې د مقدمې د درج کولو له حکومتي وعدې پس د منظور پښتين په مشرۍ روان احتجاج ختم شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر موټر له مبینه وسلوال بريد وروسته د غورځنګ د فعالانو او سياسي ګوندونو له لوري احتجاجي غونډې وشوې، د غورځنګ د مشر منظور پښتين په خبره د امنيتي ځواکونو له لوري د دوی ملګري بلال پښتين او ادريس پښتين نيول شوي او له ځان سره وړل شوي وو، د غورځنګ د غړو له لوري د پېښې پر ضد د مقدمې د درج کولو غوښتنه هم شوې ده.
د پي ټي ايم ږوب او شېراني په احتجاج کې شريک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکريټري رضا محمد رضا په خپله وينا کې دعوه وکړه چې د دې بريد هدف منظور پښتین وو:
"دښمن چې هر څه کول هغه په دې کې ناکام شو، دا هر وخت موږ له قام سره شوي، زموږ دوه ملګري بلال او ادريس خان را خلاص شوه، موږ ته کميشنر او ډپټي کميشنر دا ډاډ راکړی چې دوی به مقدمه ضرور درج کوي".
د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په مشري د بلوچستان د ږوب او شيراني ضلعې تر منځ د «سيليځي» سيمې سره نيژدې احتجاجي پرلت کښېنول شوی وو، په قلعه سيف الله، لورالای، بوستان، کوټه او نورو سيمو کې هم احتجاجونه شوي وو.