دوه نيم شواروز وروسته هم د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د وسلوالو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا همغسې روانه ده.
د پنجګور د ليويز ځواک چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل، د ايف سي پر کېمپ دبريد کوونکو او د امنيتي ځواکونو له لوري په يو پر بل ځوابي ډزې روانې دي۔
چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د پېښې په تفصيل کې وويل، شاه وخوا درې ورځې وشوې خو لا هم دا لړۍ دوام لري۔
د چارواکي په خبره که څه هم له دواړو لورو په دزو کې په ښکاره توګه کموالی راغلی خو په خبره يې له څه وخت خاموشۍ وروسته بيا د ډزو ږغونه واوریدل شي.
" جګړه هغسې روانه ده، د ډزو ږغ نه راځي خو کله کله راځي، نن کم دي، له هيلي کاپټرو څخه هم پر بريدګرو دزې کېږي"
د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند او ايالتي وزير سردار عبدالرحمان کهيتران بيا وايي" داسي کومه خبره نشته، درې څلور وسلوال وؤ ، د ځواکونو په پیکټو کې پټ شوي وؤ، زما خيال دی چې هغه و خپل انجام ته رسېدلي دي"
درې ورځې وړاندې د دويمې فرورۍ په ماښام وسلوالو د پنجګور د ايف سي پر کېمپ بريد کړی ؤ۔
دليويز د چارواکو په خبره ځيني بريدګر د ايف سي ځواک کېمپ ته په ننوتلو کې بریالي شوي وؤ۔
د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو له بريد يوه ورځ وروسته د پنج شنبې په ماښام په کوټه کې یو خبري کانفرنس ته ویلي وؤ ، څلور يا پينځه وسلوال د ايف سي کېمپ ته نېږدې په ابادۍ کې پټ شوي چې پر ضد يې عمليات روان دي۔
د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ایي ايس پي ار دعوه کړې ده چې د بريد په لومړۍ ورځ يې څلور وسلوال ترهګر وژلي او د وسلوالو په بريد کې درې پوځي عسکر هم وژل شوي دي"
د ياد بريد ذمه واري بېلتون غوښتوونکې وسلوالې ډلې بي ايل ای منلې وه، ياد تنظيم امنیتي ځواکونو ته د زيات ځاني زيان د رسولو دعوه کوي۔
له سيمې رپورټونه دي چې د ډزو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو له کبله د پنجګور بازار اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي اؤ خلک دخوراک څښاک دتوکو په ترلاسه کولو پسې اریان شوي دي.
د پنجګور ځايي خبريال رفيق چاکر وي او ای ډیوه ته وایي" په پنجګوﺭ کې حالات سخته خراب دي، بجلي، اوبه، انټرنيټ، يو شی هم نشته، له څلوزو ورځو باﺯار بند دی، خلک په کورونو کې بند پاتې دي"
هغه وایي سیمه کې هیچاته له خپلو کورونو څخه د وتلو اجازت نشته اؤ اوس د ټولو خلکو سره په کورونو کې ﺭاشن هم ختم شوی.
دنوموړي په وینا "د بجلۍ د نېشت والي له وجې اوبه نه شته, د ډېرې ويرې او خطرې ماحول دی، انټرنيټ او د ټيلي فون سسټم بند دی که له چا سره مځکنی ټيلي فون” پي ټي سي ايل” وي خو کله نا کله تماس وشي، ګني له سيمې سره پوره رابطه پرې ده"
د پنجګور د ليويز په هېډ کوارټر کې پر دنده مامور چارواکي وي او ای ډيوه ته وويل، دی خپله او نور ملګري یې له تېرو دریوؤ ورځو د وتلو يوه لاره نه لري او په خپل دفتر کې بند پاتې دي،
" موږ له درو، څلورو ورځو څخه دلته يو، له دې ځايه د وتلو يوه څاره هم نسته"
د ايالت وياند سردار عبدالرحمان بیا وایي د حکومت له لوري کوم بنديز نشته، خلکو بازار په خپله بند کړی دی.
هغه وایي "دا و ځان ته چې سرمچاران( بیلتون غوښتونکي بلوڅ وسلوال) وايي خلکو ته له دغو ويره ده، د ويري له وجې يا د رشته دارۍ له وجې که يو چا کاروبار بند کړی خو وي به موږ(حکومت) خو نه دي بند کړي"
هغه وایي " موږ خو وايو کاروبارونه دې خلاص وي، دا يو موټۍ خلک دي، (وسلوال)که په بلوچستان او هر ځای کې دي د هغوی به هم دېر ژر خاتمه وکړو"
د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ایي ايس په ار د جمعې په ورځ په خپل خپاره کړي يوه بيان کې دعوه کرې دہ چې د پنجګور د بريد په ځواب کې یې دشروع کړو عملياتو په لړ کې د بلوچستان په تربت سيمه کې درې ترهګر وژلي دي۔
پر دويمه فرورۍ د پنجګور تر څنګ د بلوچستان په نوشکي سيمه کې هم د ياد وسلوال تنظيم له لوري د ايف سي ځواک پر کېمپ وسلوال بريد شوی ؤ،
د وزير اعلا د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو په خبره په نوشکي کې يې نهه بريدګر وسلوال وژلي او د وسلوالو په بريد کې د ايف سي پينځه سرتيري وژل شوي او دولس ټپيان شوي وؤ۔
ضیا لانګو زياته کړې چې د نوشکي او پنځګور دواړو بريدونو په ترڅ کې دولس امنيتي سرتيري وژل شوي او په ځوابي بريد کې پينځلس وسلوال بريدګر وژل شوي دي۔